ایا افغان پولیس ملي دي؟
- وړاندې کوونکی: مصطفی سالک
- کابل
د عکس سرچینه، AP
تاسو د پولیسو دغې درنې دندې ته پر کومه سترګه ګورئ؟
په تېرو ۱۳ کلونو کې د میلیاردونو ډالرو په لګولو سره د افغان پولیسو شمېر ۱۵۰ زرو تنو ته ورسېد،د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې پولیس د خلکو د سر او مال د خوندیتابه، فردي خپلواکۍ، د جنايي جرمونو د مخنیوي او د ټولنې د نظم ټینګولو دندې پر غاړه لري، خو په افغانستان کې لکه پوځیان په جګړو کې هم ښکېل دي.
تاسو د پولیسو دغې درنې دندې ته پر کومه سترګه ګورئ؟
بله دا چې د افغانستان پولیس په رښتیا هم ملي دي، که بیل ډلیز، تنظیمې، سیمیز او ژبني تړاوونه لري، که داسې وي څنګه کېدی شي چې افغان پولیس پر ملي پولیسو واوړي؟
د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې ستاسو نظر پروګرام همدې موضوع ته ځانګړی شوی، د خپرونې پرمهال مخامخ پر دې شمېره زنګ راووهئ: ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰
یا پر بي بي سي پښتو فیسبوک پاڼه خپل نظر پرېږدئ.