خبري مرکه څنګه چمتو کړو؟

Image caption د مرکه کېدونکي کس پر ځینو شخصي کړنو او عاداتو ځان خبر کړئ

د ژورنالیستيک کار بنسټ خبر دی، او د خبر اساس مرکه ده،‌ د لیکلو لپاره باید ولولو، پوی شو او تحلیل وکړای شو.

مرکه څه ته وايي؟‌

مرکه له یوه کس سره ویل شوې خبرې دي. مرکه ولې؟ یا څوک؟ پوښتنو ته ځواب ویل دي.‌ نو ویلی شو چې مرکه د معلوماتو راغونډولو ته وايي.‌

څوک باید مرکه وکړي؟‌ تل مرکې ته له چمتووالي پرته مه ځئ. د مرکې لپاره وړ کس وټاکئ،‌ د خبرو لپاره هم سکالو غوره کړئ.

که اړتیا وي، د معلوماتو آرشیف ته یوځل سر ورښکاره کړئ،‌ او د مرکې د پوښتنو او د ځان لپاره د معلوماتو یوه ټولګه تر ګوتو کړئ،‌ مخکنۍ مرکې وګورئ، ځان ښه پرې ملا کړئ.

له خپلو ملګرو د مرکه کېدونکي کس په اړه وپوښتئ، ‌په انټرنېټ کې د اړوندو معلوماتو او مخکنیو مرکو په اړه له لټون ګټه واخلئ،‌ د ورته کسانو مخکنۍ مرکې وګورئ.‌

د مرکه کېدونکي کس پر ځینو شخصي کړنو او عاداتو ځان خبر کړئ (ایا سګرټ څکوي، او داسې نور)

چمتووالی

د انځور حقوق b
Image caption لس پوښتنې یا لس محاورې،‌ دا ټول باید د ولې؟ کله، څرنګه،‌ چېرې او څوک پوښتنې ځواب کړي

د پوښتنو چمتو کول،‌

لس پوښتنې یا لس محاورې،‌ دا ټول باید د ولې؟ کله، څرنګه،‌ چېرې او څوک پوښتنې ځواب کړي، خو ضرور نه ده،‌ چې دغو ټولو ته ته دې مناسب ځوابونه وموندل شي. شاید ځینې ځوابونه منفي یا مثبت وي،‌ د مرکه کوونکي لپاره شاید ګټور وي، یا هېڅ هوايي خبرې وي. یا د هو او نه په تورو لنډ ځوابونه ورکړل شوي وي.‌

د مرکې د پوښتنو پرله پسې والی او ترتیب،‌ پوښتنې باید مشخصې او روښانه وي، یا مخکې له مخکې لیکل شوې وي، یا په ذهن کې ساتل شوې وي.‌

که چېرې د پوښتنو چمتو کولو لپاره وخت نه وي، نو خبریال (مرکه کوونکی) باید د خپلو معلوماتو له بانک ګټه واخلي.‌ په پوښتنو کې باید ځینې داسې پاروونکې او جدي هم وي، شاید مرکه کوونکی په بې پامۍ یا احساساتو کې مهم معلومات ووايي.

تر مرکې مخکې

د مرکې لپاره مشخص وخت وغواړئ،

د مرکې له پیلېدا اقلاً لس دقیقې مخکې ځان ورسوئ،

د مرکې له مناسب ځای نه ځان ډاډمن کړئ،

تر خپله وسه نوي کالي یا یونیفورم وکاروئ،

د مرکې لپاره مو اړین وسایل (ثبتوونکی، کامره،‌ اضافي بیټرۍ، او داسې نور ) هېر نه شي،

د پاسنیو ټولو وسایلو له سم کار کولو ځان مطمئن کړئ

د مرکې مهارول

خپل تیلیفون بند کړئ،

لومړی ځپل ځان او هغه رسنۍ/ورځپاڼه معرفي کړئ چې تاسو مرکه ورته کوئ،‌

د مرکه کېدونکي بشپړ نوم،‌ دنده،‌ او په اړه یې ځینې اړین معلومات باید په لیکلې بڼه ولرئ،‌ یا خپلې مخې ته د هغه لیکلی شوی نوم کېږدئ، چې د مرکې په اوږدو کې یې په پوښتنو کې څو ځلې تکرار کړئ،‌

مرکه کېدونکی د مرکې له هدف نه خبر کړئ،‌ مرکه مو څومره وخت نیسي،‌

د انځور حقوق PA
Image caption لس پوښتنې یا لس محاورې،‌ دا ټول باید د ولې؟ کله، څرنګه،‌ چېرې او څوک پوښتنې ځواب کړي

که مرکه کېدونکی د ځینو ویل شوو ځینو نه خپرېدل غواړئ، د نه خپراوي ډاډ ورکړئ،‌

که چېرې د مرکې په اوږدو کې تیلیفون ته زنګ راشي، ثبتوونکی ماشین مو ګل کړئ،‌

د مرکې پرمهال خپل ثبتوونکی تر نظره تېروئ، چې ګل شوی یا خو به یې کار نه وي پرېښی،‌

مرکه کېدونکي ته ځان داسې وښیئ،‌ چې ګني تاسو ښه ورسره اشنا یاست یا د مرکې پر موضوع ښه لاسبري یاست،‌

په مرکه کې د ځینو شمېرو له کارېدو ځان ډاډمن کړئ، هغه شمېرې د چې مرکه کېدونکي له خولې راوځي،‌ یا هغه چې تاسو یې په پوښتنو کې کاروئ،‌

تل پر ثبتوونکې آله تکیه مه کوئ، ځینې مهم ټکي ژر درسره لیکئ / مسلکي خبریال ځوابونه هم یادوي،

د سمو شمېرو کارولو یا د دقیقو کلونو له کارولو ځان ډاډمن کړئ،‌

مېلمه ته د مرکې تر خپرېدا مخکې د ارومرو خپرېدو ژمنه مه ورکوئ،‌

انځورونه واخلئ‌ (د مرکه کېدونکي، له هغه سره د مرکه کوونکي،‌ له څو زاویو څخه یې واخلئ)

تر مرکې وروسته

له مېلمه مننه وکړئ،‌

Image caption مېلمه ته د مرکې تر خپرېدا مخکې د ارومرو خپرېدو ژمنه مه ورکوئ

هغه ته د خپل اړیکې کارت ورکړئ،‌

که مرکه په کسیټ کې وي، ژر یې ترې راوباسئ،‌

که مرکه دوه ځایه وساتل شي، ډېره به ښه وي، چې د یوې نسخې ضایع کېدو په صورت کې دویمه هغه محفوظه وي،

خپل یاداشتونه پر هماغه شېبه ولیکئ،‌

که چېرې په ځینو شمېرو یا کلونو کې شک لرئ، له مېلمه او مرکه شوي سره اړیکه ونیسئ،‌

د ښه کیفیت غږ/انځور نه ځان ډاډمن کړئ‌‌ (که چېرې باکیفیته نه وي، د بیا ثبتولو له غوښتنې شرم مه کوئ)

د مرکې لیکل

د مرکې مقدمه

له ۳ تر ۵ پورې پاراګرافونه،‌ چې د مرکې په پیل کې د مرکې اهمیت،‌ د مرکه شوي کس نوم او دنده او د مرکې مهم ټکي او لومړۍ پوښتنه پکې راوړل کېږي.

ځینې کسان مرکې ته هېڅ مقدمه نه لیکي، خو دا کار په دې ښه نه دی،‌ چې د مرکه شوي، مرکه کوونکي نومونه او د مرکې موضوع باید پکې روښانه شي.‌

د پوښتنو او ځوابونو وړاندې کول:

دودیزه بڼه (پوښتنه [پ]،‌ ځوابونه [ځ].‌

د سرلیکونو لیکل

د سرلیکونو لیکل تر ډېره د رسنۍ پر تګلارې او ایډیټوریال پالیسۍ پورې اړه لري،‌ چې دا کار د مرکې په وروستي پړاو کې ترسره کېږي. د سرلیکونو لیکل په دوه ډوله دي:

لومړی-ـ د مقالې په بڼه،‌ لکه:‌ افغان ولسمشر:‌ د فساد پروړاندې به ټینګ درېږو

د انځور حقوق b
Image caption د مرکې لپاره مو اړین وسایل (ثبتوونکی، کامره،‌ اضافي بیټرۍ، او داسې نور ) هېر نه شي

دویم ـ‌ وصفي.‌ لکه:‌ افغان ولسمشر د موازي ادارې جوړوونکي وګواښل او ملي یووالي ته یې راوبلل.

ورته مطالب