پښتونخوا کالم: کابل ته د پاکستان د پوځ مشر سفر

د انځور حقوق ISPR
Image caption د هېوادونو د مشرانو، رهبرانو او جنرالانو دورې چې دننه هر څنګه رنګ لري خو بهرني رنګونه یې هر چا ته د خوشبینۍ نه ډک ښکاري ځکه چي په دغه اړه خبر خپور شی!!

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د افغانستان یوه ورځنۍ دوره وکړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې ولیدل، د دواړو خواو رسنیو، رپوټونو، تجزیو او تبصرو دغه دوره خوښه کړه.

د هیوادونو د مشرانو، رهبرانو او جنرالانو دورې چي دننه هر څنګه رنګ لري خو بهرني رنګونه یې هر چا ته د خوشبینۍ نه ډک ښکاري ځکه چي په دغه اړه خبر خپور شی!!

په دوه اړخیزو معاملو خبري وشوې، د ترهګرۍ خلاف به شریک ګامونه پورته کوي، خپله خاوره به د یو بل خلاف نه استعمالوي، دا دوره ډیره کامیابه وه!!!

دا د هری دورې سرکاري تبصره وي، خو وروستو قیصه بدله وي که چري د دوري په هکله خپور شوي خبرونه په حقیقي معنو سر ته ورسي نو زمونږ په ګاونډ کې به قرار او امن راشي. پاکستان، افغانستان، ایران، هند، چین چي یو بل سره دا وعدې پوره کړي نو ته ګوره چي د جنګ مور مري او که نه--؟

د جنګ مور به نور بچی نه راوړي!!

د جنګ مور به نا جائزه اولادونه نه زیږوی!!

خو داسې ولې نه کیږي؟؟

داسې څوک نه کوي؟؟؟

داسې څوک نه غواړي؟؟؟

دا سوالونه تر اوسه چا جواب نه کړل، که جواب شول نو ځمکې به ولی سوځي او اسمان به ولې اورونه شیندي؟؟

د پاکستان او افغانستان د معاملاتو په حواله هم دغه سوالونه ډیر مهم دي. دا مهمې پوښتنې جوابونه غواړي که د ریاضي ګنجلک سوال په خپله فارموله حل کیدای شی نو د نا معلوم جنګ، معلومه فارموله دا سوالونه ولط نه شي حلولی؟؟؟

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف چې د افغانستان په دوره لاړو او په یوه ورځ کې یې څه ولیدل او څه یې واوریدل او څه یی وویل باید چي لیدل، اوریدل او ویل دریواړه حالتونه له یو بله جلا نشي او افغانستان خو د پاکستان لپاره د دیرشو کلونو د جنګ د تصویرونو البم دی.

هوښیاران وايي باید چې موږ د ماضي د غلطو څخه سبق او عبرت واخلو خو جنګ پرست، انا پرست قوتونه وايي جنګ د فاتح د پاره د غرور دروازه ده خو فاتحین دا نه ګوري چې په کومه دروازه هغه د جنګي غرور څخه راننوځي په هغه کور دومره اورونه بل دي چې هر څوک به سوځوي.

د دې وجه او سبب دا دی چې نه دغه جنګ زموږ و نه دغه اور زموږ.

پردي جنګونه پردي اورونه مو خپل کور ته راوړي و او موږ ځانته د پردي جنګونو فاتحین وایو.

دا د ټولو نه لویه غلطي وه، په غلطو پسې به ګوته نه ګرځوو باید چې د غلطو اعتراف وشي، دا نن چې موږ نه یواځې په پاکستان او افغانستان کې څه وینو بلکې په ټوله نړۍ کې کوم اورونه بلیږي او لوی طاقتونه هم د نړیوال امن خبره کوي دا هسې نه دي.

کومو قوتونو چې په زرګونو میله لرې دېخوا اورونه راوړي و او د خپلو جنګونو د پاره یی واړه ملکونه د جنګ لویې اډې جوړې کړې وې نن هلته په خپله ورک دي خپل مړي پورته کوي.

د ماضي د تیرو دور نه دغه د جنګونو د تصویرونو البم ته که څوک یو یو کیپشن لیکي نو ډیر تراخه به رایاد کړي، د دومره ترخو په خوږلو به نور تراخه راپیدا شي.

باید چې دغه البم د عبرت او سبق په توګه وګورئ او دې ته د لویې لوبې لویه غلطي ووائي.

اوس وخت او حالات تقاضه کوي چې هیڅوک دې اور ته لمن نه وهي ګنې څوک چې اور ته لمنه وهي نو پخپله به سوځي.

ددغه ټولو تیرو اورونو، لمبو، بارودو، تباهو او بربادو په نتیجه کې دې یو ګاونډی (پاکستان) بل ګاونډی (افغانستان) ته وړوکی کوچنی نه ګوري د ګاونډ ګیرۍ په حقونو کښي لوی واړه نه دي، ټول حقونه برابر دي.

په افغانستان کې به نه ریلوی لائن وي نه ریلوی وزیر وي، خو د ملل متحد د رکن ملکونو په حیث به یو شان وي.

په دغه حواله چې په داسې حساس وخت کې د پاکستان د پوځ جنرال افغانستان ته په دوره ځي، نو په دغه یوه ورځ کې ډیر څه کیدی شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته چي مخامخ د پاکستان جنرال کیني او دواړه خبرې کوي نو دا د دواړو خواوو د جنګ او امن علامت هم دی ځکه چي د دې یونیفارم څخه د پخواني جنرال ضیاءالحق د پل خشتي جومات د شکر هغه سجده هم یادیږي او وروستو ور څخه د جهادیانو رهبرانو هغه خبره هم تړلی ده چي هغوی په کابل کې وویل!!

مونږ دې پاکستان په خپلو کې خبرو اترو ته په قلاره پریږدي.

دا یې ځکه وویل چې د افغانستان په جهاد کې د پاکستان وردي تر څه حده ځایولی شو خو د افغانستان په جهادي ډیموکراسۍ کې هم نه ځایدل دا هاغه ماضي ده چي د پاکستان وردۍ څخه به همیشه یادیږی.

خو که اوس د پاکستان وردي په افغانستان کې د امن او د دواړو خواوو د مصیبت رول د پاره د وړوکي او د لوی د فرق نه بغیر ښه کول غواړي نو باید چي اوس د پاکستان او افغانستان ډیموکراسي د یو بل څخه مخامخ کیدو ته پریدي.

که د ثور د انقلاب په وخت په هوانا کې نورمحمد ترکي او د جنرال ضیاءالحق ملاقات په سویت یونین ښه نه لګیدو نو هغه جدا وخت و، اوس خو پاکستان او افغانستان دواړو هیوادونو کې ډیموکراسي ده.

د افغانستان ډیموکراسي خو دومره فعاله ده چې اشرف غني د پاکستان پوځ سره ملاقات کولی شي خو د پاکستان ډیموکراسي په ځان کې دومره توان او قوت لري چې د افغانستان ولسمشر څخه يوې ورځې د پاره لاړ شي؟؟

اوس د پاکستان د ولسمشر د پاره امتحان دی چې د هند د نوي جمهوریت د مبارکۍ نه پس د بل مسلمان ورور ګاونډي افغانستان ته هم لاړ شي.

یوه ورځ دې وي، خکه یوه ورځ هم په ځان کې بلا کیسې لري، او بلا سوالونه حلولی شي.