نوې څېړنه: نوکریوالي (شېفټ کار) مو ماغزه ژر زړوي

Image caption څېړنپوهانو په ډاګه کړې هغه کسان چې تر یوې لسیزې شفټ کار (نوکریوالي) وکړي نو ماغزه یې تر نورو ۶ کاله ډېر زړېږي

د ساینس پوهانو یوې نوې څېړنې ښوولې هغه کارګر چې د دندو مهال یې مالوم نه وي، کله د شپې، کله د ورځې او یا هم بېلا بېل ساعتونه کار کوي د وخت په تېرېدو یې ماغزه کمزوري کېږي.

د دغې نوې څېړنې جزیات په "اکیوپېشنل اېنډ اېنوایرمېنټل مېډېسن" جریده کې خپاره شوي.

څېړنپوهانو په ډاګه کړې هغه کسان چې تر یوې لسیزې شفټ کار (نوکریوالي) وکړي نو ماغزه یې تر نورو ۶ کاله ډېر زړېږي.

خو ښه خبره په کې دا ده، که مو بېرته عادي ساعتونه کارپیل کړ نو ماغزه مو هم بېرته عادي حالت ته راستنېږي خو البته په دې چاره کې پنځه کاله موده اوښتی شي.

ساینس پوهانو ویلي چې دغه نوې څېړنه د ډېمېنشیا ناروغۍ په درملنه کې مرسته کولی شي ځکه د ډېمېنشا په ناروغۍ اخته کسانو خوب هم د نوکریوالانو په څېر نه پوره کېږي.

داسې وانګېرئ چې د انسان په بدن کې یو طبیعي ساعت ځای پر ځای دی او دنده یې دا ده چې د ورځې په اوږدو کې مو فعال وساتي او د شپې مو په خواږه خوب ویده کړي.

خو که موږ د بدن د دې طبیعت پر خلاف ولاړ شو، شپه ويښ او د ورځې خوب وکړو نو ډېر امکان شته چې د انسان پر روغتیا ناوړه اغېزې پرې باسي.

چاغوالۍ، د تیونو سرطان او د مغزو کمزورتیا هغه ناروغۍ دي چې د شپې کار له امله تر انسان اغېزمنېدای شي.

که څه هم د عمر په تېرېدو د ماغزو کمزورتیا یا زړښت طبیعي خبره ده خو ساینس پوهان وايي چې د شفټ کارونه له امله د انسان ماغزه تر عادي حالته ژر زړېږي.

دغه څېړنه په فرانس کې پر ۳۰۰۰ بېلا بېلو کسانو ترسره شوه.

څېړنه کې جوته شوه هغه کسانو چې تر لسو کلونو یې د شپې نوکریوالي کړې وه د نورو کسانو په پرتله یې ماغزه د ۶ کالو تر مودې ډېر کمزوري شوي و.

ډاکټر فلپ ټکر له سوانزي په دغه څېړنه کې برخه اخېستې وه. نوموړي بي بي سي ته وویل:

|"دا د انسان ماغزو ته یو لوی تاوان دی. امکان دې ولري هغه کسان چې ذهني یا فکري کار کوي ډیرې تېروتنې وکړي او په دې تېروتنو کې کله کله لویه تېروتنه هم راځي چې عواقب یې پراخ وي"

نوموړي زیاته کړه:

"که زما په وس کې وي نو هېڅکه به هم د شپې کار ونه کړم، خو د شپې کار زموږ د ټولنې اړتیا ده. که له یوه اړخه روغتیا ته تاوان دی له بله اړخه له دې پرته زموږ ټولنه نيمګړې ده"

ورته مطالب