پښتونخواه کالم: د رفیق شینواري یاد غونډه

ارواښاد رفيق شینوارى د پښتو موسيقۍ منل شوی نوم دی. راډیو، ټلویزیون او د فلم دنيا د هغهٴ په سازونو نن هم ساه اخلي، دغه سازونه، طرزونه د پښتو موسيقۍ په دوېم ژوندون (دوېم جنم) کې هم ساه اخلى.

د حمزه شینواري، رفيق شینواري او خيال محمد نومونه د يو بل سره دومره جوخت (نژدې) تعلق او تړون لري لکه چې دا د پښتو شاعرۍ، موسيقۍ او اواز دنيا په يو بل اباده وه.

اوس چې په دې کې دوه نومونه حمزه شینوارى او رفيق شنوارى نشته او درېم نوم خيال محمد د بيمارۍ په بستر ناروغه پروت د، نو داسې ښکارى لکه چې د پښتو ساز او اواز د نوي زمان په څپو کې وير کوي او دا استادان يادوى!!

دا هاغه رفيق شنوارى دی

د ډېرو سندرغاړو او خوږ ژبو فنکارانو استاد!!

خو!!

اوس دې يادونه افسانې ښکاري

دا څهٴ دستور د زمانې ښکاري

رفيق استاد له د پښتو يو ساز په غږولو نه ورتلو خو ټول سازونه د هغه په ذهن کې غږېدل او د موسيقۍ نوي خواږه طرزونه یې راوړل.

دې د پښتو موسيقۍ لوی استاد چې خاورې واغوستې، نو شا ته یې د پښتو سازونه په وير يتيمانان پاتې کړل او بل خوا یې خپله کونډه نن هم د غربت د کرښې نه لاندې سخت کړېدلي درديدلي او بې وزله حالت کې ژوند تېروي.

دا د پښتو ادب او کلتور د ښاغلو بدبختي ده چې اورېدونکي د هغوى لفظونو، اوازونو، سازونو، تصويرونو سره ډېره مينه کوي خو د هغوى د ژوند د حالاتو او دردونو له کیسو ځان نه خبروي.

رفيق شینوارى هم اوس د خلکو هېر دی.

د هغه ژوند د کيسې اخرى عنوان د هغهٴ مېرمن ده، چې د خپل خاوند په نامه بلا ډېر مډالونو، اېوارډونو، تمغو په کاغذونو تعريفي اسنادو ته ګوري.

د ټولې موسيقۍ د رنګينې دنيا دا لوی استاد فقط د خپلې مېرمن په بوډۍ سترګو کې يو تت غوندې تصوير دی.

دا لوی نوم د خلکو هېر دی خو پېښور پرېس کلب ژورنالېستانو د پښتو موسيقۍ دا زوړ نوم په وړومبي ځل راياد کړو. د ژورنالېست ملګري فاروق فراق دې کور ودان وي چې د يادونې دا لړۍ یې پیل کړه.

پښتانه هسې هم مړي لمانځي او يادوي. د مړو او ژوندو تعلق په دې لاندیني شعر کې ښکاره دی!!

چې ژوندی وم تاسو ويشتی وم په کاڼو

اوس مې څه له ښکلوئ د قبر کاڼي

يا د پښتو دا لنډۍ د مړو ګيله مند غږ ژوندى پخپله کوي!!

چې په پوښتنه مې رانغلې

په جنازې پسې مې مهٴ ځه مخ تورنه

خو اوس خبره د دې نه بدله شوې ده، اوس ژوندي خلک دومره بوخت دي چې د مړو يادولو ته هم اوزګار نه دي.

اوس خلک ژوندي ستایي خو څوک چې د رفيق استاد غوندې مړي ته دومره درناوی وبخښي نو بايد چې د هغوى دا هڅه وستایل شي.

د پېښور پرېس کلب ژورنالېستان د پښتو موسيقۍ محفلونه کوي، په مړو سازونو ځان مستوى خو په يو زوړ قبر يو چراغان خو وکړي!!

په دغه يادونه کې د پښتو هغه سندر غاړي هم موجود وو چې د رفيق شینواري د سازونو د دنيا نه بهر دي، او اوس د نوې دنيا د نویو سازونو ښکلي هنرمندان دي خو رفيق شینوارى ته د پښتو موسيقۍ استاد وایي.

ما ډېر پخوا نوموړې سندرغاړې ګلنار بېګم ته د ''سندرې روح'' وئيلي و او رفيق شینواري ته په دې موقع زهٴ د پښتو موسيقۍ امام وايم.

لکه د اختر د مونځ چې د هر چا نه نيت خطا شي نو هغوى وائى ''د امام په نيت مې نيت دی'' او چې پښتو موسيقۍ کې هر څوک په طرزونو کې ونښلي نو هغوى وایي!!

د رفيق اُستاد د طرز په نيت مې نيت دی، دغه وجه ده چې نن هم د پښتو موسيقۍ په ډېرو طرزونو کې رفيق شینوارى ليدلى شئ.

د پرېس کلب د يادؤنې په دستوره کې د ټولو نه ناشونې او د مينې ګډون د ماه جبين قزلباش و چې په دغه ورځ 12 ستمبر یې خپل ورور خاؤرو ته وسپارلو، او ماښام ئې د خپل اُستاد محترم په درانوي يادګيرنه کې په اوښکو سترګو ګډون هم وکړو او سندره يې هم وویله!!

هاؤ!!

فنکاران، هنرمندان دغه شان د خپل زړهٴ ورانه دنيا پټوي او مينه والو ته د فن صدقه ورکوي!!

دا د رفيق شینواري د فن کمال دی چې د قلم په خاوندانو ئې ځان راياد کړو او د سازونو په فنکارانو شاګردانو او په خپلو مقتديانو ئې د موسيقۍ عبادت کې خپل امامت تازه کړو!!

په دې موقعه زهٴ د دې ښاغلى اُستاد د ذاتى ژوند دوه واقعې يادؤم!! يوه واقعه د دهٴ د تعلق لويه قرباني او بله واقعه د ده د درديدلي زړهٴ اۤه دی!!

اولنۍ واقعه!

د پښتو راډیویي ډرامې د ليک او پېشکش په حواله يو لوی نوم عمر ناصر صېب راته ويلې دي چې ما له خدای يو زوی راکړو او بيا يې رانه واخېست، دا زما په ژوند کښې يوه لويه سانحه وه.

زه په پنډۍ کې وم، رفيق شینوارى ما له غمرازۍ له راغلو، ځان سره ئې يو ماشوم راوستی و، د شنو سترګو ډېر ښکلی ماشوم وٴ، ما ته ئې ووې!! دا زما زوى دی، تا له مې راوستی دی، دا واخله ځان له يې زوى کړه، ما سره ستا د زړهٴ د درد بله دوا نشته!!!

عمر ناصر صېب وویل!! زهٴ د دې سړي عظمت او احساس ته حېران شوم ما هغه ماشوم واپس کړو.

دوېمه واقعه!

دوېمه واقعه د دغه ماشوم د زلميتوب ده، چې زلمی شو نو خودکشي يې وکړه او د تمام عمر د پاره يې د پلار په زړه يو داغ کېښود.

د ډاکټر اعظم اعظم دا شعر لکه چې د هغهٴ د موسيقۍ طرز نه، د هغهٴ د زړهٴ د تارونو وير وي!!

ستا د دوه ورځو سپرلی وٴ، ستا د دوه ورځو ګلونه

خو زما په زړه دې کېښول د همېش همېش داغونه

تاسو ووايې!!

داسې سړي ته کهٴ هر څومره درناوی وبخښلې شي کم به نهٴ وي!!؟؟

ورته مطالب