په پاکستان او افغانستان کې د نشه يي توکو استعمال

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا وخت چې په پاکستان کې د نشې کوم زیات استعمال دی، په دغه استعمال کې اوس تعلیمي ادارې هم شاملې دي

په پاکستان کې د کلاشنکوف کلچر سره جخت د چرسو، پوډرو، هیروینو، افیمو او نورو نشه یي څیزونو استعمال د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې ډیر شو.

دا هغه وخت زموږ د اقتصاد بنیاد وګرځید چې واړه سمګلران ډیر غټ شول.

دا لویه لوبه اوس د درملو په شکل کې هم جاری ده، د دوایانو لوی لوی کاروباریان په درانه کمیشن خپلی دوایانی د صحت په لویو لویو روغتونونو کې ځایوی.

که د چا زړه ښه وي که بد وي، خو دغه دوایانی به اخلي او د ډاکټرانو په نسخه به ییې استعمالوي.

بل خوا د بهرنیو ملکونو ملټي نیشنل کمپنۍ پاکستان ته راغلي، ځکه چي دغه ملټي نیشنل کمپنۍ په امریکا او اروپايي ملکونو کې هغه ټیکسونه او خرچي نشي ادا کولی.

نتیجه داده چي دلته نه د نشه یي توکو په استعمال څه پابندي شته، نه په جعلي دوایانو څه بندیز شته، نه ټیکسونه او نه د فضا د ککړتیا څه ویره ترهه شته.

دا وخت چې په پاکستان کې د نشې کوم زیات استعمال دی، په دغه استعمال کې اوس تعلیمي ادارې هم شاملې دي.

د مختلفو تنظیمونو د تحقیقاتي رپوټونو او تجزیو په رڼا کې معلومه شوې ده چي د پاکستان په لویو لویو تعلیمي ادارو کې طالب علمان هلکان او نجونې د نشې استعمال کوي.

د ملګرو ملتونو د نشو د مخ نیوي ادارې په یو تجزیاتي رپورټ کې ویلي و چې ۲۲ سلنه ښځینه هغه دوایانې استعمالوي چي نشه په کې زیاته وي لکه کف سیرپ (د ټوخي شربت).

د ټاکلي(خوراک) ډوز نه زیات کف سیرپ استعمال سره هغوی د نشې ضرورت پوره کوي.

دا دوایانې لکه د نورو ډیرو دویم نمبر دوایانو په شان په ټول ملک کې مقامي سطح باندي تیاریږي لکه چي څنګه ګرمیانو د موسم د پاره مختلف مشروبات تیاریږی دغه شان دوایانې هم د خیر په ځايي بې خیري او نقصان ورکوي.

عجیبه دا ده چې په دغه ټولو غلطو کاروبارونو باندې حکومتي چارواکي او د دې د مخ نیوي ټولې ادارې خبرې دي خو هیچا ته لاس نه وراچوی ځکه چې دغه ټول غیر قانوني، غیر اخلاقي او غیر انساني کاروبار کې ککړ خلک د دې د پاره په لویه پیمانه بډې رشوتونه ورکوي.

د پاکستان د لارې دغه ټول غلط کاروبار اوس ډیر په اسانه افغانستان ته داخل شوی دی.

د پنجاب لوی لوی دویم نمبر کاروباریان اوس په افغانستان کې دا عملیات ډیر په اسانه کوي.

په دغه کاروبار کې پنجاب د افغانستان غلط کاروباري خلک ځان سره شامل کړي دي.

له افغانستانه چې به کوم خلک دغه شیانو اخېستو د پاره پاکستان ته راتلل او د پنجاب پورې به یی لارې وهلې اوس یی ټول پنجاب ځان ته نږدې کړی دی.

ددې ناولي کاروبار د پاره چې په پاکستان کې چاته کوم بندیزونه شته د پاکستان په نسبت په افغانستان کې هغوی ته دا مشکلات نشته، دوی ډیر په اسانه بغیر د څه مخ نیویي خپل هدف په اسانه پوره کوي.

د پاکستان د نشه ایز څیزونو د استعمال دا رفتار ډیر په تیزۍ خوریږي چې د نوي دور نویو تقاضو تر مخه ورته شوخي مستی او د ماډرن سوسایټی نوم ورکوي.

خو دا نشه ایز څیزونه یې وروستو ضرورت وګرځي او دغه شان تعلیمي ادارې هم د دې څخه محفوظ پاتی نشوې!!

د سوات د تیرو جریانونو په رڼا کې دا هم معلومه شوې وه چې په سوات کې د دغو نشه ایز څیزونو کمی راغلی و.

د نشط دوایانی کمېدو وجه دا وه چی په خلکو کې ټینشن، ذهني دباو، اعصابي تکلیف ویره ترهه دومره زیاته شوه چی خلکو به د خوب ګولی استعمالولی او دغه شان په کورونو کې ښځینه هم د نشه ایز څیزونو د استعمال عادي شوې!!!

دا وخت نه یواځې پاکستان او د پاکستان په لاره پښتونخوا او د پښتونخوا په لاره افغانستان د دې افت او مصیبت نه محفوظ پاتې نه دی.

د علاج په نوم دا خواږه ذهر ختمول په کار دي.

د کاروبار په نوم تورې دندې له منځه وړل په کار دي .

دواړو غاړو ته چط اوس چارواکی د امن په دوه اړخیزه معاملو خبرې کوی باید چط دا زهرناک کاروبار هم په نظر کې ولري.

ورته مطالب