ماغزه مو څه دي، نر که ښځه؟

Image caption زموږ په مغزونو کې توپیر زموږ د بدن په شان د مور په بطن کې شکل اخلي

کله مو فکر کړی چې آیا ماغزه مو نارینه دي او که ښځینه؟ آیا د نارینه او ښځینه ماغزو بڼه جلا ده؟ د بي بي سي هاریزن پروګرام ډاکټر مایکل موزلي او پروفیسور الایس یې پلټي.

کله چې موږ د داسي یوې پېچلې پوښتنې د ځواب په لټه کې یو چې آیا د نارینه او ښځو د بېل چلند دلیل کېدای شي د هغوی د مغزونو توپير وي؟

نو د دې پوښتنې په ځوابولو کې پروفیسور الیس روبرت او زه ګډ نظر نه لرو.

زه باور لرم چې زموږ په مغزونو کې توپیر زموږ د بدن په شان د مور په بطن کې شکل اخلي.

ښايي همدا لامل وي چې ځینې نارینه د ځینو کارونو په اجرا کولو کې ډېر ښه وي لکه د تري ډي شکلونو په جوړولو یا د ټکنالوژۍ په برخه کې.

همدا ډول ښځې بیا په نورو کارونو کې تکړه وي لکه غم شریکي او داسي نور.

له دې سره سره نور ټولنیز فشارونه هم یو د بل پر کارونو اغیز پرېږدي.

مېرمن الیس وایي د نارینه او ښځو د مغزو توپیرونه په زیاته کچه رېښتوني نه وي اونه هم هغه ازموینې چې د داسي پلټنو لپاره ترسره کیږي، پر معلوماتو یې ډېره تکیه کېدای شي.

د بي بي سي د هورایزن په نامه پروګرام زموږ څخه غوښته کړې چې د دې خبرو تر شا ساینسي لاملونه وپلټو، او دا چي نظر مو یو د بل سره توپير کوي نو باید داسي څېړنه وکړو چې زموږ دا نظر تائید کړي.

د کمبریج په پوهنتون کې بارون سایمن وایي، ماغزه دوه ډوله دي، یو هغه چې زړه سوی لري او احساسات پېژني او بل هغه چې سیستماتیک فکر لري یا هم په څېړنه کې ډېر ښه وي.

آیا مغزو ته دغه بڼه ټولنې ورکړې؟

Image caption ډاکټر مایکل موزلي او پروفیسور الایس د بي بي سي له هاریزن پروګرام لپاره د نارینه او ښځینه مغزو په اړه څېړنه کوي

پروفیسر بارن وایي، داسي نه ده، د مور په بطن کې هورمون د مغزونو پر ودې اغیز کوي.

پلټنې وایي، هر څومره چې د مور په بطن کې د ټیسټسټرون هورمون کچه زیاته وي په هم هغه اندازه د ماشوم ټولنیزه وده کمه وي.

موږ په داسې یوه هېواد کې ژوند کوو چې په هرو ۱۰ تنو کې یوه نجلۍ په فزیک کې اې لیول یا لوړه نمره اخلي، ۷ سلنه انجینیراني ښځې دي او نارینه اوس هم د ښځو په پرتله ۲۰ سلنه لوړ عاید لري.

ډاکتر میشل موسلي او پروفیسر آلیس روبرټ دواړه، د نارینه او ښځو د مغزونو د توپیر په هلکه چې ایا ریشتیا د دوی تر منځ فرق شته ، پلټنه کوي.

څېړنې وایي، د نارینه او ښځو په مغزونو د اړیکو څرنګوالی فرق کوي.

په مغزونو کې دننه د اړیکو څرګنوالۍ د یوه ښځي او نارینه پر چلند یا رویه اغېز لري.

خو دا په ډاګه نه ده چې آیا دغه توپیر ذاتي دی که د هغې نړۍ اغیز دی چې زموږ په شاوخوا را ګرځېدلې ده یا هغه ټولنه چې موږ ژوند پکې کوو.

ورته مطالب