له هغه چا سره به څه کوې چې پر تا تسلط غواړي؟

د انځور حقوق BBC World Service

کله چې انګیلا نیګرو تر رخصتیو وروسته کار ته ستنه شوه، د کار په چاپېریال کې ټولو کارکوونکو پرېکون ورسره کړی و او هېڅ یوه خبرې نه ورسره کولې.

آن هغې مرستیالې هم مخ ترې واړاوه، چې څو اونۍ مخکې یې دا ګومارلې وه.

نیګرو وايي: ''کور ته ستنه شوم او له سترګو مې اوښکو دارې وهلې. زما مشر هم له ما سره خبرې ونه کړې، هېڅوک نه راسره غږېدل، داسې مې وانګیرله لکه هېڅ فزیکي وجود چې نه لرم.''

په وروستي پړاو کې، د هغې یوه کاري ملګري ورته وویل چې مدیر له ټولو وغوښتل چې له تا سره اړیکي غوڅ کړي، نیګرو ته خپلې ملګرې دا هم وویل: ''که چېرې موږ له تا سره غږېدلي وای، نو خپلې دندې به مو له لاسه ورکړې وای.''

دا پېښه د نوي یمې لسیزې په نیمايي کې هغه مهال وشوه، چې نیګرو د فرانسې پلازمېنې پاریس په یوه څېړنیز شرکت کې کار کاوه، خو تر شپږو میاشتو کار کولو وروسته هلته ددې لپاره حالات سرچپه شول. دې کار درې میاشتې دوام وکړ، خو هغې له خپل مشر سره په صراحت سره ددې کار د لاملونو په اړه خبرې کولې.

نیګرو چې اوس په تولوز ښار کې اوسېږي، وايي: ''دا کار ما ته ډېر خطرناک و. په پای کې مې خپل هوډ هم له لاسه ورکړ، او استعفا کولو ته اړه شوم.''

آیا نیګرو د هغې د کینه ناک مشر قرباني شوه؟ او که د هغو کسانو په دسیسه کې له دفتره ووتله چې غوښتل یې پر هغې تسلط ولري؟ په ډېرو حالتونو کې، د کار په چاپېریال کې ددا ډول عمل اصلي لامل ترهول او ناوړه سلوک وي، چې ځینې کسان غواړي پر نورو په بشپړه توګه واکمني او تسلط ولري.

پر نورو کسانو د تسلط لرلو د برخې کارپوهانو ویلي، د دندې پرېښودل، لکه څرنګه چې نیګرو دا کار وکړ، غالباً یوه غوره وسیله ګڼل کېږي، شاید یوازینۍ وسیله هم وي، ځکه چې د ناوړه عمل پای ته رسولو لپاره همدا غوره لار ده، هغه که په کاري چاپېریال کې وي یا شخصي اړیکو کې.

ددې تر شا یو لامل دا هم دی، هغه کسان چې پر نورو کسانو د تسلط لرلو په هڅه کې وي، هېڅ بدلون نه کوي او نه د سمون لوري ته ځي.

خو که چېرې دنده داسې وي، چې باید د تنخا یا نورو لاملونو له کبله پرې نه ښودله شي، باید له داسې تګلارو ګټه واخیستله شي چې له مخالف لوري سره له شخړې پرته ګټورې تمامې شي.

دغه تګلاره له دې ځایه پیلېږي، چې د دا ډول کړو وړو تر شا انګیزې او اصلي لاملونه وپلټل شي، هېڅکله په ستونزمنو چارو کې لاس ونه وهل شي او انسان پر خپلو قوانینو کلک ودرېږي.

په لاندې کرښو کې د هغو کسانو ځینې اهداف درته وړاندې کېږي، چې غواړي پر نورو د تسلط لرلو فکر ورسره وي:

د تسلط لرونکي سړي ډي اېن اې معلومول

ځینې وخت هغه کس چې غواړي پر تاسو تسلط ولري، ستاسې کاري ملګری یا مشر وي.

د هغه د کړو وړو تر شا بېلابېل اړخونه وي، چې ځینو ته یې ستا هېڅ ذهن نه ور رسېږي، شاید ستا ملګری د خپلې دندې له لاسه ورکوو وېره ولري، یا شاید د کار کولو وړتیا ونه لري، په کار کې ټېک نه شي کولی او له تا وېرېږي.

جیم وارنر د (له ډرامې پرته کاري چاپېریال: له خپل کاري ټیم، ملګرو او مشر سره د سالمې همکارۍ لارښود) کتاب لیکوال دی.

د انځور حقوق BBC World Service

وارنر وايي: ''په ډېرو حالاتو کې، هغه کسان ترقي او ترفیع نه شي کولی چې غواړي پر تا تسلط ولري؛ ځکه نو پخپله سینه کې هغه ناشولته کینه پر نورو ملګرو سړوي چې د کاري چاپېریال د ګډوډېدو لامل ګرځي او غواړي چې پر خپلو سیالو کاري ملګرو د تسلط لرلو هڅه جاري وساتي او هغوی تل وځوروي.

دا ډول کسان ځان داسې ګڼي، چې ګني دوی هېڅ نیمګړتیا نه لري او تر نورو برتر دي.

د غوسې له حالتونو سره د معاملې کولو یوه کارپوهه لیزلي سټیفنسن، چې د سویس په زیوریخ کې اوسېږي، پر دې اند ده چې شاید ځینې کسان ښه نیت ولري، ولو که ظاهري کړه وړه یې ویجاړوونکي هم وي.

دا وايي: ''باید پر دې ځان پوی کړئ مقابل کس ته نور کسان ډېر زیات مهم دي، یا شاید تسلط غوښتونکی کس له ځینو اجرآتو خوښ نه ښکاري او یا باور نه ورباندې لري.''

که لامل یې هرڅه وي، خو پر نورو د تسلط موندونو ظاهري سلوک کاري چاپېریال ډېر ګډوډوي. نیګرو نه پوهېده چې ولې یې مشر پر خپلو ملګرو د عام او تام واک لرلو فکر درلود، دا وايي: ''باوري یم چې ما به په یوه شي کې تېروتنه کړې وي، خو په دقیق ډول حدس نه شم وهلی چې څه به و. په دا ډول سلوک کول سړی پر ځان شکمنوي.''

لومړۍ تګلاره: تحلیل او نتیجه ګیري

په کلیفورنیا ایالت کې د ((پر نورو تسلط لرل: هغه کسان څنګه وپېژنو چې پر تاسو د تسلط لرلو هوډ لري)) کتاب لیکواله پاتریشنیا ایوانس وايي، باید داسې اسلوب غوره کړئ چې پر تاسې تسلط لرونکی کس ستاسې ذهن ته لاره وکړي، او د خپل زړه حقیقت او واقعیت درته ووايي.

د کار په ځای کې، ځینې وخت پیل داسې کېږي، چې تسلط غوښتونکی کس ووايي: ''پرې مې ږده چې دا کار وکړم، (موږ) پوهېږو چې تاسو له حساب سره ډېر کاروبار نه لرئ یا نه ورباندې پوهېږئ.''

د (موږ) توري ته سم فکر وکړئ، هغه څوک چې دا ډول توري کاروي، هدف یې دا ادعا کول وي چې ګني دی ځان یوازې نه بولي بلکې په هرشي کې ځان ورته رسېدلی ښکاري.

ځینې نورې بېلګې داسې دي لکه تسلط لرونکی کس چې ووايي:

''پوهېږم چې تا ولې په عامه ناسته کې داسې پوښتنه وکړه. ته غواړې ثابته کړې چې ستا لاس خلاص دی، او خلک خپل نظر ته درجذب کړې، او د رییس په وړاندې ځان ښه وځلوې.''

دا یوه بله داسې بېلګه ده چې تسلط لرونکی کس داسې ادعا کوي چې ګني د بل کس داخلي انګیزې ورته مالومې دي.

ایوانس وايي: ''که یوڅوک ستا د ستایلو هڅه وکړي، ولو که په پټه طریقه هم وي، نو هدف یې دا وي چې پټ اسرار افشا کړي. ځینې وخت تاسو هڅه کوئ چې هغه ته دا تشریح کړئ چې: ''دا زما مطلب نه و، او نه په دې باور یم. نه مې داسې هڅه کول غوښتل... د پرله پسې ځان سپینولو نتیجه دا کېږي چې ستا ذهن ګډوډ کړي، خوب دې ورک شي ...''

د انځور حقوق BBC World Service

وارنر وايي، تسلط لرونکی کس هڅه کوي چې د (ولې) پوښتنه رامخې ته کړي: ''هر درې کلن ماشوم غواړي په ریښتیني ډول پوی شي چې د اسمان رنګ ولې شین دی. خو د کار په چاپېریال کې د (ولې) په شان پوښتنې په پیل کې د یوې بلې جملې لپاره پیلامه وي.

تل دداسې پوښتنې د نه ځوابولو هڅه وکړئ. ځینې چلونه درښیم چې څرنګه دا کار عملي کېدای شي.

تسلط لرونکی کس: ''ستا پاڼې مې د فوټوسټیټ پرسر ولیدې. ولې په دې پروژه کې کار کوې؟''

ددې پوښتنې احتمالي هدف دا وي چې ګني تاسې ته: ''نه ښايي چې په دغه پروژه کې کار وکړئ.''

وارنر سپارښتنه کوي چې تاسې باید دفاعي دریځ خپل نه کړئ، یا دا چې په کوم حرکت کولو سره د ځان سپینولو هڅه وکړئ، بلکې ژور فکر وکړئ.''

شاید ښه غبرګون یا ځواب داسې وي چې: ''ښکاري چې زما پاڼې دې د فوټوسټیټ پرسر ولیدې. ایا پوهېدلی شم چې تاسې ته زما پروژه مهمه ده. مننه کوم.'' بیا یوڅه شاته ترې ولاړ شئ.

همدا د وارنر سپارښتنه ده. بل غوراوی داسې هم کېدای شي چې د مقابل لوري د پوښتنې په ځواب کې درېیم کس درګډ کړئ، تاسو ووایاست: ''جان، داسې ښکاري چې تاسو په دغه پرژوه کې یوڅه ترلاسه کوئ.'' له دې سره، په دغه غوراوي کې ډېر احتیاط کوئ، ځکه چې مقابل لوری بیا ځواب درکړي، شاید ووايي چې: ''ما له تا وپوښتل، ولې په دغه پروژه کې کار کوې؟'' وارنر وايي ځواب یې باید دا وي چې: ''جان، دقیقاً څه غواړې؟''

دویمه تګلاره: ووایه ودرېږه

غالباً د مقابل لوري کړه وړه له غوسې او یوډول سپکاوي ډک وي. ځینې وخت دا کار د نورو له پوهېدو پرته رامنځ ته کېږي، ترڅو تسلط لرونکی کس په داسې ځورونکي سلوک سره د مقابل لوري په خوله کې د (ولې) لپاره (دلیل) وچ کړي.

نیګرو وايي، پاریس کې یې مدیر له غوسې نژدې و چې وچووي، خو د نورو کسانو په مخ کې، هغه به نورې تګلارې کارولې، لکه ډېر وخت بې خبرو پاتې کېدل، شاید دا کار سخت وي، خو د کارپوهانو له سپارښتنې سره سم، باید تاسو له زغم او صبر نه کار واخلئ.

سټیفنسن وايي: ''ځینې وخت یوشمېر کسان هغه څه په خوله وايي چې د کار د خطر په اړه یې په زړونو کې وي، زما د تجربې له مخې، کله چې یوڅوک خپل نظر په ډاګه ووايي، لس نور داسې کسان هم مومئ چې همداسې یو احساس ورسره وي.''

په ښکاره د خپل نظر ویل د هغه چا پر وړاندې چې پر تاسو تسلط لرل غواړي، د ټینګ او مخامخ دریځ ښکارندويي کوي، ان که چېرې دا دریځ ستا د شخصیت استازیتوب هم ونه کړي، باید ددغه کس مخه په شدت سره ونیسې.

وارنر وايي: ''که چېرې تاسو د کمزورۍ یو ټکی ولرئ، نو مقابل لوری یې په مټ ستاسې احساسات راپاروي.''

درېیمه تګلاره: د ادارې دریځ او هغه کم ګڼل

د انځور حقوق BBC World Service

د مقابل لوري کړه وړه داسې کم وګڼئ چې ځان ټیټ ورته ښکاره شي. دا کار د غوسه ناکو خبرو او مخامخېدنو له لارې کولی شئ.

دا کار ځکه مهم دی که چېرې تاسو په دغه چاپېریال کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېږئ، نو د وارنر په نظر: ''دا کار منفي ابعاد او ناروغۍ زیږوي، شاید تاسو په یوه ناروغۍ اخته شئ، او یا ستاسې په ژوند کې ستاسې پر نورو اړیکو اغېز وکړي.''

په وروستي تمځي کې، که چېرې تاسو د کار په ځای کې د ډېر وخت لپاره له یوه مخالف کس سره ژوند کوئ، غوره دا ده چې هغه بیخي له خپل ذهن نه وباسئ، یا په بله وینا ویې بښئ او اهمیت ور نه کړئ.

وارنر وايي: ''په داسې وضعیت کې زه اوسېدی شم او ستونزو ته اوږه ورکوم، یا یې بابیزه ګڼم او هېڅ اهمیت نه ورکوم.''

دی زیاتوي: ''څه چې پېښېږي، ویې منه، پر هغه څه ژور فکر وکړه چې ستا په ذهن او زړه کې درګرځي، د شا ته کتلو پرځای مخته وګوره.''