د کولمبیا حکومت او یاغیانو تر منځ سوله به هیواد څومره بدل کړي؟

Image caption جمهور رییس سانتوش د ۲۰۱۴ په جون کې د دې ژمنې سره بیا وټاکل شوچې د فارک یاغیانو سره به د سولې خبرې پر مخ بوزي

د کولمبیا حکومت او د هېواد د سترې یاغي ډلې، د کولمبیا انقلابي وسله وال ځواکونو (فارک) ترمنځ د سولې خبرو اترو هدف د هیواد د ۵۰ کلنې کورنۍ جګړې ختمول دي.

دوه کاله کیږي چې داخبرې اترې روانې دي.

له هغې راهیسې چې د ۲۰۱۲ په اکتوبر کې د ناروې په اوسلوکې رسمي خبرې پيل شوي دواړه خواوې د خبرو د آجندا له ۶ ټکوڅخه پر ۳ ټکو باندې موافقې ته رسیدلي دي.

د کولمبیا جمهوررییس خوان مانویل سانتوش وايي هیله لري چې د کال ترپایه د روغې جوړې سند لاسلیک شي، خو یاغیانو په دې وروستیو کې پر حکومت تور لګولی چې په خبرواتروکې بیړه کوي.

په داسې حال کې چې خبرې اترې اوس ۳۰م پړاو ته رسیدلي او د یاغیانو بریدونه دوام لري، د پخوانیو خبرو اترو برخلاف دواړه خواوې تراوسه پر یو اوربند نه دي سلا شوي.

د کولمبیا خلک په زیاتیدونکي توګه د ولسمشر د ګړندي مهال وېش په هکله شکمن دي.

د کولمبیا وسله واله نښته

  • شاوخوا ۲۲۰۰۰۰ وژل شوي
  • څه باندې ۵ ملیونه دهیواد دننه بې ځایه شوي
  • په ۲۰۱۲ کې ۲۳۰۰۰۰ له خپلو کورونو تښتیدلي
  • ۶،۲ میلیونه راجسترشوي قربانیان دي
  • دفارک دیاغیانو تقریبا ۸۰۰۰ کسان تراوسه جګړې ته دوام ورکوي

د معلوماتو سرچینه: د کولمبیا حکومت

په همدې ترڅ کې ولسمشر سانتوش هڅه کوي چې د جګړې نه وروسته کولمبیا د بیا رغونې لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.

که چیرې د سولې یو دایمي تړون لاسلیک شي نو د هیواد حالات به څومره بدل شي؟

اقتصاد

ولسمشر سانتوش وايي چې سوله به دهیواد اقتصاد پیاوړی کړي.

Image caption دکولمبیا د تیلو صنعت یوله هغو څانګو څخه دی چې د یاغیانو د بریدونو له امله اغیزمن شوي دی

په داسې حال کې چې په تیرې لسیزې کې د کولمبیا اقتصادی وده ۴٪ وه، څیړونکي وايي که وسله واله نښته نه وای نو د اقتصاد وده به دوه چنده زیاته وای.

د کولمبیا د څیړنو مرکز وړاندوینه کوي چې د سولې د روغې جوړې په نتیجې کې به هیواد کې د بیکارۍ اوغریبۍ کچه کمه شي او د خلکو د ژوند په کیفیت کې به ښه والی راشي.

بیکارۍ اوبې روزګارۍ د کولمبیا یوه ستره ستونزه ده، په ۲۰۱۱ کال کې د کولمبیا د بېکارۍ کچه په لاتینې امریکا کې تر ټولو لوړه وه.

د کولمبیا د څیړنو مرکز وايي د وسله والې کورنۍ لانجې ختمول به په هغو سیمو کې د پانګونې امکانات ډیر کړي چې پخوا په کې د امنیت د نشتوالي له امله پانګوالو پانګې اچونې ته زړه نه ښه کاوه.

سوله به په دغو سیمو کې د ځمکو او شتمنیو ارزښت لوړ کړي.

خوسوله او هغه څه چې د کولمبیا سیاستوال یې د لانجې وروسته د بیارغونې پروسه بولي بې لګښته نه وي.

روې باریراس، د کولمبیا په سنا کې د سولې د کمیسیون یومشر وايی په راتلونکې یوې لسیزې کې به ۴۵ملیاردو ډالروته اړتیا وي.

هغه وايی، د هغوسیمو د بیارغونې په خاطر چې پخوا په کې د اوږدې مودې لپاره حکومتي ادارې نه وې، د ځمکو د ویش، ثبت او مدیریت او همداراز د محلي حکومتي ادارو او کرهنې لپاره به سترو پانګو اچونوته اړتیا وي.

ښاغلي باریراس د یوې څیړندویه ادارې د ارقامو پر بنسټ د سنا مجلس ته وویل چې د لګښتونو ترڅنګ به هیواد د پانګوالو د مالیو له پلوه تقریبا ۴۹ ملیارده ډالره ترلاسه کړي.

د بوګوتا د آندس په پوهنتون کې د مخدره موادو او امنیتي څیړنو د مرکز مشر ډانیل میا وايي چې د سولې د معاملې لګښتونه به په لسو کلونو کې بیرته پوره شي.

هغه وايی دسولې تړون ته باید د یوې پانګې اچونې په توګه وکتل شي، لګښتونه ېې ډیر دي خو په منځنۍ اواوږدې مودې کې ېې ګټې هم ډیرې دي.

امنیت

دوه کاله کیږي چې د سولې خبرې اترې دوام لري خو د یو دوه اړخیزه اوربند په رامنځته کولو نه دي بریالي شوي.

Image caption د کولمبیا دامنیتي ځواکونو د تخمین له مخې فارک تر اوسه ۸۰۰۰ فعال جنګیالي لري

جمهوررییس سانتوش وايي هغه اوربند چې د۲۰۰۲ کال د خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوی و، یاغیانوته دا امکان ورکړچې ځان بیا په وسلو ښه سمبال اوپیاوړی کړي.

په داسې حال کې چې د کیوبا په پلازمینې هاوانا کې د سولې خبرې روانې وې، د یاغیانو بریدونو دوام درلود.

بوګوتا کې یوغیرحکومتي سازمان، د سولې او بیا پخلاینې موسسه وايي په ۲۰۱۳ کې په منځنۍ توګه هره میاشت د فارک یاغیانواو حکومتی ځواکونو ترمنځ ۱۸۲ نښتې شوي.

دواړو خواوو ویلي چې د دایمې سولې تړون به یو فوري اوربند او د وسلو د له منځه وړلوسبب شي.

امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د دایمي سولې د تړون تر رامنځته کیدو پورې د یاغیانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي د سولې او بیا پخلاینې موسسې ارقام ښيي چې په تیروخت کې د فارک یاغیان خپلو یو اړخیزه اوربندونو ته وفاداره پاتې شوي.

دا خبره په دې معنا ده چې پرهغوحکمونوباندې چې په هاوانا کې د فارک د مرکچیانو له خوا خپلو

Image caption امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د دایمي سولې د تړون تر رامنځته کیدو پورې د یاغیانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي

جنګیالیو ته صادریږي عمل کیږي او دا د سولې د راتلونکې لپاره یوه ښه نښه ده.

خو، فارک یواځینۍ ډله نه ده چې د کولمبیا د امنیت لپاره ېې ستونزه پیدا کړي.

د کولمبیا دویمه لویه یاغي ډله، دملي آزادۍ پوځ(ELN) دی چې تقریبا ۱۵۰۰جنګیالي لري.

دغې ډلې هم د حکومت سره د سولې ځینې لومړنۍ خبرې اترې پیل کړي دي.

Image caption د ملي آزادۍ پوځ یاغیانو او د حکومت تر منځ د سولې لومړنۍ خبرې اترې شوي دي

خو، یو شمیرنورې جګړه مارې جنايی ډلې هم شته چې د خلکو نه په زوره دپیسو اخستلو، نشه يي موادو قاچاق، غیرقانوني کان کیندنې او وژنو کې لاس لري.

د کولمبیا امنیتي ځواکونه اندیښمن دي چې د فارک جنګیالي د جنايي ډلو تر اغیز لاندې رانشي.

دنشه يي توکو قاچاق

یو له هغو۳ ټکو چې حکومت او یاغیان ورباندې سلا شوي دي د غیر قانوني نشه يي توکو تجارت دی، چې د فارک د فعالیتونو د تمویل یوه اصلي سرچینه ده.

دوا ړو خواوو ویلي که د سولۍ وروستی تړون لاسلیک شي د غیر قانوني نشه يي توکو تولید به له منخه یوسي.

Image caption کولمبیا کې د کوکایینو تولید کم شوی دی، خو دا هیواد تر اوسه هم په نړۍ کې په ۳ لوړو تولیدونکو کې راځي

ښاغلی میا، د نشه يي توکو او امنیت په اړه د څیړنیز مرکز مشر وايی، فکر کوي چې د سولې وروستی تړون به کولمبیا کې دنشه يي توکو تجارت ډیر کم کړي، په دې شرط چې حکومت وکولای شي د کلیو د پراختیا او بیارغونې هغه ټکې عملي کړي چې یاغیان اودوی پرې سلا شوي دي.

او د حکومتي ادارو شته والی هغو سیمو ته وغزوي چې په لسګونو کاله له پامه غورځیدلې وې.

خو، امنیتي څیړونکي اندیښمن دي چې که د فارک یاغیان د نشه ېي توکو د تجارت نه لاس واخلي،

کیداې شي د دې تشې نه د مکسیکو جنایتکارو ډلو اتحادېې یا کار تلونه ګټه پورته کړي.

مدني ټولنه

شک نشته چې د تیرو۵۰ کلونو وسله والې نښتې د کولمبیا پر ټولنې منفي اغیز کړی.

تقریبا ۲۲۰۰۰۰ خلک وژل شوي او د ۵ میلیونونه ډیر د هیواد دننه له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

Image caption د پنځو لسیزو نښتې د بې باورۍ یوه فضا رامنځته کړه

د کولمبیا د لاس آندس پوهنتون د سیاسي علومو استاد، آندره ګومیز سیوارز وايي د سولې تړون به د کولمبیا ټولنیز جوړښت بدل کړي.

هغه وايي دسولې تړون به د کولمبیا د ټولنې بیلابیلو برخو لکه کارګري اتحادیو، سوداګرو او امنیتي ځواکونو ته یو نوی چوکاټ جوړکړي چې یو بل سره په ګډه کاروکړي او د باور فضا رامنځته کړي چې د هرې روغې ټولنې یوه اساسي برخه ده.

ښاغلی سیوارز وايي چې د سولې تړون به د کیڼ اړخو ټولنیزو غورځنګونو فعالیت ته آزاده فضا برابره کړي چې وکولای شي د ټولنې د مهمو ستونزو په اړه خپلې اندیښنې بیان کړي.

هغوې اوس اکثر د چریکانو د ملاتړو په نامه ځپل کیږي.

د نړیوال بانک د ۲۰۱۲ کال د ارقامو له مخې، د ټولنیزې نابرابرۍ د کچې له پلوه کولمبیا د نړۍ اوم ترټولو نابرابر هیواد دی.

د کولمبیا د ټولنیزې نابرابرۍ کچه د هایټي او انګولا په شان ده.

په داسې حال کې چې د بیوزلۍ کچه په ۲۰۰۳ کې له ۴۷،۷٪ څخه په ۲۰۱۲ کې ۳۲،۷٪ ته راټیټه شوې ده د عایداتو نابرابري چې د ټولنیز تاوتریخوالي د زیاتوالي سبب ګرځي، پرخپل ځاې پاتې ده.

د چریکانو د شته والي له امله کلیوالې سیمې ترټولوزیاتې وروسته پاتې شویدي، په زیربنايي چارو او پوهنې روزنې کې د پانګو اچونو کمښت له امله کلیوال اوسیدونکي د ژوند د ښه والي د امکاناتو څخه محروم پاتې شوي دي.

Image caption د لسیزو اوږدې لانجې له امله کلیوالې سیمې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي دي

د کولمبیا د مرکزي احصايې د ارقامو له مخې په شمالي ولایت چوکو کې د نفوس د درېو برخو نه څه باندې دوه برخې په بیوزلۍ کې ژوند کوي.

او د کوکا په سیمه کې چې د فارک یاغیان په کې ډیر دي د بیوزلۍ کچه ۶۲٪ ته رسیږي.

ښاغلی ګومیز سیوارز وايي د سولې تړون به د کولمبیا خلکو ته اجازه ورکړي چې د فوري امنیتي ګواښونو د مخنیوي پر ځاې خپل پام د اوږدې مودې هدفونوته واړوي.

هغه فکر کوي چې د سولې تړون به امنیتي ځواکونو ته فرصت ورکړي چې خپل پام جنايی سازمانونو سره مبارزې ته واړوي.

د کولمبیا ختیځو پولو ته څیرمه سیمو کې جنايي بانډونه فعالیت کوي، چې ارزانه شیان له ونیزویلا څخه کولمبیا ته راوړي او له دې خوا نشه یي توکي د پولې بلې خوا ته یوسي.

په دغو سیمو کې د جنايی بانډونو د شته والي له امله بې امنیتي زیاته شوې ده، د قاچاق له امله محلي سوداګر زیانمن شوي دي.

سیمه ایزو خلکو بې بي سي ته ویلي چې له ویرې له کورونو بهر شاوخوا سیموته نشي تلاې، د وحشتناکو وژنو یو لړ پیښې لیدل شوي او یو زیات شمیر خلک ورک شوي دي.

ښاغلی ګومیز هیله من دی چې د سولې په تړون سره به د خلکو امنیت ښه شي، مدني ډلې به وده وکړي او دموکراتیکه پروسه به پیاوړې شي.

د پنځولسیزو بغاوت

Image caption دفارک ډله د ۱۹۶۴ په می کې د یوې ډلې مارکسیستي انقلابیونو له خوا جوړه شوه چې یو ېې مانویل مارولاندا و
  • ۱۹۶۴- د فارک یاغي ډله د کمونیست ګوند د وسله والې څانګې په توکه جوړه شوه
  • ۱۹۶۵- د فارک جنګیالیو د اینزا ښار ونیوه، دا لومړی ځل و چې یو ښاري مرکز د هغوی لاس ته ورغی
  • ۱۹۸۰- د فارک یاغیانو۲۲ تنه عسکر وتښتول، دا لومړی ځل و چې هغوې د سړي تښتونې نه د خپلوهدفونولپاره د یوې ستراتیژۍ په توګه کار واخیست
  • ۱۹۸۴- د بیلیساریو بیتانکورت حکومت او فارک اوربند لاس لیک کړ
  • ۱۹۸۶- اوربند هغه وخت له منځه لاړ چې پوځ ۲۲ تنه یاغیان ووژل، یاغیانو دغچ اخیستوپه خاطر عسکرو ته کمین ونیوه
  • ۱۹۹۶-۱۹۹۸- فارک تر ټولو پیاوړي دریځ کې و، د پوځ او پولیسو تقریبا ۲۰۰ کسان ېې یرغمل ونیول
  • ۱۹۹۹- د آندرس پاسترانا حکومت د سولې خبرې پیل کړې، یاغیانوته ېې دسویتزرلینډ دخاورې په اندازه یوې سیمې کې خوندي ځاې ومانه
  • ۲۰۰۲- د سولې پروسه ناکامه شوه، د فارک یاغیانو د جمهوري ریاست کاندید اینګرید بیتانکورت ونیوه
    Image caption یاغیانوته د خوندي سیمې ورکولو هغوې ته وخت ورکړ چې بیا ځان سمبال او وسله وال کړي
  • ۲۰۰۸- د یاغیانو یو لوې مشر راول رییس په یوې بمبارۍ کې ووژل شو، د فارک بنسټ ایښودونکی
  • مانویل مارولاندا په طبیعي توګه مړشو
  • ۲۰۱۲- فارک اعلان وکړچې نوربه د پیسو په بدل کې سړي تښتونې نه کوي
  • د۲۰۱۲ اکتوبر- د سولې خبرې په اوسلو کې پیل شوې او بیا د۲۰۱۲ په نومبر کې هاوانا ته انتقال شوې
Image caption د فارک مرکچیان د۲۰۱۲ کال د نومبر راهیسې په کیوبا کې د کولمبیا د حکومتي چارواکو سره په خبروبوخت و

ورته مطالب