له مرګه یو ساعت مخکې وروستۍ هیله

Image caption د سرطان په ناورغۍ د اخته شیلا مارش وروستۍ هیله له مرګه یو ساعت مخکې پوره شوه.

له مرګه یو ساعت مخکې یې هیله پوره شوه.

۷۷ کلنه شیلا مارش چې د سرطان په ناروغۍ اخته وه د انګلستان په شمال کې په یوه روغتون کې بستر وه.

نوموړې هیله لرله چې له مرګه مخکې خپل هغه اس وګوري چې ۲۵ کاله یې دې پالنه کړې وه.

په همدې خاطر د روغتون پرستارانو او کارکوونکو د آغلې مارش اس "بروین" د روغتون پارکینګ ته راوست او آغلې مارش یې په بستر کې د اس لیدلو ته راوسته.

شیلا مارش چې په سختۍ یې خبرې کولې خپل اس بروین ته غږ وکړ په همدې وخت کې اس خپل سر ټیټ کړ او د خپل خاوندې څیره یې په وروستي ځل لمس کړه.

د دې هیلې له پوره کېدو یو ساعت وروسته شیلا مارش ومړه.