د نادره مرغانو په ژغورلو کې څه کولای شئ؟

د افغانستان د وزیرانو شورا په دې وروستیو کې د اقتصاد له وزارته وغوښتل چې د هغو نادولتي موسسو جواز لغوه کړي چې د نادره مرغانو د ژغورنې په برخه کې کار کوي.

د وزیرانو د شورا د دغې پرېکړې ترشاه دلایل روښانه نه دي خو دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د بهرنیو چارو وزارت او د چاپیریال ساتنې ادارې د مرغانو د ژغورنې او په دې برخه کې د پانګونې د تګلارې طرحه مطرح کړه چې د وزیرانو د شورا له خوا رد شوه.

د پنجشنبې په ماښام (وږي ۲۷مه/سپتمبر ۱۸مه) په ستاسو غږ پروګرام کې له تاسو اورو چې په خپله افغانان د نادره مرغانو د ژغورنې په خاطر څه کولای شي؟

آیا تاسو هم په خپله سیمه کې د مرغانو ناقانونه ښکار لېدلی دی؟

که غواړئ په دې هکله خپرونه کې راسره برخه واخلئ په دې شمېرې مخامخ خپرونې ته ټېلېفون وکړئ.

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

دغه راز کولای شئ چې د بي بي سي پښتو فیسبوک له لارې هم خپل نظر راسره شریک کړئ.