ولسمشریزې ټاکنې ستاسو له نظره

د انځور حقوق BBC World Service

له شپږو میاشتو تمې او انتظاره وروسته د افغانستان د ولسمشریزو لانجمنو ټاکنو پر سر هوکړه وشوه، په تیرو شپږو میاشتو کې د ټاکنو کړکیچ د دغه هیواد په ټولو برخو سیوری غوړولی و، امنیتي حالت ورسره ترینګلي شوي و، اقتصادي ستنې ورسره کمزورې شوې وې او خلکو ته یې هم ډیرې اندیښنې او ان رواني ستونزې راولاړې کړې وې.

ستاسې نظر پروګرام مو همدې موضوع ته ځانګړی کړیدی، په پروګرام کې به له ستاسو واورو چې ستاسو له نظره د ملي وحدت حکومت به تر کومه ستاسو هیلې پوره او اندیښنې به مو ختمې کړي؟

ایا ډاد من یاست چې دغه نوی حکومت به وتوانیږي په دغه هیواد کې ډادمن امنیت راولي؟ ایا ستاسو هغه اقتصادي اندیښنو ته به ځواب وویلی شي چې په تیرو دورو کې یې په اړه کارونه نه دی شوي؟

او په ټوله کې له نوي حکومته مو تمې او هیلې څه دي؟

د نظر شریکولو لپاره د خپرونې پر مهال پر دې شمیرې زنګ ووهئ ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

دا رنګه د بي بي سي پښتو فیسبوک له لارې هم راته خپل نظر یا د تیلیفون شمیرې پریښودلای شئ.

ژمنه مو ده د یکشنبې ماښامنۍ خپرونه د شپې پر اتو بجو.