"خلک راته اېبولا وايي"

Image caption "دوی پر ما ټوکې کوي، ښکنځل راته کوي او کله کله خو مې د وهلو هڅه هم کوي"

د جنوبي افریقا په سیئرالیون کې چې کله مریاتو کابو له خپل کوره بهر ووته نو خلکو ورپسې نعرې کړې، اېبولا اېبولا..

د سیئرالیون فري ټاون په دې بې وزلې سیمه کې ډېر خلک په دې آند دي چې کابو د خپلې نوې دندې له امله ښايي د اېبولا ویروس خپور کړي.

د شپږو بچو مور ۳۷ کلنه کابو وايي

"دوی پر ما ټوکې کوي، ښکنځل راته کوي او کله کله خو مې د وهلو هڅه هم کوي"

اغلې کابو دوه اونۍ وړاندې د سرې مایشت هغې ډلې سره کار پیل کړ چې د اېبولا له لاسه وژل شوي خلک خښوي.

کابو وايي

"خلک که راته هر څه ووايي، که د اېبولا په نوم مې یادوي او که هر څه. زه له ځانه سره وایم کا زه دا کار ونه کړم نو نور به یې څوک کوي؟"

د سيئرالیون په یوه بله سیمه واټر لو کې د کابو د ډلې مشر وايي د اېبولا ناروغۍ له امله دوه نور کسان هم وژل شوي دي. دا سیمه اېبولا ډېره ځپلې ده.

Image caption "زه چې کله د شپې ویدېږم نو د ټولو مړو شویو کسانو څېرې مې ذهن کې اوړي رااوړي. ویروونکي خوبونه ګورم"

د دوی ډله هغې سیمې ته د ورتلو لپاره چمتوالی نیسي.

کابو او ډله یې لسو دقیقو کې سیمې ته ورسېدل.

کابو تر نورو دمخه کور ته ورننوته:

"کله چې هم یوه مېرمن مري نو زه تر ټولو لومړۍ ورځم او په مړي یې څادر خپروم چې د ډلې نور نارینه غړي یې په بربنډ حالت کې ونه ویني. همدا لامل دی چې زه له دې ډلې سره کار کوم"

په لسو دقیقو کې یې ټیم کار پوره کړه، دواړه مړي یې په موټر کې واچول او له هغه ځایه روان شول.

کابو وايي: "زما لپاره دا کار اسانه نه دی، زه ډېره وېرېدلې یم. مړه شوې مېرمن یوه پېغله نجلۍ وه"

"زه چې کله د شپې ویدېږم نو د ټولو مړو شویو کسانو څېرې مې ذهن کې اوړي رااوړي. ویروونکي خوبونه ګورم"

ورته مطالب