پېښور: ځینو ښوونکو له ځانه دفاع ته وسلې اخیستې

د انځور حقوق AFP
Image caption زموږ دنده ښوونه او روزنه ده، نه دا چې وسله وګرځوو. ملک خالد خان

تېره میاشت پېښور کې پر یوه ښوونځي د وسله والو طالبانو له بریده وروسته پاکستان ښوونکو ته اجازه ورکړې، چې وسله وګرځوي.

د بي بي سي خبریال شاه زیب جیلاني پېښور کې هغه ښوونځي ته ورغلی، چې عمله یې د ګارد په توګه دنده ترسره کوي.

د جنورۍ میاشتې یوه ورځ چې اسمان وریځ و، محمد اقبال د دولتي ښوونځي په انګړ کې فزیکي تمرین کوي، چې له دې مخکې دغه ډول تمرین بې ساري و.

د هلکانو دغه ښوونځي ودانۍ د پېښور له ډېرو لویو او پخوانیو حکومتي هغو نه یوه ده.

دغه ښوونځی د لوبو یو خورا پراخ میدان لري، خو دغه ښوونځي ته نژدې پر ارمي پبلک سکول نومي ښوونځي د طالبانو له بریده وروسته، چې نژدې ۱۵۰ کسان پکې ووژل شول، دغه میدان معمولاً تش پروت وي.

له هغې غمیزې مخکې د ښاغلي اقبال دنده داوه، چې د زده کونکو لپاره د سپورت اسانتیاوې چمتو کړي.

خو اوس د اقبال دنده دا هم ده، چې د ښوونځي امنیت خوندیتوب مسوولیت پر غاړه واخلي. اقبال اوس تر خپل کمېس لاندې تنفګچه ساتي.

دغه ښوونځي اوس وسله تر لاسه کړې ده او ځیني کارکونکي یې وسله وال کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکو د ښوونځیو دیوالونو لوړولو، ازغزنو سیمونو، امنیتي کامېرو او دروازو د لګولو په ګډون یو شمېر امنیتي ګامونه پورته کړِِي.

له دوی نه یو کس د نښه ویشتونکي په څېر د ښوونځي پر چت ناست وي او ځینې نور یې د ښوونځي دروازې ساتنه کوي.

اقبال وايي: په ارمي پبلک سکول کې د برید پر مهال یو شمېر ښوونکي ووژل شول. زه غواړم باوري کړم چې که دلته داسې پېښه وشي، موږ به ورسره مقاومت وکړو.

کله چې له هغه وپوښتل شول، چې د یوه ښوونکي په توګه ورته د وسلې ګرځول ګرانه چاره نه ده؟

اقبال وايي: زموږ دنده د علم خپرول دي، نه دا چې خپلو زده کونکو ته وسلې وروښیو، خو حالات داسې شوي، چې د ځان ساتنې لپاره اړ یو، چې وسله وګرځوو.

اداره مني، دا چې پولیس نه توانیږي، ټول ایالت کې لسګونه زره ښوونځي وساتي او دغه راز د شتمنو شخصي ښوونځیو په څېر دولتي ښوونځي د پېسو نشتوالي له کبله نه شي کولای امنیتي ګارد وساتي، ځکه دوی پرته له دې، چې خپله د خوندیتوب لپاره لاره چاره ولټوي، بله لاره نه ویني.

د دسمبر ۱۶ مې برید د پاکستان په لر او بر کې د وېرې یوه څپه خپره کړه. د دغه هېواد نژدې ټول ښوونځي سملاسي وتړل شول.

کله چې دغه ښوونځي د ژمنیو رخصتیو له ټاکلې مودې یوه میاشت ځنډ وروسته پرانیستل شول ډېر والدین ښوونځي ته د خپلو ماشومانو ورلېږلو په باب زړه نا زړه وو.

چارواکو د ښوونځیو دیوالونو لوړولو، ازغزنو سیمونو، امنیتي کامېرو او دروازو د لګولو په ګډون یو شمېر امنیتي ګامونه پورته کړه.

له دې هم ها خوا چارواکو اعلان وکړ دوی به د جواز له اخیستو وروسته ښوونکو ته اجازه ورکړي، چې وسله وګرځوي.

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption د پېښور پر ښوونځي له بریده وروسته ډېر پاکستانیان ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو لېږلو ته زړه نازړه وو

د اطلاعاتو ایالتي وزیر مشتاق غني وايي: د دې چارې هدف دا دی، چې که پر ښوونځي برید کېږي دوی به وکولای شي، چې د مرستې رسېدو تر مهاله بریدګرو سره مقاومت وکړي.

خو دغې پرېکړې انتقادي غبرګونونه هم پارولي دي. د خیبر پښتونخوا ایالت د ښوونکو اتحادیې مشر او یو سر ښوونکی ملک خالد خان وايي:

' زموږ دنده ښوونه او روزنه ده، نه دا چې وسله وګرځوو. موږ د امنیتي ګارد په توګه دندې ته چمتو نه یو. '

تېره اونۍ ایالتي حکومت اړ ایستل شو، چې له خپلو یو شمېر پخوانیو څرګندونو په شا شي. د خیبر پښتونخوا ایالت د پوهنې وزیر عاطف خان بي بي سي ته وویل:

' موږ ښوونکو ته د وسلو ګرځولو امر نه دی کړی، بلکې موږ په دې اړه خبره کړې وه، چې که ښوونکي یا والدین وغواړي حکومت د جوازلرونکې وسلې ګرځولو ساتلو اجازه ورکړي. '

چارواکي وايي د پاکستان په شمال لوېدیځو سیمو کې په دودیز ډول د وسلې ګرځول لویه خبره نه ده، خو یو شمېر نور بیا په دې باور دي، چې په ښوونځیو کې د وسلو ساتلو دود ته وده ورکول د سخت دریځۍ سره مبارزه کې مرسته نه کوي.