پر ډيورنډ کرښې د کندې کنستل امنیت راوستی شي؟

Image caption افغان ولسمشر د پاکستان د دغه ګام د ارزونې لپاره یو دولتي پلاوی ګومارلی دی

پاکستان د ډېورند د کرښې په اوږدو کې د نژدې ٥٠٠ کيلومتره کندې پر کنستو کار پيل کړى چې موخه يې د مشکوکو وگړو د تگ راتگ او د نشه يې توکو د قاچاق مخنيوى ښوولی.

د بلوچستان ايالت چارواکو په وينا تر اوسه ٢٣٥ کيلومتر کنده کنستل شوې ده او پر پاتې هغې کار روان دى.

افغان ولسمشر د پاکستان د دغه ګام د ارزونې لپاره یو دولتي پلاوی ګومارلی دی.

د افغانستان د مشرانو جرگې هم افغان امنيتي چارواکي وربللي چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د کندې د کنستو په تړاو د جرګه والو پوښتنې ځواب کړي.

د پاکستان دا پرېکړه په سيمه کې له امنيت سره مرسته کوي؟

د ډيورند پر کرښې د کندې کنستل د اورپکو او قاچاق کوونکو د ور اوښتو مخه نيولای شي؟

دغه راز دا اقدام د سيمې پراوسېدونکو څومره او څه راز اغېز کوي؟

د ستاسې نظر په دې گڼه کې يې له تاسې اورو.

د سه شنبې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ ووهئ:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

همدا راز تاسې کولای شئ چې په بي بي سي پښتو فيسبوک پاڼې هم خپل پيغام را ته ولیکئ.