د ښځو د حقونو لپاره نارینه څنګه او څه راز مرسته کولی شي؟

د انځور حقوق Reuters

ملگرو ملتونو "نارينه ښځو لپاره" په نامه يو کمپاين پيل کړى چې موخه يې د ښځو حقونو لپاره مبارزې ته د نارينه ور ماتول دي.

د هاليووډ مشهور فلم "هري پاټر" ستورې اېما واټسن د دغه کمپاين په پرانيسته کې وويل:

د ښځو حقونو لپاره مبارزه له سړيو نه کرکې سره هممانيزه (مترادف) شوې چې دا سم باور نه دى، او دغه راز انگېرنو ته بايد د پاى ټکى کېښوول شي.

آغلې واټسن زياته کړه:

"دا سمه ده چې ما ته په ټولنه کې د يوۀ سړي هومره درناوى کېږي، په برتانيا کې زما تنخوا زما د نارينه همکار له تنخوا سره برابره ده، خو دا په ډاگه ويلى شم په نړۍ کې هېڅ داسې يو هېواد نشته چې په کې ټولې مېرمنې له ټولو دغو حقونو نه برخمنې وي".

نو د مېرمنو د حقونو په خوندي کولو کې د نارينه و ونډه او رول څنگه ارزوئ؟

نارينه څنگه او څه راز مرسته کولاى شي؟

ستاسو غږ خپرونه کې يې له تاسو اورو.

سبا (پنجشنبه) ستاسو غږ خپرونې ته پر دې شمېرې زنګ را ووهئ:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

پر پښتو فېسبوک هم خپل نظرونه راته پرېږدئ.

ورته مطالب