اېبولا څنګه نړۍ وترهوله؟

د انځور حقوق AP
Image caption اېبولا د خپلو ناروغانو په سلو کې نږدې ۹۰ تنه وژني، او په یوې هیښندې چټکۍ د وګړو ترمنځ خپرېږي

انسانان د تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو راپه دېخوا د نړۍ ګوټ ګوټ کې وخت ناوخته اېبولا ویروس سره لاس او ګرېوان شوي دي، خو له دې خونړي ویروس نه د رازېږېدلې ناروغۍ اوسنۍ بڼه د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې لکه د ځنګله اور غوندې د افریقا د لوېديځې ډډې هېوادونو کې په خپرېدو ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې تر اوسه نژدې ۴۵۰۰ ناروغانو له دې خونړي رنځ نه ساه ورکړې ده او اټکل کېږی چې تر یوې بلې میاشتې پورې به په ایبولا د ککړو وګړو شمېره تر ۲۰ زرو واوړي.

اېبولا د خپلو ناروغانو په سلو کې نږدې ۹۰ تنه وژني، او په یوې هیښندې چټکۍ د وګړو ترمنځ خپرېږي.

د اېبولا ککړو ناروغانو د شمېرې د ډېرېدو سره ورځ تر بلې د دې شونتیا هم راکمېږي چې دا چست او چټک خپور ویروس دې د افریقا پولو کې دننه ایسار پاتې شي.

تازه راپورونه ښیي چې د امریکا د ځینو ایالتونو سربېره لږ تر لږه په ۲ اروپایي هېوادونو کې هم ایبولا د ګوتو تر شمېره ډېر کسان اغېزمن کړي دي.

په نننۍ نړۍ کې چې د ځمکې مزي تر بل هر وخت نه ډېر لنډ شوي دي، او هېوادنیو پولو خپل پخوانی اغېزمنتوب له لاسه ورکړی دی، نور نو دا شونې نه ده چې انتانی ناروغۍ د نړۍ په یو ګوټ کې ناورینونه وزېږوي، او د نړۍ بل ګوټ کې انسانان د خیر په غونډۍ کېني.

همدغه حقیقت دی چې اېبولا تر بل هرځایه ډېر په لویدیځ کې له روغتیایي چارواکو او ادارو نه وار او پار خطا کړی دی.

اېبولا او نړیوالې اورپکوالې جوته کړه چې نور نو لویدیځ هېوادونه، یا په ټوله کې درسته پرمختللې نړۍ، زیاتي د خپلې تکنالوژي د وسپنیزو دېوالونو شاته خوندي نه دي.

د دې و خت راسېدلی چې ټول ځمکوال خپلې ګټې، او ورپېښ ګواښونه شریک وبولي.

له اېبولا څخه بله راپېښه ترهه دا ده چې په دې وژونکې ناروغۍ اخته وګړي په ډېر دردونکي مرګ مري.

د ژوندانه وروستۍ شېبې یوازې او له کورنۍ نه بېلې تېروي.

د مخنیویز یا وقایوي درملګرۍ د لارښونو سره سم باید په اېبولا ککړ ناروغان قرنطین، او له نورو وګړو جلا وساتل شي.

له مړینې نه وروسته هم خپلوان د جنازې سره ډېر وخت نه شي تېرولی، ځکه چې د مړو جسدونو نه د ناروغۍ د خپرېدو شونتیا ډېره لوړه وي.

لارښونه دا ده چې د اېبولا مړي دې ډېر ژر ښخ شي، او له هغو کلتوري او مذهبي دودونو نه دې ډډه وشي چې د مړي مینځل، ښکلول، او جسد پورې لګېدلو ته په کې اړتیا وي.

دا د ډېرو وګړو لپاره له عاطفي پلوه ډېره ځورونکې ده.

اېبولا لکه بلې هرې ویروسي ناروغۍ د تبې، کانګو، نس ناستي او اندامونو د درد سره پیلېږي، خو ډېر ژر انساني بدن په جدي روغتیایي خړپړتیاوو اړوي، د بدن غړي له کاره غورځوي، او ناروغ بدن کې دننه او د باندې وینه غورځوي.

درملګر او روغتیایي کارکونکي که له یوې خوا د دې ناروغۍ دقیق تشخیص کې ستونزو سره مخ دي له بلې خوا دوی پخپله د دې ناروغۍ ښکار دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption له اېبولا څخه بله راپېښه ترهه دا ده چې په دې وژونکې ناروغۍ اخته وګړي په ډېر دردونکي مرګ مري

تر اوسه پورې اېبولا له لسګونو ډاکټرانو او روغتیایي کارکونکو نه ژوند اخیستی دی.

د نړۍ د ایبولا د تشخیص او درملنې ستر څانګپوه ډاکټر شېخ عمر خان پخپله د ایبولا له رنځه ومړ.

اېبولا تر ننه پورې واکسین نه لري، او یواځینيی درمل چې لا په تجربوي پړاو کې دی او اغېزمنتوب یې لا جوت نه دی په ډېره وړه پیمانه او ګرانه بیه ترلاسه کېدای شي.

په ټوله بریتانیا کې دومره درمل لرو چې ایله د یو ناروغ د درملنې لپاره په ګرانه بس شي.

یوازیني اغېزمن مخنیویز ګامونه دا دي چې د اېبولا ناروغانو او د هغوی له بدني مایعاتو سره تر هغې پورې له لګېدلو نه بشپړه ډډه وشي چې له ناروغۍ نه یې د رغېدو پخلی نه وي شوی.

ځینو هېوادونو پخپلو هوایي، سمندري او ځمکنیو پولو باندې داسې کتنځایونه پرانیستې دي چې له اغېزمن شویو هېوادونو نه رارسېدونکي مساپرو کې د یو شمېر پوښتنو او کتنو په مټ د اېبولا د نښو نښانو پلټنه کوي.

ډېرو کارپوهانو په ورته ګامونو باندې نیوکه کړې ده، او دا یې د ستونزې اساسی حل نه دی بللی.

د دوی په وینا داسې کړه وړه ډېر سرسري او ناعملي دي، او ستونزه په کار ده بېخ کې وچه شي.

افغانستان او د اېبولا ننګونه

افغانستان د لویدېځې افریقا له هېوادونو سییرالیون، لایبریا، مونرویا او ګینیا سره د وګړو پراخ تګ راتګ نه لري، نو له همدې کبله کېدای شي افغانستان ته د اېبولا د لېږد شونتیا ټیټه وبلل شي.

خو د اوس لپاره افغانستان ته د ایبولا شونې او بېړنۍ ننګونه له حج نه د راستنېدونکو حاجیانو د روغتیا ده.

مکه مکرمه کې د نړۍ له هر ګوټ نه ملیونونه وګړي په یوه پرتلیزه توګه وړه سیمه کې راټولېږي، او ناشوونې نه ده چې له دې لارې ایبولا نورې مسلمانې نړۍ ته ګواښ ولېږدوي.

له نېکه مرغه د افغانستان حکومت په دې اړه ګامونه اخیستي دي، او په هوایي ډګرونو کې یې د حاجیانو د کتنې ژمنه کړې ده.

نور اړین ګامونه دا دي چې حاجیانو او کورنیو ته یې د ناروغۍ د نښو نښانو په اړه اړین او آسانه مالومات، مخنیویزې لارښوونې، او درملیزې لارې چارې ورپه ګوته شي.

په ټولیزه توګه باید د افغانستان روغتونونه، او د ساري ناروغیو درملڅانګې، درملګر، او روغتیایي کارکونکي د ایبولا په اړه اړینه روزنه ترلاسه کړي، ځکه چې دې خونړي وایرس لا پخوا د ډېرو ځواکمنو هېوادونو پولې ماتې کړي دي.

ورته مطالب