نړیوال قانون د "اسلامي دولت "پرضد د قوې استعمال ته اجازه ورکوي؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ''اسلامي دولت'' په دوو هېوادونو کې سیمې نیولي. یوه هېواد د نړیوالې مداخلې غوښتنه کړې او بل یې نه ده کړې

په داسې حال کې چې د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو عربي دولتونو يې په عراق او سوريې کې د "اسلامي دولت" پرضد هوايي بریدونه پیل کړي، پوښتنه پیدا کېږي چې دا بریدونه د کوم نړیوال قانون له مخې کېږي.

په عراق او سوريې کې د ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍"اسلامي دولت" پرضد د عملیاتو حقوقي او قانوني ارزونه توپیر لري.

د عراق حکومت نړیوالو ځواکونو ته بلنه ورکړې چې د "اسلامي دولت" پرضد جګړه کې ورسره مرسته وکړي.

ترهغو چې دا جګړه یوازې د عراق د خاورې ددنه کېده، دې ته اړتیا نه وه چې په ګډه توګه له ځانه ددفاع کولو نړیوال حق څخه کار واخیستل شي؛ ځکه چې عراق د خپل قانون له مخې حق لري چې د هېواد د ننه د یو وسله وال مخالف غورځنګ د ځپلو لپاره چې د زور په وسیله يې د خاورې په لویه برخه ځان تپلی دی، له قوې نه کار واخلي.

د یادولو وړ ده هر هغه حکومت چې پرضد يې خپلو ډېروخلکو پاڅون کړی وي او د هېواد د خاورې پر یوې لويې برخې یې کنټرول بایللی وي، حق نه لري چې د بهرني پوځي ملاتړغوښتنه وکړي.

یو حکومت چې د خپلو خلکو خوښ نه وي، حق نه لري چې د بهرنۍ وسله والې مداخلې له لارې خپله واکمنۍ وتپي.

د مثال په توګه، د روسيې د وسله والې مداخلې لپاره په روان کال کې د اوکراین د ولسمشر، ویکتوریونوکویچ، غوښتنې حقوقي بنسټ نه درلود.

دا پېښه هغه وخت وشوه چې د ښاغلي یونوکویچ د واکمنۍ پرضد ولسي پاڅون وشو او د خپل دولت د استازیتوب حق يې له لاسه ورکړ.

همدا راز، کله چې مسکو په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد د مرستې لپاره د پوځي مرستې لېږلو ته دوام ورکړ، لوېدیځو هېوادونو پر روسیې نیوکې وکړې.

ایران هم چې په سوریه کې د مرکزي حکومت د تقويې او د پوځي انډول د بدلولو لپاره مرسته کوله د لوېدیځ تر انتقادونو لاندې راغی.

خو د عراق حالات له دې نه توپیر لري.

"اسلامي دولت" یو سکتاریستي یا فرقه يي غورځنګ دی چې د پوځي قوت په وسیله يې د عراق یوه برخه نیولې ده.

ادعا شوې ده چې دا غورځنګ په نیول شویو سیمو کې د خپل کنټرول د برقرارولولو په خاطر د هغو خلکو پرضد چې دوی یې نامطلوبه بولي، د وېرې اچولو، د خلکو بې ځایه کولو او وژلواعمال ترسره کوي.

دا په دې معنا ده چې ځینې سیمه ییز خلک يې د خپلو نړیوالو بشري او قانوني حقونو محروم کړي دي.

په دې وروستیو کې د عراق په حکومت کې بدلونونه راغلل چې د ټولنې ټولې برخې- سنیان، شیعه ګان، او کردان وکولای شي په هغې کې استازیتوب ولري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سوريې حکومت د هېواد پر هغو سیمو چې د ''اسلامي دولت'' په لاس کې دي، خپل ټول کنټرول بایللی

د "اسلامي دولت" بریالتوبونو له امله د عراق د حکومت قانوني مشروعیت ته زیان نه دی رسېدلی. برعکس، نوي حکومت ژمنه کړې چې د اساسي قانون له مخې به د بشري حقونو په اړه خپلې ژمنې عملي کوي او د "اسلامي دولت" د ظلم په وړاندې به د خپلو خلکو دفاع کوي.

له ځانه دفاع؟

په سوریه کې د "اسلامي دولت" د سیمو پرخلاف د عملیاتو موضوع یو څه پیچلې ده. د سوريې حکومت تر اوسه په رسمي توګه د داسې عملیاتو غوښتنه نه ده کړې، او حتی که ويې کړي هم، د هغې ښه نیت به تر پوښتنې لاندې وي.

خو جمهوررییس اسد چې د روسيې ملاتړ ورسره دی، ویلي چې په سوریه که عملیات به د نړیوال قانون د څرګندې سرغړونې په معنا وي.

په داسې حال کې چې د برتانيې په ګډون ډېر دولتونه د سوريې د حکومت مخالف ملي ایتلاف د سوريې د خلکو مشروع استازی بولي، خو د سوریې د حکومت په توګه یې په رسمیت نه دی پېژندلی. نو ځکه د سوريې ملي ایتلاف به دا صلاحیت ونه لري چې د ملت په استازیتوب

د سوريې په خاوره کې د بهرني پوځي مداخلې او عملیاتو غوښتنه وکړي، خو په سوريې کې د بهرنۍ مداخلې لپاره دا استدلال کېدای شي چې په عراق کې د "اسلامي دولت" د ماتولو او له عراقي حکومت سره د مرستې لپاره باید په سوریه کې هم د "اسلامي دولت" پر هدفونو بریدونه وشي.

له دې نه پرته به د "اسلامي دولت" بشپړه ماته ناممکنه وي.

په ۱۹۸۶ کال کې د نیکاراګوا په اړه د عدالت د نړیوالې محکمې د یو حکم له مخې، کله چې د امریکا متحدو ایالتونو حکومت د کونترا یاغیانو د وسله وال ملاتړ له امله ګنهکاره وبلل شو، له ځانه دفاع حق به هغه وخت د سوريې پرضد عراق ته ورکړل شي چې که "اسلامي دولت" د دمشق د یو ایجنټ په توګه عمل وکړي او د هغې تر عملیاتي کنترول لاندې اوسي، خو واضح ده چې اوس موضوع داسې نه ده او د سوريې حکومت پر هغو سیمو چې د "اسلامي دولت" تر لاس لاندې دي، کنترول نلري.

تر اوسه دمشق په سوریې کې "اسلامي دولت" پرضد کوم واضح ګامونه نه دي اخیستي او دا کار يې زیاتره د سوريې وسله والو مخالفینو ته پرې اېښی دی.

نو ځکه د عراق د ځاني دفاع د نظريې یا دکتورین له مخې کېدای شي د "اسلامي دولت" پرضد عملیات د عراق د پولونه هاخوا د سوريې خاورې ته هم وغځول شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په عراق او سوریه کې زرګونو بهرنیو جنګیالیو د ''اسلامي دولت'' په لیکو کې جګړه کړې ده

یو بل استدلال هم دا دی چې مداخله کوونکي هیوادونه هم دا ادعا کولای شي چې دوی دا کار د خپلې ځاني دفاع په خاطر کوي.

د امریکا متحده ایالتونه او بریتانیا کېدای شي دا استدلال وکړي چې "اسلامي دولت" د دوی د امنیت لپاره یو څرګند خطر دی

خو د ملګروملتونود منشور د ۵۱ مادې له مخې، د ځانې دفاع حق هغه وخت رامنځته کیږي چې حقیقي یا حتمي وسله واله حمله موجوده وي، نه دا چې د بالقوه حملو امکان موجود وي.

د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو او ویجاړیو په پایلې کې، دا منل شوې ده چې غیر دولتي لوبغاړي هم کېدای شي د یو حکومت پرضد په کافي اندازه داسې شدید بریدونه وکړي چې د ملګروملتونو د منشور د ۵۱ مادې په مفهوم د ’’وسله وال برید ’’ معنا ولري.

د عراق د اربیل په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پرضد د "اسلامي دولت" د برید د خطر له امله د امریکا متحدو ایالتونو د ځاني دفاع له حق نه کار واخیست.

خو په سوريې کې وضعیت داسې نه دی او هلته امریکايي ځواکونه میشت نه دي او دا به مشکله وي چې کوم ځانګړی تروریستي عمل چې سوريې کې يې د "اسلامي دولت" له ځواکونو سرچینه اخیستې وي، د امریکا یا بریتانيا پرضد یو وسله وال برید وګڼل شي.

په دې وروستیو کې د لوېدیځو یرغملیانو وژنې د سختې غندنې وړ دي او د هغوی د ژغورنې لپاره عملیات قانوني دي خو پر نیول شویو افرادو برید که هرڅومره کرغېړن هم وي، د نړیوال قانون له مخې د دغو نیول شویو کسانو پر هېواد د وسله وال برید مفهوم نه شي درلودای او له دې امله د ځانې دفاع پراخ حق نه شي ترلاسه کولای.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پوځي اقدام د ''اسلامي دولت'' پرضد د جګړې لپاره د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلاف د ستراتیژۍ یوازې یوه برخه ده

خو کېدای شي یو څوک داسې استدلال وکړي چې "اسلامي دولت" د ترهګرۍ یوڅرګند او دوامداره خطر دی چې تل حتمي دی، ځکه چې په ډیره زیانمنونکي توګه د لوېدیځ ضد ایډیالوژۍ خپروي او دا توانايي لري چې ستر تروریستي عملیات پلان او اجرا کړي.

دا نظریه د ځاني دفاع مروج مفهوم نورهم غځوي. د سپتمبر په ۵ نیټه د بریتانیا په ویلز کې د ناټو سرمشریزې غونډې، د یو دفاعي سازمان په توګه چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ فعالیت کوي، "اسلامي دولت" ته په اشارې سره اعلان وکړ چې ’’که د هرملګري امنیت له ګواښ سره مخامخ شي، موږ به له تردید پرته د خپلې ډله ییزې دفاع لپاره ټول ضروري ګامونه پورته کړو’’.

همداراز، د ځاني دفاع استدلال کېدای شي د مهمو سیمه ییزو دولتونو د همکارۍ له امله نور هم پیاوړی شي.

د مثال په توګه، اردن چې د سورېیې ګاونډی دی، د خپلو پولو په اوږدوکې یې د "اسلامي دولت" په تړاو پېښو ته اشاره کړې او ویلي يې دي حق لري چې د خپل امنیت نه دفاع وکړي.

که څه هم د نړیوال قانون له مخې د ځاني دفاع حق یوازې پر هغو پېښو پورې محدود دی چې جاري او حتمي وسله وال بریدونه موجود وي، خو اردن کېدای شي لږ ترلږه یولړ سرحدي تېریو او بریدونو ته اشاره وکړي او استدلال وکړي چې دا بریدونه یوازې هغه وخت ختمېدای شي چې په سوریه کې "اسلامي دولت" مات او له منځه یوړل شي.

بشر دوستانه مداخله

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فرانسې د امریکا په ملګرتیا په عراق کې د ''اسلامي دولت'' پرضد بریدونو کې برخه اخیستې، خو په سوریه کې یې له هوايي بریدونو ډډه کړې

په خپله سوريې کې د "اسلامي دولت" د کړنو او فعالیتونو پربنسټ هم کېدای شي د نړیوالې مداخلې او اقدام لپاره استدلال وشي.

د سوريې حکومت مکلف دی چې په خپله خاوره کې خپل خلک له بشري ضد جنایتونو خوندي وساتي. واضح ده چې اوس دا کار نه شي کولای او پر یو شمېر سیمو چې "اسلامي دولت" نیولي کنټرول نه لري. نو ځکه د بشري مداخلې د دوکتورین یا نظريې له مخې ښايي نړیوال اقدام ممکن وي، چې اړونده خلک "اسلامي دولت" له منګولو خلاص کړي.

د سړې جګړې له پای راهیسې په څه باندې ۲۰ پېښو کې د بشر دوستۍ پربنسټ له زور نه کار اخیستل شوی دی. په زیاترو دغو حالاتو کې د ملګروملتونو اجازې یو حقوقي او قانوني پوښښ ورکړی دی. د سوریې په برخه کې ښايي روسیه له ویتو نه کار واخلي.

د بشردوستۍ پربنسټ یو اړخیز پوځي اقدام، د یوشمېر دولتونو او حقوق پوهانو ترمنځ د مناقشې وړ موضوع په توګه پاتې ده.

د ملي حاکمیت د نظريې په وړاندې په زیاتیدونکي توګه د خلکو او وګړو پر حقونو باندې تاکید او ټینګار، د بشري اړتیاوو په ډېرو شدیدو حالاتو کې، دا امکان رامنځته کوي چې د زور یا قوې نه کار اخیستل برحقه وبلل شي.

په سوریه کې د "اسلامي دولت" له سیمو ترکيې او نورو ګاونډیو هېوادو ته د ګڼ شمېر پناه وړونکو د تلو د راپورونو له امله ښايي په راتلونکې کې د بشر دوستۍ پربنسټ مداخلې ادعا ته لاره هواره شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سوریې کردي کډوال د ترکیې پر پوله سوروک ته نژدې

خو په داسې حالت کې ښايي د مداخله کونکو هېوادونو انګیزه تر پوښتنې لاندې راشي. ښايي داسې ښکاره شي چې هغوی غواړي خپل امنیت او ګټې خوندي کړي نه دا چې سیمه يیز خلک له رنځونو او ستونزو خلاص کړي.

دا هم روښانه نه ده چې که "اسلامي دولت" له سوريې په زوره وشړل شي، څوک به یې ځای ونیسي- د سوريې حکومت که مخالفین، یا حتی د لنډې مودې لپاره کوم نړیوال ځواک، لکه هغسې چې په لیبیا کې وشوه.

دا هم امکان لري چې دا مسله په سوریه کې ’’د رژیم بدلون’’ د پراخې موضوع سره وتړل شي.

ورته مطالب