هوټل څلور څیزونه نه درته وايي

د انځور حقوق Getty

کله چې تاسو په سفر کې یاست، نو هوټل ستاسې د کور په شان دي، خو زیاتره هوټلونه، آن لوکسترین هغه یې هم ستا د کور په څېر پاکوالی او د روغتیا او آرامۍ فضا نه لري.

خو د پاکوالي معیار څه دی؟‌ او په کوم هوټل کې چې دېره شئ، باید له کومو څیزونو ډډه وکړئ؟‌ یوې ډېرې مشهورې وېبپاڼې ( کورا Quora) ته ددغو پوښتنو د ځوابونو موندلو لپاره ورغلو او دویمه پوښتنه مو وړاندې کړه:‌ ایا د هوټل د خونو په اړه کوم څیزونه بابیزه ګڼو؟‌

د هوټلونو ګڼو کارکوونکو او د هوټل د چارو کارپوهانو راته د هوټل د ننه ډېر ناویل شوي څیزونه په ډاګه کړل، لومړی یې د خونې په وره کې د "کوچنۍ سترګۍ" (په وره کې هغه کوچنی سوری چې له بهره سړی پکې نه ښکاري، خو د ننه بیا بهر ولاړ سړی غټ ښکاري) په اړه ځینې پټ‌ رازونه وویل،‌ همداشان په بستره کې د وړو حشرو او د هوټل تر ټولو ککړ ځای په اړه یې معلومات راکړل.

سترګۍ،‌ شاید د څارګرۍ (جاسوسۍ) کامره وي

د انځور حقوق Getty

په شمالي کارولینا ایالت کې د بیټشمونټ هوټلونو د لړۍ اجرائیوي مشر مایکل فوریسټ جونز راته وویل:‌ "په هوټل کې د خپلې خونې په وره کې کوچنۍ سترګۍ ښه وګورئ، که چېرې مو احساس کړه چې یوڅه خرابه شوې او یا څه شی پکې نه ښکاري، سم لاسي بلې خونې ته د لېږېدو ملا وتړئ."

دغه سترګۍ باید ډېره رڼه او پاکه وي،‌ او بلې خوا ته هرڅه پکې سم ولیدل شي، خو که چېرې خړه پړه او ګرېدلې وي،‌ وېره ترې پکار ده،‌ شاید کوچنۍ کامره پکې لګول شوې وي، چې په سرچپه ډول په خونه کې د ننه مېلمه ټول حالت بهر سړي ته ښکاره کړي.‌

جونز د هوټل مېلمنو ته سپارښتنه کوي، چې د خپل ځان د ساتنې پخاطر باید د وره د سترګۍ له شفافیت نه ځان ډاډمن کړي،‌ او که چېرې اړتیا نه وي، د لیرې کولو غوښتنه یې هم کولی شي.‌ جونز زیاتوي،‌ کله مو چې هوټل کې ور وټکول شي، له سترګۍ بهر ته وګورئ او څوک ونه وینئ، هېڅکله ور مه پرانیزئ، او سم لاسي د هوټل د هرکلي برخې ته تیلفون وکړئ.

د چای اېشولو او اوبه ګرموونکي نه ډډه وکړئ

د انځور حقوق BBC World Service

که چېرې تاسو هر سهار له چای یا قهوې خوړلو پرته نه شئ پیلولی،‌ نو پخپله خونه کې د چای اېشولو او اوبه ګرموونکي له کارولو باید ډډه وکړئ،‌ د هوټل خوړنځي او یا بهر کوم بل رستورانت ته ورشئ. دا سپارښتنه په (کورا) کې زیاترو هغو کسانو راته وکړه،‌ چې په دې اړه مو د دوی نظر غوښتی و.

د الینوی ایالت شیکاګو د یوه هوتل مشر کین لیم راته وویل:‌"هغه څه چې زما حساسیت ډېر راپاروي، د اوبو اېشولو چای جوش ده، ظاهراً پاک ښکاري، خو هېڅوک نه پوهېږي چې ددې خونې مخکیني مېلمه دا چای جوش څرنګه کارولې ده.‌ د سګریټ دانۍ،‌ قلمونو او دې ته ورته نورو څیزونو په اړه هم فکر وکړئ.

په سفر کې تجربه لرونکی کوپر ووډز وايي، په تشناب کې ښیښه یي ګیلاسونه هم باید شک وپاروي. په حمام کې اېښودل شوي ګیلاسونه دومره پاک نه وي، لکه څرنګه چې په ظاهر ښکاري، د هوټل کارکوونکي یې یوازې په یوه دسمال پاک کړي او یا یې په عادي اوبو ومینځي.‌ مېلمه باید د خپلې خونې ګیلاسونه په صابون پخپله ښه پاک ومیني.‌

ستا د توکو ساتلو غوره ځای حمام دی

د انځور حقوق Getty

ورسته تر هغه چې د حمام د غولي له پاکوالي ډاډمن شوئ، د خپلو توکو بکس همالته پرانیزئ، د توکو لپاره پر ځانګړي لرګین میز یې مه ږدئ. لامل یې دا دی چې د کالیو خوړلو کوچنۍ ګونګټې زیاتره لرګیو ته مخه کوي، چې له هماغه ځایه په اسانۍ سره ستاسو کالیو ته ننوتلی شي.

خو اوسپنیز کوټبند بیا تر لرګین هغه غوره دی؛ ځکه چې حشرات پر اوسپنه نه شي ختلی.‌

د هوټل خونه کې تر ټولو ککړ شی

د انځور حقوق BBC World Service

دا ډېره دود ده چې د هوټلونو په خونو کې تر ټولو ککړ شی د تلویزیون ریموټ وي. په ټکساس ایالت کې د هوسټن اوسېدونکی د (کورا) وېبپاڼې یو چلوونکی او ډېر سفر کوونکی ویلیم باین وايي: "ډېر ځله مې په هوټلونو کې ریموټونه تر هرڅه ډېر ککړ ولیدل،‌ ښکاري چې د هوټل کارکوونکي یې پاکولو ته هېڅ پام نه کوي."

په حقیقت کې لکه څرنګه چې د (کورا) وېبپاڼې جان لیش د هیوسټن پوهنتون د ۲۰۱۲ کال یوې څېړنې ته په اشارې وايي،‌ په هوټل کې د تلوزیونونو ریموټونه هم لکه د حمام او تشناب په څېر ککړ وي، چې هره ورځ پاکولو ته اړتیا لري.

همداشان، په کونج یا د میز پر سر د ګروپ روښانولو/ګولولو تڼۍ هم تر ډېره ککړه وي.‌ کله چې دغه څیزونه کاروئ، باید د بکتریا ضد یو دسمال درسره وي.‌

د خوشحالۍ احساس وکړئ

له نېکه مرغه،‌ د هوټل د حشراتو، د ککړ ریموټ او مجهولې سترګۍ په اړه پر وېرې سربېره،‌ ګڼ مېلمانه په هوټلونو کې په اوسېدو خوښ ښکاري.

د بېلګې په توګه،‌ د امریکا بسټ ویسټیرن هوټلونو چلوونکي د هوټل په هره خونه کې یوه داسې لکړه ږدي، چې د هر شي پر سر وموښل شي، مضرې بکتریاوې له منځه وړي، همداشان دوی د اوبو ضد ریموټونه کاروي، چې وینځل یې اسانه وي.

په عمومه توګه، که چېرې د هوټل پر پاکوالي باوري نه یاست،‌ باید د بکټریاوو ضد دسمالونه درسره وي.‌ خو که چېرې غواړئ،‌ د خپلې خونې له لا ډېر پاکوالي ځانونه مطمئن کړئ، د بکتریاوو کشفوونکی باید درسره وي.‌

ددې مطلب اصلي بڼه پر BBC Travel وېبپاڼه لوستلی شئ.‌