د مایکروسافټ ځیرک لاسبند

Image caption که مو دغه آله په لاس وي نو خوب مو څاري چې آیا خوب مو پوره دی او کنه د کم وخت لپاره ويده شوي یاست

آیا د بدن ځواک او روغتیا په اړه مو اندېښمن یاست؟

غواړئ یوه داسې تخنیکي آله وکاروئ چې د بدن ځواک په اړه مو مالومات درکړي؟

دا دی اوس د ځینو نورو شرکتونو په څېر د امریکا د ټکنالوژۍ سترې کمپنۍ مایکروسافټ هم نوی ځیرک لاسبند بازار ته وړاندې کړی.

دنده یې څه ده؟

که مو په لاس وي نو هر وخت مو د بدن ځواک څاري او مالومات یې له تاسو سره شریکوي.

له تېر څه وخت راهیسې په ټکنالوژۍ تکیه ډیره شوې.

د ټکنالوژۍ ډیریو کمپنیو د بدن ځواک او روغتیا د مالومولو او څارلو اړوند ځیرک لاسبندونه جوړ کړي.

مایکروسافټ هم اوس دغې میدان ته ور ودانګل.

که مو دغه آله په لاس وي نو خوب مو څاري چې آیا خوب مو پوره دی او کنه د کم وخت لپاره ويده شوي یاست.

د روغتیا په اړه مو هم درسره مالومات شریکوي او د دې تر څنګ د ورزش پر مهال ستاسو د بدن خوځښت څاري او مالومات یې مخامخ ستاسو ځیرک ټیلیفون ته درلېږي.

د مایکروسافټ دغه لاسبند د دې کمپنۍ په انلاین پلورنځۍ کې په ۱۹۹ امریکايي ډالره پېرلی شئ.

دغه آله که یو ځل چارج کړئ نو تر دوه ورځو درته کار کوي.

په لسو بېلا بېلو سانسورونو سمباله ده او د زړه حرکت، د بدن انرژي او ذهني ارامتیا په اړه مالومات درکوي.

تر دې وړاندې د روغتیا او بدني ځواک د څار په برخه کې مشهورو کمپنیو اپل، سامسنګ او ګوګل هم بېلا بېلې تخنیکي آلې جوړې کړي.

ورته مطالب