نیویارک کې د افغان ماشومانو د مورنۍ ژبې نیمګړتيا

د انځور حقوق PA

ماشوم چې وزېږېږي تر ټولو مخکې يې د مور وينا په ياد کې ځای نيسي. خپله مور ورته یوڅه وايي، که ځار، قربان یا کوم بل ټکی وي چې هره ژبه کې وي، خو خپله ژبه کې يې ورته وايي.

بیا نو روښانه ده چې ماشوم لومړی په خبرو راشي هغه کلمه یا توری زده کوي چې ډېر یې اوري یا ډېر ورته ویل کېږي.

همداسې چې ماشوم وده کوي او لويېږي، نوې کلمې او خبرې زده کوي اخر چې لوی شي، پوی شي، او خپله مورنۍ ژبه بشپړه زده کړي.

یو ولس، یو قام په ژبه پېژندل کېږي، چې ژبه نه وي، ژبه ورکه شي ذات ورک شي، تن ورک شي بدن ورک شي.

روح او جسم ټول له منځه ځي، بیا نور څه پاتې شول هېڅ! خو که څوک پرې وپوهېږي.

خپله ژبه یو کمال دی یو مقام دی. زموږ ژبه خوږه پښتو ده او موږ پښتانه يوو، او هم پښتو افغانستان کې رسمي ژبه ده.

دا به څنګه قوم او څنګه ولس وي چې د خپلې ژبې، اولاد بې پروايي کوي خپله ژبه هېروي او ورکوي یې.

نیویارک کې ډېر میندې پلرونه په لوی لاس د خپلې ژبې، قوم، ملت او ماشومانو سره بې پامي کوي، ماشومان یې پر خپله مورنۍ ژبه خبرې نه شي کولی او نه پرې پوهېږي.

د انځور حقوق Thinkstock

دا ټکه نیویارک کې نه یوازې پر پښتو او پښتنو رالوېدلې، د نورو ژبو ماشومان همداسې دي.

خو زه دلته یوازې پښتو ژبه یادوم، دې نړۍ کې خدای خبر میندې پلرونه په کوم خوب ویده دي، چې خپله ژبه او خپل ماشومان يې په دې ډول له پامه غورځولي.

دلته زه ګورم چې د ښوونځي له عمره ټيټ ډېر واړه ماشومان په انګرېزۍ ګړېږي داسې روانه یې وایي ته به وایې خپله مورنۍ ژبه یې ده، خو په پښتو شک رک نه دي.

ځینو میندو ته مې ويل ماشومانو ته مو خپله پښتو ولې نه ده ښودلې، دوی خو ښوونځي ته هم نه ځي چې هلته به یې زده کړې وي، څنګه ورسره خپله ژبه کې خبرې نه کوئ؟

د ډېری میندو ځواب و: له کارټون یې زده کړې.

یو دوه میندو راته کړل: په خدای تاسو ورته غوږ شئ لکه توتي داسې خبرې کوي دومره ښه انګرېزي وایی لکه توتي.

تعجب دی، یعنې دوی نه دي ګرم کارټون ګرم دی. په خندا مې ورته کړل، نه تاسو پښتو نه ده ورسره ویلې، ځکه بیخي پرې نه پوهېږي. خو دوی بیا هم هغه خبره کوله.

نیویارک ته له لندن راغلې مېلمنې سره څلور کلن ماشوم زوی و، چې لندن کې زېږېدلی و، خو پښتو ژبه یې ډېره ښکلې روانه او سوچه ویله.

دوی ته مې د دې ماشوم مثال وړاندې کړ: ما شا الله دا ماشوم څنګه ښکلې پښتو وايي، اصلي توتي او بلبل خو دا دی، چې وړوکوالي کې یې ډېره ښه وایي.

ځکه چې دې سره یې کور کې موروپلار او کورنۍ انګرېزۍ نه ده ویلې، خپله ژبه یې ورته ښودلې، او انګرېزي خو هسې هم ښوونځي کې زده کوي.

دلته فضا داسې وي، چې ځینې داسې تنکي ځوانان نجونې هلکان دي، که کومه یوه خبر درته پښتو وکړي نور خپلو کې انکرېزي ګډ شي، چې یو مشر یا مشره، میندې پلرونه څوک هم دومره نه ورته وایي خپله پښتو ژبه خبرې وکړئ.

د انځور حقوق bbc

دا توتیان او بلبلان مو خپله ژبه کې وغږوئ، د انګرېزي ژبې توتیان بلبلان ډېر دي، لومړی توتي او بلبل ته خپله ژبه زده کول په کار دي، چې خپله ژبه زده کړي، ښه خبر ده وروسته بیا نورو ژبو کې توتیان بلبلان وغږوئ، خو لومړی خپله ژبه مهمه ده.

لکه څنګه چې ارواښاد استاد ګل پاچا الفت ویلي دي:

پردۍ ژبه زده کول که لوی کمال دی

خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

نیویارک کې افغان ماشومان د خپلې ژبې له بې کمالۍ سره مخ دي، ماشومان خو ماشومان دي واړه دي نه پوهېږي، لویان د خدای نه ناپوهه کوي، دوی له مستۍ نه ماشومانو سره خپله ژبه نه وایي.

داسې ښکاري ځینې میندې پلرونه په کورونو کې د ماشومانو سره ځکه انګرېزي وایي چې دوی خپله انګرېزي پخوي او زده کوي، ځکه له ماشومانو ښه، په اسانه او ژر زده کېږي.

خو په دې غم کې نه دي چې له ماشومانو خو مو خپله ژبه واخیسته، دوی چې له ښوونځي په تلو شي، بیا نو ښوونځي کې انګرېري، د باندې انګرېزي، کور کې انګرېزي، پخه او خپله ژبه شي.

بیا هم کور کې ورته میندې پلرونه نه وایي چې: ښوونځي او له کور د باندې مو انګرېزي ویل کافي او بس دي، په کور د ننه خپله پښتو وایئ.

له بده مرغه نیویارک مېشتي ډېری میندې پلرونه د خپلې ژبې په ساتلو کې پوره هڅه او کوښښ نه کوي.

نورې هڅې او کوښښونه خو په ځای پرېږده، د پښتو زده کړې سي ډي، انټرنیټ ویبسایټونه، کتابونه او... لیکلو او لوستلو ته خو مخه کولی شي.

خبرې ورسره پښتو نه کوي.

لکه څنګه چې د نوروشیانو لکه مال، متاع، زر، زیور او پیسو په ساتلو، خوندي کولو کې کوښښ کېږي همداسې د خپلې ژبې ساتلو او بډاینه کې هم لږ څه هڅه اړینه ده.

کوم ولس، قوم او هېواد چې پوهه او هدف نه لري، خپل ځان خپله ژبه بایلي.

دا مسولیت د میندو پلرونو دی، چې که نور غم یې نه شي خوړلی لکه د پښتو زده کړې لارښوونې او نور، داسط خو مه کوئ چې خپله ورسره پښتو نه وايئ او یا یې پښتو ویلو ته نه دربولۍ.

د خپلې ژبې ساتنه په کار ده، د پښتو ژبې پراختیا، پرمختیا او ژوندي ساتلو لپاره هڅه او هاند زموږ فرض او دنده جوړېږي.

په همدې هیله چې ټول همداسې شو.