د بي بي سي پښتو ویبپاڼې عیارېدونکې بڼه

د بي بي سي پښتو ویبپاڼې کې بدلون راغلی دی. دا بدلون زموږ د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړو تاسو ته خبرونه په انلاین په هغو بڼو وړاندې کړو چې ستاسو یا ستاسو د کاروونکې وسیلې له بڼې سره ځان عیاروي.

د بي بي سي پښتو ویبپاڼه ریسپانسیف (عیارېدونکې) بڼه خپلوي. دا په دې مانا ده چې اوس نو زموږ د ویبپاڼې موبایل او کمپیوټر بڼې سره توپیر نه لري. ویبپاڼه مو داسې ډیزاین شوې چې ستاسو د تکنالوژۍ د وسیلې د انټرنټ سرعت سره ځان برابروي.

نو اوس که تاسو خبرونه په هرې الې، موبایل، کمپیوټر یا تابلیت ګورئ، ویبپاڼه به یوه بڼه لري او تاسو ته به خبرونه په لا غوره ډول وړاندې کوي.

دا بدلون ولې راوستل شو؟

د ویبپاڼې عیارېدونکې بڼه پر موبایل تیلیفونونو باندې خبرونه په غوره او چټک ډول خپروي. موږ کولی شو راتلونکې کې د ویبپاڼې دغې بڼې ته لا نورې ځانګړنې ور زیاتې کړو او د سمونې چارو ته ادامه ورکړو.

هغه کاروونکي به چې د انټرنټ زړې الې کاروي زموږ د ویبپاڼې مهمو خبرونو ته چټک لاسرسی ولري.

نور مینه وال چې د انټرنټ سترې او چټکې الې کاروي هغوی به د پاڼې لا بډای او په زړه پورې بڼې ته لاسرسی ولري.

زموږ د ویبپاڼې نوې عیارېدونکې بڼې ته زړې ټکنالوژۍ لکه وینډوز میډیا پلیر (د وینډوز شرکت ويډیو چلونکی) مناسبې نه دي خو ستاسو دغه ډول الې به بیا هم وکولی شي چې په یوه بېله بڼه زموږ د پاڼې غږیز او تصویري مطالب پرانیزي.

د ویبپاڼې له پخوانۍ بڼې نه نوې هغې ته د بدلون بهیر لا بشپړ نه دی.

که تاسو زموږ پر ویبپاڼه د خبرونو په لوستلو یا پیدا کولو کې ستونزه لرئ او یا غواړئ په دې اړه خپل نظر را سره شریک کړئ نو لطفا له دې ځایه موږ سره اړیکه ونیسي: