خلافت څه دی او جذابیت ېې په څه کې دی؟

د ۲۰‍۱۴ کال په جون کې داسلامي دولت مشر ابوبکرالبغدادي دسورېې اوعراق په ځینو سیمو کې اسلامي خلافت اعلان اوځان ېې د هغې مشر ونوماوه.

د بي بي سي یوژورنالیست ادوارد ستورتن د اسلامي خلافتونو تاریخ ته لنډه کتنه کړې او د دې پوښتنې ځواب لټوي چې خلافت څه شی دی اوجذابیت ېې په څه کې دی؟

کله چې د روان کال په جون کې د اسلامي دولت ډلې د خلافت اعلان وکړ او ابوبکر البغدادي خپل ځان ته دخلیفه لقب ورکړ، هغه نظریه ثابته شوه چې وايي دا ډله د واک تږې او د سترو کارونو ترسره کولو هیلې لري.

البغدادي په ټینګار سره وویل چې د ده خلافت ته بیعت کول د ټولو مسلمانانو یوه دیني وجیبه ده.

خو د ده دا خبره سملاسي په ټول منځني ختیځ کې د یولړغندنوسره مخامخ شوه.

خو آیا د دې اسلامي دولت له پامه غورځول خطرناکه نه دي؟

د البغدادي ظالم رژیم د هغه اسلامي خلافت سره هیڅ ورته والی نه لري چې د اسلام په لرغوني تاریخ کې موجود و.

وروستی خلافت چې د عثماني ترکانو و،۹۰ کاله پخوا له منځه یوړل شو.

د ګالوپ موسسې له خوا د ۲۰۰۶ کال په یوې سروې کې چې د مصر، مراکش، اندونیزیا او پاکستان په مسلمانانو کې ېې کړې وه، دوه په دریمه برخه ګډون کوونکو ویلي چې په یو نوي خلافت کې د ټولواسلامي هیوادونو د یوځاې کیدو د هدف ملاتړ کوي.

خو، ولې دومره ډیر مسلمانان د دغسې یو ظاهرا خیالي فکر پلوي کوي؟

د دې پوښتنې ځواب د خلافت په تاریخ کې موندلی شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۴ کال په جولاې کې د لومړي ځل لپاره د عراق د موصل په ښار کې په یوې عمومي غونډې کې وینا وکړه

په عربي ژبې کې خلیفه د نماینده یا ځاې ناستي معنا لري او په قرآن شریف کې صرف د حکومت له نظرېې سره تړاو ورکړل شوی.

ویل شوي چې آدم، اوبیا داود او سلیمان، د ځمکې پر مخ د خداې (ج) خلیفه ګان و، او کله چې په ۶۳۲ کال کې حضرت محمد (ص) وفات شو دخلیفه لقب داسلامي ټولنې د مشر په توګه د هغه ځای ناستي ته ورکړل شو،چې د۴ خلفاې راشیدین له جملې څخه لومړی کس و.

هغوی په دریو لومړیو لسیزو کې د اسلامي نړۍ مشرتوب کاوه.

رضا پانکهرست، د ’حتمي خلافت’ په نامه د کتاب مولف وایې ۴ واړه خلفاې راشدین د خلکو دعمومي رضایت سره سم ټاکل شوي و.

خلیفه دخلکوپه خوښه ټاکل شوی و.

د خلک وپه وړاندې مسوله و او اسلامي قانون ېې عملي کاوه.

رضا پانکهرست وايي ريښتیانی خلیفه له قانونه لوړ نه و.

شیعه مسلمانان بیا وايي چې دوو لومړیو خلیفه ګانو، د پیغمبر د تره ځوی، علي د مشر تابه د ادعا پر خلاف کودتا وکړه.

د لومړي خلافت په اړه دا مناقشه د اسلام دننه د یوه تل پاتې اختلاف سرچینه ګرځیدلې.

خو د اوسنيو سني مسلمانانو لپاره چې زیاتره ېې د مطلقه رژیمونو لاندې ژوند کوي، د خلافت نظریه چې د خلکو په رضا د یو حکومت د اصل پر بنسټ بنا شوې، ښايي یو پیاوړی جذابیت ولري.

د خلافت د جذابیت یوه بله مهمه سرچینه د مسلمانانو د تیرعظمت یا ستروالي خاطرې دي.

د خلفاې راشدین نه وروسته د اومیه او عباسي امپراتوریو خلافتونه راغلل.

تاریخ پوه پروفیسر هیوکنیډي واېې د اسلام د پیغمبر له مړینې اویا کاله وروسته، اسلامي نړۍ له هسپانېا نیولې ترمراکش، منځنۍ آسیا او د پاکستان تر ځینو برخو غځیدلې وه.

دا ستره امپراتورۍ ټوله د یوه واحد مسلمان مشر تر کنترول لاندې وه.

د مسلمانانو همدا یووالی او د حاکمیت کچه وه چې اوس ېې ډیر خلک ارمان کوي.

د انځور حقوق ALAMY

د اسلامي طلايي عصر یوه نښه ستر فکري او کلتوري نوښتونه و، بغداد کې د عباسیانو دربار ادبیاتو اوموسیقي ته ارزښت ورکاوه، په طبابت، ساینس او ریاضیاتو کې ېې نړۍ بدلوونکي پرمختګونه کړي و.

د دغو سلسلو حکومت دومره ګړندی پراخ شو چې د یوې کورنۍ یا یوه نسب لپاره ګرانه وه چې

د مسلمانانو تر لاس لاندې ټولې ځمکې کنترول کړي.

د واکمنۍ ټوټه ټوټه کیدل نه یواځې د یوې کورنۍ سلسلې لپاره یوه سیاسي معضله وه بلکه د خلافت د نظرېې لپاره هم یوه ایډیالوژیکي ننګونه وه.

دخلیفه شته والي، اتحاد او ځواکمني رامنځته کړې وه، خوڅه باندې یوه پیړۍ وروسته په نړۍ کې بیل بیل خلافتونه چې ځینو ېې حتی یو له بله سره سیالي کوله رامنځته شول.

د سني مسلمانانو یودیني عالم، شیخ رضوان محمد وايي کله چې د ځمکې پر مخ دوه خلیفه ګان موجود وي او هر یو ېې ځان د مسلمانانو نماینده او د ځمکې پر مخ د خدای سیوری بولي.

مسلمانان یوه پراګماتیکه یا عملي تګلاره غوره کوي او په یو وخت کې د دوو خلیفه ګانو شته والی مني- اوداخبره داسلامي عالمانولپاره هم دمنلووړده.

په ۱۲۵۸ کال کې د مغولو له خوا د بغداد کلابندي

د انځور حقوق ALAMY
Image caption په ۱۲۵۸ کال کې د مغولو له خوا د بغداد کلابندي

عباسي خلافت ۵۰۰ کاله دوام وکړ او په ۱۲۵۸کې په وحشتناک ډول پاې ته ورسید.

کله چې مغولي ځواکونو بغداد ونیوه، وروستی خلیفه ېې په یوه ټغرکې وپیچه او د آسونو تر پښو لاندې ېې وځپه او مړ ېې کړ.

عجیبه دا ده چې دا کار ېې د درناوۍ یوه نښه بلله ځکه چې مغولو باور درلود چې د سترمقام درلودونکي کسان باید په داسې ډول ووژل شي چې وینه ېې تویه نشي.

خوسره له دې، د خلافت موسسه او د خلیفه لقب له منځه لاړه نه شو، د عباسي کورنۍ ځینې غړي د مملوک واکمنو له خوا چې هغه وخت د سني مسلمانانو ستر اسلامي ځواک و، د تش په نامه خلیفه ګانو په توګه و ټاکل شول.

داخلیفه ګان په حقیقت کې دمملوک کورنۍ له خوا مقرر شوي کسان و.

د۱۶مې پیړۍ په لومړیوکې، عثماني پاچاهانو هم ځانته د خلیفه لقب ورکوه، چې د یو نوي اسلامي نړیوال ځواک په توګه ېې ۴۰۰کاله حکومت وکړ.

خلافت، په پاې کې، د معاصرې ترکېې پلار، کمال آتاتورک له خوا په ۱۹۲۴کې له منځه یوړل شو.

هغه باور درلود چې د خلافت د موسسې له منځه وړل د هغه د مبارزې لپاره مهم و، چې غوښتل ېې

د عثماني امپراتوري پاتې شوې برخه د شلمې پیړۍ په یو سکیولر دولت باندې بدله کړي.

د عثماني دولت وروستی خلیفه له استانبول نه وشړل شو، او په پاریس کې ېې د جلاوطنۍ ژوند تیروه.

Image caption مصطفی کمال آتاتورک

د خلافت موسسې ۱۳۰۰کلن تاریخ درلود او د هغې له منځه وړلو د مسلمانانو په فکري ژوند باندي ژور اغیز وکړ.

سلمان سید، د بریتانیا د لیډز پوهنتون استاد چې د خلافت په اړه ېې لیکنې هم کړیدي، کمال آتاتورک له خوا د خلافت له منځه وړل د بریتانیا د یو پاچا، لومړي چارلز، د وژلو سره پرتله کوي.

لومړی چارلز په ۱۶۴۹ کې د پارلمان له خوا اعدام شو او مطلقه پاچاهې نظام په مشروطه پاچاهي نظام بدل شو.

دغې پیښې د پارلمان او پاچا د رول په اړه ژورې پوښتنې راپورته کړې.

سلمان سید واېې په همدې ډول اسلامي عالمان په ۱۹۲۰موکلونوکې ناڅاپه د یو لړ داسې ژورو پوښتنو سره مخامخ شول چې پخوا ېې هیڅکله نه وې اوریدلې.

’’آیا مسلمانان باید یو اسلامي دولت کې ژوند وکړي؟ دا دولت باید څرنګه یو دولت وي؟

د شلمې پېړۍ په نیمايي کې ځینې مشرانو لکه د مصر جمال عبدالناصر دغو پوښتنو ته ځینې ځوابونه وړاندې کړل.

د پان عربیزم یا د ټولوعربو د یووالي ایډیالوژۍ د سکیولر خلافت یا پر دین نه ولاړ خلافت نظریه رامنځته کړه، او په ۱۹۵۰مو کلونو کې جمال عبدالناصر د عربو متحد جمهوریت په نامه یو دولت جوړکړ، چې مصر او سوریه ېې سره یوځای کړل.

خو په منځني ختیځ کې د اسراییلو د دولت په جوړیدو سره هرڅه بدل شول.

رضا پانکهرست وايی پان عربیزم د اسراییلو د پوځي قوت له امله له منځه لاړ.

هغه وايی پان عربیزم خپل مشروعیت له دې نه اخیسته چې غوښتل ېې عرب خپل له ویاړه ډک دریځ ته ورسوي اوفلسطین آزاد کړي.

خو، کله چې د ۱۹۶۷کال په شپږ ورځېنۍ جګړې کې عربوماته وخوړه د پان عربیزم نظریې ناکامي هم ورسره څرګنده شوه.

رضا پانکهرست د حزب التحریر سره تړاولري.

داسازمان په ۱۹۵۰موکلونوکې جوړشو اوغوښتل ېې چې دخلافت دبیا رامنځته کولولپاره مبارزه وکړي.

رضا وايی دا نظریه ځکه بیا راژوندۍ شوه چې ډیر خلک د هغو سیاسي نظامونو څخه ناراضي او مایوسه و چې زیاتره مسلمانان په کې ژوند کوي.

هغه وايی، کله چې خلک د خلافت په هکله غږیږي، هغوی د اسلامي قانون له مخې د خلکو په وړاندې د یو حساب ورکونکي مشر اوعدالت په هکله فکر کوي.

دا د راز راز دیکتاتورانو، پاچاهانو، ظالمو دولتونو او رژیمونو سره چې هیڅ ولسي مشروعیت نه لري، دیر توپیر لري.

د حیرانتیا وړ نه ده چې هغو رژیمونو چې د شلمې پیړۍ په وروستیو کې په منځني ختیځ کې

موجود و، د حزب التحریر ایډیالوژي نه خوښیده.

پانکهرست تقریبا ۴ کاله د مصر په یوه بندیخانه کې تیرکړل.

د عرب پسرلي په لومړیو ورځوکې، د تونس، مصراو لیبیا په شان هیوادونو کې انقلابونه،

په لویدیځو پایتختونو کې داسې تعبیر شول چې د مسلمانانو راتلونکی په دموکراسۍ کې نغښتی دی.

خو، وروسته ولیدل شول چې مصر کې د جنرال الفتاح سیسي تر مشرۍ لاندې پوځ له خوا د اخوان المسلمین حکومت چې په د موکراتیکه توګه د خلکو له خوا انتخاب شوی و، له منځه یوړل شو.

Image caption د مصر لیرې کړی شوی جمهور رییس، محمد مرسي، د تورنو د محاکمې په قفس کې

د بریتانیا د لیډز د پوهنتون استاد، سلمان سید وايي ډیرخلک به وايي چې د اسلامي دولت ډله د السیسي د کودتاه سره پیل شوه.

هغه وايي اوس موږ په ډیرو حکومتونو کې چې پرمسلمانو خلکو حکومت کوي د مشروعیت یوه خلا یا تشه وینو، دا تشه د ډکیدو په حال کې نه ده.

مسلمانان ځکه د خلافت په هکله فکر کوي چې غواړي خپلواکي ولري او وکولای شي خپل تاریخ په خپله ولیکي او زه فکرکوم چې خلافت د دې کار لپاره یوه وسیله ده.

ډیری کلاسیک سني عالمان خلافت یوه سیاسي پروژه نه بولي.

د مثال په توګه، شیخ رضوان محمد استدلال کوي او وايي چې خلافت په حقیقت کې یو روحاني بنسټ لري.

هغه وايی زه فکرکوم چې اسلامي دولت باید له داخل نه رامنځته شي او له هرڅه نه مخکې د فکر او روح سره تړاو ولري.

د خلکو یو ډیر لوی اکثریت او حتی هغه چې یو نوی خلافت یو واقعبینانه سیاسي هدف بولي، د تاوتریخوالي اوخشونت نه ډک او له ځانه جوړکړی اسلامي دولت په بشپړه توګه غندي.

خو، د اسلامي دولت ډلې (IS) په ډیر مهارت سره د خلافت د تاریخ ځینو هغوعناصرو څخه ګټه اخیستې چې ددوۍ دهدف سره سمون لري.

تاریخ پوه هیو کینیډي وايی، داسلامي دولت ډلې جنګیالیو توررنګه یونیوفورم او بیرغ قصدا د دې لپاره غوره شوی چې د اتمې پیړۍ د عباسي د ورې د تورو چپنو سره ورته والی لري اوپه دې توګه د اسلام طلايي عصر خلکو ته ور په یادوي.

همداراز د اسلامي دولت لومړی لقب چې د عراق اوشام اسلامي دولت نومیده، خلکو ته هغه ورځې په یادوي چې د عراق او سورېې تر منځ سرحد نه و موجود، اودواړه هیوادونه د یو ستر اسلامي خلافت برخه وه.

خو د اسلامي دولت ډلې بریالیتوب، په یو وحشتناک ډول دا خبره په ډاګه کوي چې د اسلامي خلافت هیله او ارمان څومره بیړنی او پیاوړی شوی دی.

د اسلامي دولت پروژه یقینا د واک لپاره تنده او د لرغونو سترو کارونو د ترسره کولو خیالي فکرونه لري، خو پر داسې یوې نظرېې باندې ېې بنا کړې دي چې خیالي نه ده.

ورته مطالب