يو گام او يوه هيله

د انځور حقوق epa
Image caption موږ بايد تر خپل وس او توانه له نورې نړۍ سره د تعليم په ډگر کې د سيالۍ هڅه وکړو

په تېره لسيزه کې که له يو څو لاسته راوړنو خبره کوو، نو تعليمي ډگر ښايي لومړى زړه ته راوگرځي.

په ميليونونو ماشومان ښوونځي ته ولاړل او په زرگونو ځوانانو په کور دننه او بهر د لوړو زده کړو فرصتونه وموندل.

له ښه مرغه درې لېسې چې د سرحدونو اوقبايلو چارو وزارت تر څار او چتر لاندې راځي په دې موده کې وغوړېدې.

د خوشال بابا، رحمان بابا او پير محمد کاکړ لېسې چې درې سره په کابل کې دي او ٥٠٠٠ زده کوونکي لري په دې موده کې ورځ په ورځ ښې شوي.

يوه لسيزه پخوا دغه لېسې د جگړو له امله ويجاړې پرتې وې، خو اوس په کې د هغو سيمو ځوانان په پوره شوق درس وايي چې په خپلو کليو او بانډو کې د بېلا بېلو ستونزو له امله له دې نېکمرغۍ محرومه پاتې وو.

خوښ يم چې اوس مو د مخابراتو د محترم وزارت په مرسته دغو لېسو ته ٢٧٠ کمپيوټرونه هم سپارلي چې زده کړې يې په لا عصري او نوې بڼه ترسره شي.

هرې لېسې ته مو د اوس لپاره ٩٠ کمپيوټرونه ورکړي، پوهېږم چې د زده کوونکو شمېر ته په پام سره دا عدد کم دى، خو د پيل په دود يې د اوس لپاره غوره بولم.

همدارنګه په پام کې لرو چې په نږدې راتلونکو کې د درې واړو (رحمان بابا، خوشال بابا، پیرمحمد کاکړ) لېسوزده کوونکو ته انټرنيټي اسانتیاوې ورکړو، خو د انټرنېټ د سمې کارونې لپاره به یو لړ اصول وضع کيږي.

نيت دا دى چې په دغو لېسو کې به له اووم ټولگي تر دولسم پورې چارې په عصري علومو او کمپيوټري بڼه ترسره شي.

دا نه وايم چې د بل هر نوي اقدام په څېر به مو دغه لومړنى گام هم ستونزې او نيمگړتياوې ونه لري، خو خوښ په دې يم چې پيل پرې کوو.

زه په دې باور يم چې د تعليم په ډگر کې له کميت سره د کيفيت بحث بايد نور تود شي.

موږ بايد تر خپل وس او توانه له نورې نړۍ سره د تعليم په ډگر کې د سيالۍ هڅه وکړو.

په نوي عصر کې د کمپيوټر د ډگر له کارپوهانو پرته ژوند گرانېږي.

د ليرې پرتو سيمو ځوانان که په دې هنر سمبال شول راتلونکى مو لا روښانه وينم.

د تعليم په ډگر کې سيالي او دغې خوا ته پام به مو د اقتصاد په ښه کولو او د سوله ييز ژوند په موندلو کې مرسته کړې وي.