پاکستان ته د غني سفر، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو نوی پیل

د انځور حقوق AP
Image caption تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو سره د چلند په اړه د ملي یووالي د حکومت دریځ ډېر څرګند نه و

دا پاکستان ته د ولسشمر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د اشرف غني لومړنی سفر دی

داسې برېښي چې له طالبانو سره د سولې بهیر د دې سفر له اصلي موخو وي.

ولسشمر غني دوې اوونۍ وړاندې چین ته سفر وکړ او له هغه هېواده یې وغوښتل چې د سولې په بهیر کې مرسته ورسره وکړي.

د چین حکومت د لومړي ځل لپاره له دې غوښتنې تود هرکلی وکړ.

همدا شان تېره اوونۍ د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحېل شریف پاکستان ته سفر وکړ.

هغه وویل، هېواد یې هوډ لري له افغانستان سره د دوستۍ نوی څپرکی پرانیزي او له ښاغلي غني ته یې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه.

تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو سره د چلند په اړه د ملي یووالي د حکومت دریځ ډېر څرګند نه و.

افغان ولسشمر څو ورځې وړاندې په بیجینګ کې د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې طالبان د افغانستان د سیاسي مخالفینو په توګه یا د کړل او د چین په ګډون یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هېواد د سولې له بهیره یې ملاتړ وکړي.

اوس د هیلو سترګې پاکستان ته د اشرف غني دوه ورځني سفر ته غړېږي.

پاکستاني لیکوال احمد رشید بي بي سي ته وویل، دی له دې سفره زیاتې تمې نه لري.

د ده په ګومان ښایي افغان حکومت له پاکستانه په لومړي ګا م کې وغواړي چې د طالبانو لوړپوړو مشرانو ته لاسرسی ولري.

له افغانستانه د پاکستان غوښتنه؟

د افغانانو او افغان چارواکو تر منځ باور دادی چې پاکستان تل د حقاني شبکې په څېر له طالب بنسټ پالو مخالفو ډلو نه یوازې ملاتړ کوي، بلکې د ملا محمد عمر په څېر د دې ډلې مشرانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکوي، خو پاکستان تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

خو پوښتنه داده چې پاکستان له افغانستانه څه غواړي؟

د ښاغلي رشید په وینا په دې کې شک نه شته چې پاکستان له بنسټ پالو ډلو پر افغانستان د فشار اچولو لپاره ګټه پورته کوي، خو ستونزه دا ده چې پاکستان خپلې غوښتنې په روښان ډول نه دي وړاندې کړې.

احمد رشید زیاتوي، “نه یوازې افغان چارواکو بلکې امریکایي چارواکو هم څو ځلې له پاکستاني سیاستوالو پوښتلي دي چې د دوی غوښتنې څه دي؟

غواړۍ چې د ډیورنډ د کرښې ستونزه څرګنده شي؟ غواړۍ طالبان واک ته ورسېږي؟ په افغانستان کې هند ته د کومې ونډې ورکول غواړئ؟ خو د پاکستان ځواب هېڅکله څرګند نه و.”

په دې لړ کې هغه څه چې د پاکستان د ناخوښۍ سبب ګرځي، له هند سره د افغانستان د دولت نږدې والی دی.

د افغانستان د سولې په بهیر کې د چین ونډه

Image caption پاکستان د چین لپاره د افغانستان له ارزښته او د ځان له پاره د چین له ارزښته خبر دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان حکومت، په افغانستان کې د سولې په اړه د امریکا له ونډې خوښ نه و.

ښاغلی کرزی په دې باور و چې په افغانستان کې د سولې کیلي د پاکستان په لاس کې ده او که امریکا وغواړي پاکستان اړ ایستلی شي چې د افغانستان حکومت مخالفو له ملاتړه لاس واخلي.

احمد رشید د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا په دې بریالۍ نه شوه چې پاکستان اړ کړي د بنسټ پالو ځواکونو له ملاتړه لاس واخلي، نو چین به څنګه په دې بریالی شي وویل

”باوری یم چې پاکستان د مخالفو حکومتونو له لوري کلابند دی.

له هند سره ستونزه لري، افغانان د پاکستان له تګلارو ستړي دي او په دې وروستیو کې له ایران سره هم لاس او ګریوان دی. یوازیني دوست چې پاکستان ته ورپاتې دی، چین دی“

دا پاکستانی لیکوال چې ډېر کلونه د پاکستان مسلې څاري، وایي”تر څو چې په سیمه ییزو مسلو کې د هند لاس وي، پاکستان تل د چین ملاتړ ته اړتیا لري. خو په عین مهال کې د چین ملي امنیت د هغو بنسټ پالو له خوا ګواښل کېږي چې په پاکستان او افغانستان کې روزنیزې اډې لري”

چین د پاکستان ستر سوداګریز انډیوال دی.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف چین ته په خپل وروستي سفر کې له دې هېواد سره د ۴۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.

له بل لوري، چین په افغانستان کې له سوداګرۍ سره زیاته لیوالتیا لري. د “عینک د مسو” تړون په افغانستان کې د چین د سوداګرۍ لویه بېلګه ده. خو په زړه پورې ټکی دادی چې په تېرو کلونو کې چیني پانګوونکي ډېر کم د اورپکو له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ شوي دي.

پاکستان د چین لپاره د افغانستان له ارزښته او د ځان له پاره د چین له ارزښته خبر دی.

ښاغلی رشید باوري دی چې “ښايي چین نیغ په نېغه د افغانستان د سولې په بهیر کې ورګډ نه شي خو په ټوله کې د دې بهیر په بري کې د چین ګټه ده.”

د ملي یووالي د حکومت دوام

د انځور حقوق Arg
Image caption په افغانستان کې د سولې د بهیر د بري لپاره په دې هېواد کې سیاسي ټیکاو اړین دی

په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت د ولسمشریزو ټاکنو د دوو نوماندانو اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د هوکړې له مخې رامنځ ته شو.

دواړه لوري د هوکړو په اړه بېلابېل تعبیرونه لري. ښایي همدا توپیرونه وي چې لا هم په حکومت کې د نوو وزیرانو د نومولو پر سر وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

احمد رشید وایي:” حقیقت دادی چې زه هم زیات خوشبین نه یم چې دا حکومت چې جوړول یې هم له زیاتو لانجو سره مله و، وکولی شي دوام وکړي.

په افغانستان کې د سولې د بهیر د بري لپاره په دې هېواد کې سیاسي ټیکاو اړین دی.

ښايي چین او پاکستان په دې نظر وي چې ښاغلی غني به په داسې حال کې چې حکومت یې ماتېدونکی بريښي، څومره خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

ښاغلی غني دې ته اړتیا لري چې په خپل هېواد کې هم سیاسي حالت ته پام وکړي.

دغني او کرزي تر منځ توپیر

د طالبانو په اړه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د روښان سیاست نشتوالي پر هغه زیاتې نیوکې را پارولې وې. ښاغلي کرزي طالبانو ته له “وروڼو” ویل او په دې باور و چې هغوی د افغانستان دښمنانو غولولي وو.

له بل لوري، له لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا سره د حامد کرزي زیاتېدونکي کړکېچ، د ښاغلي کرزي دریځ کمزوری کړی و او ښایي له همدې امله یې د سولې له پاره هلو ځلو ښې او بریالۍ پایلې نه درلودې.

په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت په جوړېدو سره بېلابېلې ډلې چې کله ناکله سره مخالفې هم وې، سره یو شوې.

عبدالله عبدالله چې په تېرو کلونو کې یې د ښاغلي کرزي پر وړاندې د اپوزیسیون مشري کوله او د طالبانو او پاکستان پر وړاندې یې د هغه د تګلارو مخالفت کاوه، اوس د ملي یووالي د حکومت اجرایوی ریس دی. اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړه له لوېديځو هېوادونو سره ښه اړيکي لري.

د نوي حکومت تر جوړېدو یوه ورځ وروسته له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون او د ناټو ځواکونو په اړه د تړون لاسلیک کول له لوېديځو هېوادونو او په ځانګړې توګه له امریکا سره د ښو اړیکو څرګندونه کوي.

له ټولو ستونزو سره سره، داسې بريښي چې په هېواد کې د سولې د رامنځ ته کېدو په برخه کې د ښاغلي غني هلې ځلې د ښاغلي کرزي د حکومت په پرتله له غښتلي دریځ او زیات مشروعیته برخمنې دي.

ورته مطالب