۲۰۱۴م کال کې د ساینس سترې لاسته راوړنې

د انځور حقوق Other
Image caption د روزیټا پروژه لا روانه ده او په راتلونکو میاشتو کې چې کنګل ګټ لمر ته نور هم نږدې کېږي، روزیټا به لا نور هم ارزښتمن علمی مواد ځمکې ته د شننې لپاره رااستوي.

که تاسو ته د کال په اوږدو کې د سیاست او کړکېچ له ډګرونو پرله پسې بوختوونکو او غمجنو خبرونو دا وار نه وي درکړی چې د ساینس په ډګر کې د ۲۰۱۴ کال د بې سارو برسېرونو او لاسته راوړنو نه ځانونه خبر وساتئ نو اندېښنه مه لرئ، دلته موږ تاسو ته یو بل وار هم درکوو.

۲۰۱۴ کال هم لکه د دې پېړۍ هر بل کال د ساینس په ډګر کې د انسانانو لپاره له ویاړونو ډک و.

خو څنګه چې ایکي یوه لیکنه د ټول کال د ساینسي لاسته راوړنو د رانغاړلو توخته نه لري، دلته مو درته د هغو ساینسي بریاوو یو غورچاڼ جوړ کړی چې په انساني ژوند او پرمختګ به ژورې اغېزې ښندي.

له دې پېښو څخه تر ټولو ستره او تاریخ جوړونکې هغه په یو تشیایي کنګل ګټ یا Comet باندې د یو پلټونکي ماشین کېنول ول.

تشیایي کنګل ګټونه له دوړو او کنګل نه ساز شوي جوړښتونه دي چې په غټ شمېر کې زموږ په لمریز نظام کې پیرې کوي، او له ځمکې نه د لکۍ دارو ستورو په بڼه راڅرګندېږي او ډېری وخت په همدې نوم هم یادېږي.

لکۍ داره ستوري

د تشیایي کنګل ګټونو ارزښت په دې کې دی چې ساینسپوهان باور لري ځمکې ته اوبه او عضوي مرکبات د همدې جوړښتونو په وزرو راغلي دي او ژوند یې پنځولی دی.

د کنګل ګټونو څېړنه به موږ ته د دې ګټونو د برخلیک، او د ژوند د پنځون په اړه ډېر څه ووایي.

همدې ارزښت ته په پام سره د تشیایي څېړنو اروپایي ادارې ۱۰ کاله د مخه د ۶۷P نومي تشیایي کنګل ګټ د څېړلو پروژه پیل کړه او د روزیټا تشیامزلی یې تشیا ته وشاړه.

د ۱۰ کاله مزل، او ۶.۴ ملیارده کیلومتره واټن د وهلو نه وروسته روزېټا د ۲۰۱۴ کال په منځ کې خپل موخې ته ورسېده او خپلې کتنې یې پیل کړې.

د همدې کال په نوامبر کې روزیټا د لا کره څېړنو لپاره خپل فیلای نومی پلټونکی ماشین په داسې حال کې په ګټ باندې کېناوه، چې دا لکۍ داره ستوری په یوه ګړۍ کې د ۳۵۰۰۰ مایله چټکۍ سره د لمر په لوري خوشې و.

د ګټ د ټیټې جاذبې قوې او کنډوکپرۍ له امله پلټونکی د لمر وړانګو نه پنا یوې کندې ته ولوېده، او خپله بټرۍ یې ژر له لاسه ورکړه.

خو د دې سره سره له دې پروژې نه ترلاسه شوي علمي مواد به تر ډېره ساینسپوهان بوخت ساتي.

د روزیټا پروژه لا روانه ده او په راتلونکو میاشتو کې چې کنګل ګټ لمر ته نور هم نږدې کېږي، روزیټا به لا نور هم ارزښتمن علمی مواد ځمکې ته د شننې لپاره رااستوي.

خو روزیټا د ستورپوهانو لپاره د ۲۰۱۴ کال یوازینۍ بریا نه وه.

د کال د وروستۍ میاشت په پیل کې د متحده ایالاتو د تشیایي څېړنو ادارې، ناسا، د خپلو ستورمزلو بېړیو نوی کهول هم بریالیتوب سره وآزماوه.

د اوریون Orion ستورمزلی چې پوره چمتو شي نو د مریخ په ګډون به د ژورې تشیا نورو ګوټونو ته هم د انسان د لېږدولو وړتیا ولري.

هندیانو ته هم ۲۰۱۴ کال د تشیامزلۍ په ډګر کې بختور و.

هندوستان د نړۍ یوازینی هېواد شو چې په لومړۍ هڅه کې یې خپل تشیا مزلی، منګلیان، د مریخ مدار ته ورساوه، نه یوازې دا چې د هندوستان د مریخ پروژه په بې سارې توګه کم بیه وه، او درست لګښت یې د هالي ووډ د یو فلم له لګښت نه ټیټ و.

په ټولیزه توګه د تشیامزلۍ او ستورپوهنې په وړاندې ستره ننګونه د اغېزناکو سوندتوکو نشتوالی دی.

شته سوندتوکي د اغېزناکتوب له مخې د پرمختللې ستورمزلۍ د راتلونکې لپاره یوه ننګونه ده.

له ستورمزلۍ نه د باندې هم، د انرژي نشتوالی یا لږوالی د انسان د راتلونکې لپاره یو ګواښ دی.

نه ختمېدونکې او خوندي انرژي

خو د ۲۰۱۴ اکتوبر کې امریکایي ساینسپوهانو زېری وکاوه چې د بڅریزې بډاینې یا Nuclear Fusion د ودې په ډګر کې یې یو بل ګام هم اخیستی، او په دې توګه یې نړۍ ته د خوندي، اغېزناکې، بې بریده او نه ختمیدونکي انرژي سرچینې پورې مزل نور هم رالنډ کړی دی.

بڅریزه بډاینه به د انرژي ستونزه د تل لپاره هواره کړي.

خو تر هغې چې د بڅریزې بډاینې بټۍ د برېښنا جوړولو جوګه کېږي انسانان اړ دي چې د شته برېښنایي سرچینو اغېزناکتوب او خوندیتوب لوړ کړي.

همدې اړتیا ته په کتو سره د استرالیا د جنوبي وېلز پوهنتون څېړونکو ۲۰۱۴ کې د لمرینو تختو یا سولر پنلز د برېښنا جوړولو او ساتلو وړتیا په بې سارې پیمانه، په سلو کې ۴۰، لوړه کړې ده.

له فزیک او ستورپوهنې نه چې د بیولوژي او درملګرۍ ډګر ته واوړو، ۲۰۱۴ کال د ژورو موندنو او برسېرنو کال و.

د بیولوژي ډګر کې تر ټولو ایښنده موندنه هغه لابراتواري آزموېنه وه چې په ترڅ کې یې ساینسپوهانو د ځوانو موږکانو د وینو حجرې زړو موږکانو کې پېچکاري کړې او په پایله کې موږکانو کې د زړښت پروسه نه یوازې دا چې ودرول شوه د انساجو د بېرته ځوانېدو او ځواکمنېدو نښې هم ولیدل شوې.

ډاکټرانو اوس ورته آزموېنې په انسانانو کې هم پیل کړې دي، او تمه ښودل شوې ده چې یوه ورځ به انسانانو کې د زړېدو پروسه پڅه کړي، او د خوارمغزۍ یا Dementia په څېر رژونکې ناروغۍ به ورغوي.

د ژوند الفبې

نورو ساینسپوهانو بیا په نورو څېړنو کې د ژوو د ډي اېن اې DNA الفبې دوه توري نوره هم غځولې ده.

د ځمکې د سر د ټولو ژوو ډي ان اې له څلورو بنسټیزو مالیکولونو یا نیکلوټایډز Nucleotides نه جوړه ده.

دې ډلې ساینسپوهانو دوه نور مصنوعي مالیکولونه هم ورزیات کړي دي او هیله یې ښودلې ده چې دا ټکنالوژي په راتلونکې کې د ناروغیو درملنه کې هم وکاروي.

د ریښه یي تکنالوژي ساینسپوهانو بیا غږ کړی چې د دې پرمختللې تکنالوژي په مټ یې د انسان پانکراس غده کې د رغول شوو بېتا ډوله حجرو د کرلو چاره نوره هم اسانه کړې ده، او دا هیلې یې ډېرې کړي دي چې د شکرې لومړی ډول رنځ د تل لپاره ورغوي.

په پورته یادو شوو پېښو سربېره د وینې د یو ډول چنګاښ بریالۍ درملنه، د کرنیزو وړتیاوو لوړېدا، او د لس ګونه زره کاله لرغونو هنري اثارو موندنه د ۲۰۱۴ د ساینس د ډګر د خبرونو ځینې نور سرټکي ول.

خو د ۲۰۱۴ کال د ساینسي موندنو او برسېرونو لړ تر دې ډېر اوږد دی.

تمه دا ده چې را روان کلونه به د ساینسي موندنو لړۍ لا پسې اوږدېږي او پراخېږي، خو هیله بیا دا ده چې دا موندنې به د وګړو د ژوند څرنګوالي کې هم مثبت توپیرونه راولي.

ورته مطالب