د رايو د تفتيش بهیر کې د دواړو ډلو کړنې څنگه ارزوئ؟

د انځور حقوق

د نړيوالې ټولنې او د ولسمشر کرزي د اسرار سره سره چې د رايو د بهیر د ژر بشپړولو او نوي منتخب ولسمشر ته يې د واک د چابک سپارلو غوښتنې سربېره، دا دى په تېره نږدې يوه مياشت کې په څلورم ځل د ولسمشرۍ د رايو د بيا شمېرنې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

د افغانستان د رايو دغه بهیر چې په نړۍ کې تر ټولو اوږد ښوول شوى ورسره د افغانستان اقتصاد ته په ميلياردونو ډالره زيان اوښتى.

ولس يې د خپل راتلونکې په نسبت له شک سره مخ کړي او لا دا هم جوته نه ده چې د روان کال د سيپتمبر په دريمه او څلورمه نېټه به د افغانستان د نوي ولسمشر په توگه څوک ويلز کې د ڼاتو د دفاع د وزيرانو په غونډه کې چې له پوځي پلوه افغانستان ته زيات ارزښت لري، گډون کوي؟

دا اونۍ ستاسو غږ پروگرام کې غواړو له تاسو درنو اوريدونکو نه واورو چې تاسو د رايو د تفتيش بهثر کې د دواړو ډلو کړه وړه څنگه ارزوئ؟

ايا دوی ځاني گټې په پام کې نیسي که ملي هم؟

څنگه کېداى شي نور دغه پروسه پاى ته ورسول شي؟

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ د پنجشنبې ماښام پروگرام ته زنگ ووهئ.

شمېره يې ده:

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

او د برېښنا ليک پته ده :Pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب