لنډکي شعرونه، یو بل نظر

د انځور حقوق
Image caption شاعران نن سبا لنډکي شعرونه لیکي او سملاسي یې له مینه والو ستاینه او نقد هم په برخه کېږي

دا وروستیو کې د شاعرې اناهیتاروهي د لنډکیو شعرونو ټولګه د ( تربتې چیغې ) په نوم چاپ او خپره شوې ده، چې ښه ډېره ستاینه یې په برخه شوې ده. دغه ټولګه کې له احساساتو زیاته توجه د کیفیاتو بیان ته شوې.

لیکوال او شاعر محب الله زغم وايي د دغې ټولګې له لوستو وروسته دی اوس په دې باور دی، چې د شعر کره کتنې په اړه عامه نظر بدل شوی دی:

"په دغه ټولګه کې ډېر لوړ تخیل او عالي مفکورې په هنري بڼه وړاندي شوي دي. اوس هغه پخوانی تصور، چې خلکو فکر کاوه، هر هغه کلام، چې وزن او قافیه ولري، شعر دی، هغه تعریف اوس د منلو وړ نه دی، بلکې که دغه هنر، چې دغو شعرونو کې دی، که دغه جوهر پکې نه وي، شعر یې نه شو بللای."

پوښتنه داده، چې خپله لنډکی شعر چې مینه وال یې په ډېرېدو دي او په خواله رسنیو کې یې هم نن سبا پریمانه خوښونې په برخه کې کېږي څه وبولو؟

ایا لنډکي شعرونه یو نوی ژانر دی او که نه د پخوانيو هغو یوه نوې بڼه ده؟

لیکوال او کره کتونکی اسدالله غضنفر یې په اړه راته وايي:

"د ژانرونو په برخه کې، چې کوم تحقیقات شوي دي، له هغو معلوميږي، چې هېڅ یو ژانر په هوا کې نه پیدا کېږي. دغه اوسنۍ د موبایل او فېسبوک زمانه کوټلتیا ته اړتیا لري او ګومان کوم، چې دغه لنډکي شعرونه نویو وسایلو ته په پام سره خپل یو نقش لوبوي، نو د نقش له پلوه هم او د محتوا له پلوه هم خپل ځیني تمایلات پکې شته او د شکل له پلوه هم، نو په غالب ګومان باید موږ دغه شعرونه د یوه نوي ژانر په توګه ومنو."

که دا ومنل شي، چې دا یو نوی ژانر دی، نو بیا ورپسې دا هم په ذهن کې راګرځي، چې په اوسني پیر کې د یوه نوي ژانر رامنځته کولو ته څومره او ولې اړتیا ده.

لیکوال او شاعر نجیب منلی دغه اړتیا داسې جوتوي:

"جدیدیت یا نوی والی د هر عصر خاصه ده، هېڅ عصر نه شي کولای چې په زړو میراثونو باندې شخوند ووهي. دا هم د ادبیاتو نوي کولو یوه هڅه ده، نو دغه هڅې اوس ګړندۍ دي، علت یې دادی، چې موږ د جګړو په کلونو کې له خپلو پخوانیو ادبیاتو سره یو څه علاقه پرېښودله، زموږ ځوانان له هغو ادبیاتو سره ډېر اشنا نه دي، خو برعکس نړیوال ادبیات موږ ته ډېر نژدې ښکاري، په دې خاطر د زمان تقاضا دا وه، چې دلته باید یو بدلون رامنځته شي، دغه بدلون اوس خپله لاره لټوي او لنډکي شعرونه د دغې لارې لټونې یوه هڅه ده."

په نوي عصر کې د دغې اړتیا پوره کولو لپاره پریمانې هلې ځلې هم کېږي، په ټولیزو رسنیو کې بې شمېره شاعران نن سبا لنډکي شعرونه لیکي او سملاسي یې له مینه والو ستاینه او نقد هم په برخه کېږي.

Image caption زه د ښځو لنډکي شعرونه د نارینه وو تر لنډکیو شعرونو ډېر بریالي بللای شم

ومان نیازی له هغو شاعرانو یو دی، چې خپل ډېر وخت یې د لنډکیو شعرونو پنځولو ته ځانګړی دی او پر کاغذ د دغو شعرونو خپرولو تر څنګ د ټولیزو رسنیو پر پاڼو هم خپل او د نورو شاعرانو لنډکي شعرونه خپروي.

دی راته د لنډکیو شعرونو د محبوبیت ځینې رازونه ښيي او یوه ګیله هم کوي:

"د نورو شعرونو په څېر بندیزونه نه لري، هر څوک پکې د زړه خبره کولای شي، دریم دا چې ما ته د لنډیو په څېر ښکاري، چې انسان کولای شي، په اسانۍ د زړه حال پکې ووايي او ښايي همدا یې د ډېر محبوبیت سبب وي. خو کاش زموږ ادبپوهانو په دغه دومره موده کې د دغو شعرونو په اړه یو څه ویلي وای، یانې لږ تر لږه نقد یې پرې کړی وای، خو متاسفانه هغسې چې ما تمه درلوده، هغسې نقدونه پرې و نه شول. متاسفانه ځینې خلک ان د شعرو په سترګه نه ورته ګوري، حال دا چې په ټوله نړۍ کې دغه ډول شعرونه اوس معمول دي."

د لنډکیو شعرونو په باره کې د ومان ګیله پر خپل ځای، خو د غزل شاعران هم یوه ګیله کوي، چې وايي د غزل ساحه د زړه خبرې کولو لپاره لنډه ده.

لنډکي شعرونه چې په ظاهره یې اډانه نوره هم لنډه تنګه ده، څنګه کولای شي، د زړونو ډېرې خبرې رابرسیره کړي، بیا هم اسدالله غضنفر:

Image caption برېښنايي رسنیو کې او بیا په ځانګړې توګه په خواله رسنیو کې، چې د انسان عواطفو ته پکې لویه برخه ورکوله کېږي، نو د شعري احساساتو څرګندولو لپاره برېښنايي رسنۍ یوه ښه وسیله ده

"دا چې لنډکي شعرونه په دومره سرعت سره عام شوي دي، داسې معلومیږي، چې دغو شاعرانو خپل مخاطبان پېژندلي دي، دوی د اوسنۍ زمانې سرعت او د وخت لږوالی درک کړی دی، دوی ښايي داسې انګېرلې، چې قافیه ممکن د احساس او فکر په څرګندولو کې بندیزونه ولګوي، زه ګومان کوم، لکه هغسې چې په ولسي ادب کې لنډۍ کوم مقام لري، ډېر امکان لري هغسې مقام په مکتوب ادب کې په لیکلي ادب کې همدغه لنډکي شعرونه ومومي."

زموږ د سیمې په دودیزه شاعري کې د ښځینه شاعرۍ په باب داسې تصور کېږي، چې ګواکې پیاوړی ردهم او موسیقیت لري، شاعره او لیکواله شفیقه خپلواک چې ډېرلنډکي شعرونه یې لیکلي راته وايي، چې د لنډکي شعر ساحه څومره وړتیا لري.

شفیقه خپلواک:" زه د ښځو لنډکي شعرونه د نارینه وو تر لنډکیو شعرونو ډېر بریالي بللای شم، ځکه ښځینه له طبیعت سره ډېره ښه اړیکه جوړوي، له روح سره ښه اړیکه جوړوي، که له لنډۍ نه د سیلابونو قید لرې کړو، نو دا خپله لنډکی شعر دی او د ښځو نیمايي ژوند په لنډیو کې دی، په همدې اساس د ښځو په لنډکیو شعرونو کې موسیقیت موجود دی، زما په نظر دوی یو څه درک کوي، بیا یې وايي، دوی له انځوره انځور نه وباسي، بلکې خپله انځورګري کوي."

په شاوخوا سیمه او نوره نړۍ کې لنډکي شعرونه له پخوا راهیسې لیکل کېږي او ډېره مینه وال لري، خو دلته لیدل کېږي، چې د خواله رسنیو له ودې سره، چې کاروونکي یې معمولاً د شعر او نثر دواړو لنډ متنونه خوښوي، د لنډکیو شعرونو مینه وال هم ډېر شوي دي، ایا داسې خو نه ده، چې د خپله د لنډکیو شعرونو له جذابیته ډېر رول خپله د همدي خواله رسنیو دی؟ نجیب منلی:"دا مسالې یوه بل سره تړلې دي، که رسنۍ نه یې ادب نه شته، یو وخت ادب خپله رسنۍ وه، خو اوس په دغې شلمې او یووېشتمې پېړیو کې په ځانګړې توګه رسنیو د ادب په خپرولو کې مهم رول درلود. اوس بیا په دغو برېښنايي رسنیو کې او بیا په ځانګړې توګه په خواله رسنیو کې، چې د انسان عواطفو ته پکې لویه برخه ورکوله کېږي، نو د شعري احساساتو څرګندولو لپاره برېښنايي رسنۍ یوه ښه وسیله ده."

د انځور حقوق b
Image caption اوس هغه پخوانی تصور، چې خلکو فکر کاوه، هر هغه کلام، چې وزن او قافیه ولري، شعر دی، هغه تعریف اوس د منلو وړ نه دی، بلکې که دغه هنر، چې دغو شعرونو کې دی، که دغه جوهر پکې نه وي، شعر یې نه شو بللای

په شعر کې لږ ویل او ښه ویل معیار بلل کېږي، په همدې بنسټ لنډکي شعرونه، چې ډېر ادبپوهان یې د شېبو قلفول بولي، ښايي د فکرونو څرګندولو مناسب چوکاټ واوسي، خو لنډون یې پخپله هغه اړخ دی، چې په کوزه کې د دریاب بندولو په معانا دی او دا په هر صورت اسان کار نه دی.

ورته مطالب