آیا بوره رښتیا هم ډېر زیانمنونکی څیز دی؟

د بورې یوې کمپنۍ د هغو رسنیو پر ضد کمپاین پیل کړی چې عامه خلکو ته داسې انځور وړاندې کوي چې ګواکې د چاغښت ستر لامل یوازې بوره ده.

په تېرو دوو کلنو کې د تصفیه شوې بورې د پلورونکو کاروبار مخ پر خرابېدو دی. په دې تړاو امریکایي ډاکټر روبرټ لسټېنګ په خپله دې خبره چې له اندازې ډېره بوره کارونه د "زهرو" مانا لري، په نړیواله کچه د خلکو پام ځان ته راړولی دی.

د یوې ورځپاڼې سرلیک داسې وايي: "اوسمهال د لوېدیځې نړۍ په خوړو کې د خلکو تر ټولو ستر دښمن بوره ده".

د بازار څېړنې شرکت مینټل وايي خلکو ته داسې انځور ښودل کېږي چې ګنې د چاغښت او نورو روغتیايي ستونزو اصلي لامل له بورې ډېر کار اخیستل دی.

د بورې تولیدونکې کمپنۍ اې بي د بورې پر ضد د رسنیو له پروپاګنده په تنګ راغلې. او اوس یې د خپل تولید په اړه د خلکو د پوهاوي د لوړولو په موخه یو کمپاین (د بورې په اړه سم مالومات) پیل کړی دی.

د اې بي کمپنۍ اجرایوي مشر مارک کر د ګروسر په مجله کې لیکي چې "چاغښت یوه پېچلې مسله ده او کوم ځانګړی لامل نه لري. په دې برخه کې بوره له اندازې ډېره ملامته ګڼل شوې ده. موږ باید نورو لاملونو لکه د تمرین کچې ته هم پام وکړو".

ښاغلي کر د بورې په اړه د رسنیو "خبردارۍ ته ورته او ګډوډونکو" سرلیکونو نیوکه کوي.

کله چې د بورې خبره کېږي نو د روغتیايي څانګې فعالین هغه بوره نه یادوي چې په طبیعي ډول لکه په میوو یا کاربوهایدریټ کې پیدا کېږي. د دوی اشاره تصفیه شوې بورې ته وي چې ځینې وخت (پاکه بوره) هم بلل کېږي او خوړو کې په مصنوعي ډول ورګډېږي.

دې کې شک نه شته چې د دغه ډول تصفیه شوې بورې د کارونې د کچې په اړه جدي اندېښنې شته. د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې په خوړو کې باید د تصفیه شوې او طبیعي بورې کچه له ۱۰ سلنې نه پنځه سلنې ته راښکته کړای شي.

د انځور حقوق BBC World Service

خو د خوړو څانګې ځینې کارپوهان بیا دا سلنه هم زیاته بولي او وايي چې په خوړو کې د بورې اندازه باید تر ۳ سلنې کمه وي.

پنځه سلنه د ورځې ۲۵ ګرامه بوره کېږي. دې ته په پام سره چې د کوکا کولا یو کوچنی بوتل ۳۵ ګرامه بوره لري او په ډېرو نورو خوړو لکه حبوباتو، ډوډۍ، کیچ اپ او تیارو خوړو کې هم بوره ورګډېږي، نو د پنځه سلنې هدف ته د رسېدو لپاره باید د لوېدیځې نړۍ د خلکو په خوړو کې ستر بدلون راوستل شي.

ډاکټره سارا شینکر دا مني چې د بورې په اړه ډېر خلک ناسم پوهاوی لري. نوموړې وايي:

"زما په فکر په دې اړه لا نورو مالوماتو ته اړتیا ده خو ګومان مې نه شي چې په دې تړاو دې یوه بوره تولیدونکې کمپنۍ خلکو ته بې پرې مالومات ورکړي. او یا دې نور خلک د بورې په اړه بې طرفه قضاوت وکړي. د یوه ولس په توګه موږ باید ځانونه په دې خبره پوه کړو چې نږدې په هر ډول خوړو کې موږ په بېلا بېلو بڼو له بورې کار اخلو. زه منم چې موږ لا نور پوهاوي ته اړتیا لرو خو اصلي خبره همدا ده چې ډېری خلک له اندازې ډېره بوره کاروي".

ورته مطالب