ولې ملا عمر د امریکا هدف نه دی؟
- اېمل فیضي
- د پخواني ولسمشر کرزي وياند

د عکس سرچینه،
د امریکا د بهرنیو چارو اوسنی وزیر، جان کیري، کله چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر و، ولسمشر کرزي ته یې یوه ورځ په کابل کې د څو تنو محدودو افغان چارواکو په حضور کې وویل چې ملا عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې، د پاکستان د نظامیانو تر ساتنې لاندې دی
د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له دویمې نیټې څخه وروسته به د ملا عمر په شمول د طالبانو د تحریک غړي د امریکا د جنګ هدف نه وي او امریکایي ځواکونه به نور له ملاعمر او طالبانو سره په افغانستان کې جنګ نه کوي مګر دا چې هغوی امریکا ته مستقیم ګواښ وګرځي.
د دې خبر له لوستلو سره مې فوراً د پخواني ولسمشر، حامد کرزي وروستی رسمي سفر امریکا ته په یاد شو او کوم مذاکرات او حقایق چې هلته د طالبانو په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په هکله څرګند شول.
له نوموړي سفر څخه مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو اوسنی وزیر، جان کیري، کله چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر و، ولسمشر کرزي ته یې یوه ورځ په کابل کې د څو تنو محدودو افغان چارواکو په حضور کې وویل چې ملا عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې، د پاکستان د نظامیانو تر ساتنې لاندې دی
پخواني ولسمشر، کرزي فوراً ورته وویل چې داسې ده امریکا ولې د هغه د نیولو اقدام نه کوي؟ امریکا د هغه پر سرپه میلیونونه ډالر نقدي انعام ایښی دی، په افغانستان کې د هغه په نامه بې ګناه خلک هره ورځ وژل کیږي او د طالب په نامه دلته جګره روانه ده خو ملا عمر ستاسو او د پاکستان د نظامیانو تر نظر لاندې په کراچۍ کې دی؟!
جان کيري جمهور رییس کرزي ته قانع کوونکی ځواب نه درلود، خو دا یې وویل چې جنرال کیاني وایي چې ملا عمر زموږ ترنظارت لاندې دی.
امریکې ته د ولسمشر کرزي په وروستي رسمي سفر کې (۲۰۱۳، جنوري) د امریکا د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور، توماس ډانیلون د امریکا د استخباراتو د مشر او نورو لویو چارواکو په حضور کې وویل چې له ۲۰۱۵ کال وروسته طالبان د امریکا دښمنان نه دي او امریکا به ددوی پرخلاف نور جنګ نه کوي، خو امریکا به افغانستان کې د تروریزم پرخلاف خپلې جګړې ته لاهم دوام ورکړي.
فیضي: ''ولسمشر کرزي وویل، که زموږ په یوه ښار کې په یوه ځانمرګي برید کې ۷۰ یا ۸۰ کسان ووژل شول دا ستاسو لپاره تروریزم دی؟ د امریکا د ملي امنیت مشاور وویل، نه!''
ولسمشر کزي ته دا عجبه وه چې د امریکاد ملي امنیت مشاور طالبانو ته وخت او کال تعیینوي، چې تر دغه ۲۰۱۴ کال (ډیډلاین) وروسته په افغانستان کې طالبان د امریکا دښمن نه دی، جمهور رییس کرزي وویل، له دغه کال وروسته په افغانستان کې تروریست او تروریزم ستا لپاره څوک او څه دی؟ د امریکا د ملي امنیت مشاور وویل، څوک چې په افغانستان کې زموږ پر سفارت، زموږ پر اتباعو او منافعو باندې برید وکړي او یا له ګواښ سره یې مخامخ کړي.
د طالبانو جامو کې
ولسمشر کرزي وویل، که زموږ په یوه ښار کې په یوه ځانمرګي برید کې ۷۰ یا ۸۰ کسان ووژل شول دا ستاسو لپاره تروریزم دی؟ د امریکا د ملي امنیت مشاور وویل، نه!
جمهور رییس کرزي په دې خاطر چې ځان یې د نوموړي چارواکې له اظهاراتو مطمین کړی وي، یو ځل یې بیا وپوښتل که د طالبانو په جامو کې څو زره تروریستان د پاکستان څخه افغانستان ته راشي او د افغانستان د خاورې یوه برخه سقوط وکړي، او خپل بیرق پورته کړي بیا؟ د امریکا د ملي امنیت مشاور په ځواب کې وویل دا به ستاسو او پاکستان ترمنځ خپله یوه مسله وي، نه د امریکا.
د دغه سفر په جریان کې د افغانستان د سولې د پروسې او د طالبانو لپاره په قطر کې د دفترپر موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې . امریکایي چارواکو د طالبانو لپاره په قطر کې د دفتر پر پرانیستلو باندې ډېر ټینګار درلود او ویل یې چې یوازې د قطر دفتر د مذاکراتو لپاره سم آدرس دی
تر دغو مذاکراتو او ملاقاتونو وروسته ولسمشر کرزي له خپل پلاوي څخه تکرارٍاً وپوښتل امریکا ولې د طالبانو په نمایندګۍ زموږ سره خبري کوي؟
دغه مذاکراتو اود طالبانو په اړه د امریکا موقف، جمهور رییس کرزی لا هم پر امریکا او د تروریزم پرخلاف جګړې باندې مشکوک کړ. په هم دې دلیل هغه هم په قطر کې د طالبانو له دفتر او هم یې له امریکا سره د بې شرطه امنیتي سند د امضاء جدي مخالفت وکړ. د امریکا د متحده ایالاتو اصلي موقف د طالبانو د مشر، ملا عمر په اړه څرګند و. دا به ناسمه نه وي که ووایوو چې په تېرو ۱۳ کلونو کې ملا عمر هېڅکله هم د امریکا د جنګ هدف نه و.
امریکا ته د ملا عمر دقیق آدرس او پټنځای له پخوا څخه معلوم و، خو امریکایي ځواکونو هېڅکله هم د هغه د منځه وړلو یا نیولو په اقدام لاس پورې نه کړ.
اوس چې د امریکا د دفاع وزارت رسماً دا تائيدوي چې ملا عمر او نور طالبان په افغانستان کې د امریکې د جنګ هدف نه دي، دا د یوې منظمې او پلان شوې ستراتیژۍ یو نوی پړاو دی که څه هم دا موضوع اوس تازه په مطبوعاتو کې خبرسازه شوې ده، خو د امریکا متحده ایالاتو دا فیصله، د پورتنیو ټکو په اساس کلونه مخکې کړې وه.
څه چې ډېر مهم دي هغه دا چې د امریکا دغه اوسنی اعلان، یو ځل بیا په افغانستان کې د دغه هېواد ۱۳ کلنه جګړه او په سیمه کې جنګي ستراتیژي تر سوال لاندې راولي؛ ولې د ۲۰۱۴ کال کال تر پایه طالبان د امریکا د جنګ هدف وو او سر له ۲۰۱۵ عیسوي کاله څخه نه؟ ولې په تېرو ۱۳ کلونو کې په زرهاوو افغانان د طالب په نامه د امریکا په دغه ناڅرګند جنګ کې ووژل شول او په زرهاوو نور ټپیان او زنداني شول؟
۱۳ کاله وروسته نن هم بې ګناه افغانان په کابل او د هېواد په نورو ښارونه او سیمو کې تر پخوا په ډېر شمېر د تروریزم قرباني کیږي او د طالب په نامه د دغو تروریستي حملو مسؤولیت هم په غاړه اخیستل کیږي. آیا امریکا ته دا تروریزم او طالب نور تروریست نه دی؟ د ښاغلي ډانیلون هغه څرګندونې اوس د عمل جامه اغوندي.
قطر کې طالب دفتر څرنګه مطرح او جوړ شو
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو داسې جزییات د بي بي سي د پښتو وېبپاڼې لپاره په دې ځانګړې لیکنه کې ورکوي چې تر اوسه څرګند نه و.