کرزی چې زه به يې په یاد ساتم

شریفه شریف د انځور حقوق
Image caption شریفه: ''دا چې زموږ ټولنه او سیستم ښځې مایوسه کوي بېل حقیقت دی، خو ماته ولسمشر کرزي دا روحیه نه وه ښودلې.''

له سیاست او سیاسي دریځونو سره یې کار نه لرم . پر دا یې هم نه یم چې څه یې وکړل یا و نه کړل. ډیرو خبرې ورباندې کړي او کوي به . خو زه وایم ښه سړی دی.

ما ډېره کمه موده له کرزي سره کار کړی خو په دې کمه موده کې مې ډیر ډیر لیدلی. هر ه ورځ ، په دفتر کې ، په سفرونو کې ، د نړۍ له مشرانو سره په ملاقاتونو او په رسمي میلمستیاګانو کې.

یوه ځانګړتیا چې د کرزي په کرکتر کې نه بدلېده او دی یې د نورو نه بېلاوه د ده ډیره طبیعي او بې ساخته چلند و. کرزی به په شخصي کور کې د ولسمشرۍ نه ګوښه کټ مټ هماغه وي چې د ولسمشری په وخت د امریکا یا کوم بل هیواد له مشر سره په رسمیات کې و.

په دې بې ساخته کرکتر کې بیا کرزی خوږ و . ډیره بده خبره به یې په خوږو خبرو او مهربانه ډول کوله.

که څه هم د ده ټول بالغ ژوند د افغانستان او منطقې په تریخوالي تیر شوی او د ولسمشرۍ په دوره کې د غمیزو او ترخو پیښو لومړنی اوریدونکی او ملامت و ، بدبینه او تریخ انسان نه و.

د کرزي ژبه هم بې ساخته ده. باور مې نه شي چې بل کوم ولسمشر د ده په شان د خلکو په ژبه او زړه خبرې وکړای شي. دا نه ده چې کرزی په پښتو، دري او انګریزي ژبو بر لاسی دی، بلکې په کلچر یې پوهیږي او له پښتو او دري ژبو سره یې د زړه نه شریکوي.

کرزی هڅه نه کوي چې هر چیرته چې ځي د هماغه ځای د خلکو په ژبه خبرې وکړي ، هماغه یې خپله ژبه ده .

ولسمشران به وغواړي چې مهرباني او زړه سوى زده کړي او یا لږ تر لږه په ظاهره يې ښکاره کړي. کرزی طبیعتاً زړه سواند او مهربانه دی . یوه ورځ په ارګ کې د کوم بهرني هیات سره رسمي غونډه وه . د سیاسي پروتوکول له مخې ګاردان ولاړ و.

دوی باید د غونډې تر پایه او ترڅو چې ولمسشر ناست و باید ولاړ وای . د کرزي ورته زړه بد و. څو واره یې ورته وویل: کښینئ!

بله ورځ چې نه پوهیږم کوم بهرنی مشر بیرته د ارګ نه ستنېده او عسکر يې ګارډ ورته ولاړ و. د میلمه له تګه وروسته کرزى د عسکرو مخ ته ودرید او هغو ته یې ویل چې میلمه څوک و او څنګه يې له افغانستان سره مرسته کولای شی . ما همالته د کرزی مهربانه زړه وپېژاند.

زه چې کله د کرزي له دفتره ووتم ، ډېرو ښځو په تېره بهرنۍ ښځې چې د مېرمنو د حقونو پلوي کوي او ډیر ورته مالوم دي ، ویل به یې چې کرزي زه وتلو ته ځکه اړ ایستلې یم چې د ده په ټیم کې یوازينۍ ښځه وم.

دا چې ولې او څنګه ووتم بېله خبره ده خو هر څومره چې فکر کوم په کرزي کې داسې شی نه شم پیدا کولای چې زما او د نورو یې فرق کړی وي. د افغاني اخلاقي احترام نه پرته ، ما ته کرزي هیڅکله د یوې بلې او لږ انسان په نظر نه دې کتلي.

دا چې زموږ ټولنه او سیستم ښځې مایوسه کوي بېل حقیقت دی، خو ماته ولسمشر کرزي دا روحیه نه وه ښودلې.

د انځور حقوق
Image caption شریفه: ''د کرزي ژبه هم بې ساخته ده. باور مې نه شي چې بل کوم ولسمشر د ده په شان د خلکو په ژبه او زړه خبرې وکړای شي.''

خو دا خوږ ، بې ساخته ، زړه سوانده، اومهذب او متواضع ولمسشر کله نا کله خپل کسان (کارکوونکي ) په ناحقه ځورول. د ټولو سختو کارونو او لویو لویو ذهني او سیاسي مصروفیتونو سره، کرزي به دفتر په ډیرو وړو کارونو کار درلود او خپل وخت يې ورباندې خوشي تیراوه.

نه پوهیږم په شخصي ژوند کې هم دغسی زرزري و که نه ، خو دا عادت یې له نورو ښو عادتو سره نه لگېده.

کلونه پر هغو ورځو تیر شول چې ما کرزی د نژدې نه پیژانده. ډیر سیاسي تصمیمونه یې، په تیره د مامورینو په ټاکلو کې ، هماغه وخت هم زما په زړه نه و ، په وروستیو کې بیا بیخي ډیر شول. سیاستونه او دریځونه یې ډیر بدل شول. زه وایم قدرت به خلک بدلوي.

خو ګومان نه کوم چې د کرزي هاغه مهربانه او بی ساخته طبیعت بدل شي. دی به نړۍ کې تر ټولو سخت کار درلود او سخت کار یی هم وکړ.

خو ایا د ده کرکتر، بې ساری زغم ، سخته مهربانه زړه او له زړه سره یوه ژبه څومره د افغانستان په شان د هیواد د ولمسشر او رهبر په درد خوري؟ دا بېله پوښتنه ده .

زه یې د مهربانیو او درانه سړیتوب منندویه یم او ورته ښه او اوږد ژوند غواړم.

ورته مطالب