نيويارک ته نوي راغلي کډوال

د انځور حقوق bbc

امریکا ته چې د کومو نويو افغانانو لړۍ روانه ده، په هغو کې له ځینو کورنيو سره تر یوې ټاکلې مودې مرسته کېږي خو بیا به خپل غم په خپله کوي.

په دې ډله خلکو کې ځینو په افغانستان کې ښه کاروبار او ډبل معاشونه درلودل. د چا خبره د پیسو په ګدۍ ناست وو.

دې خلکو داسې ګڼله چې دلته څومره ډېر معاشونه اخلو دومره مو عقل، فکر او کمال هم ډېر دی، په امریکا کې خو به تر دې زیاتی تنخاوې اخلو.

وایی: چې په سمندر ورګډ نه يې د ژوروالي یې مه وایه، دوی چې په کوم سوچ او فکر امریکا ته راغلي، هغسې نه ول، دا دي چې دوی پریشانه، غوسه او پښیمانه دي، ځکه چې دوی له امریکا کومې غوښتنې لرلې هغه ترسره نه شوې.

نیویارک ته راغلي کډوال له کاري ستونزو سره مخ دي، دوی غواړي د خپلې خوښې کارونه پیدا کړي، چې دا ناشونې ده، ځکه یې ستونزې کړوي، د دوی د خوښې او مسلک دنده خو نشته، نورې دندې هم په اسانۍ نه پيدا کېږي.

په سټورونو او رسټورانټونو کې هم کار په اسانه نه پیدا کېږي، چې پیدا شي بیا یې کولی نشي، لکه وایي چې: ناراسته لوګری لور په لوټه تېروي.

د افغانستان په څېر دلته په لوټه د لور تېرول نشته، که څوک داسې وکړي هغه ګړۍ له کاره ایستل کېږي.

که څه هم نیویارک تر ټولو مصروف او د ګڼې ګوڼې ځای دی، خو دوی چې له هغه ځای نه کوم لوړ سوچ له ځان سره راوړي، هغه دلته نشته او نه د دوی ټولی غوښتنی تر سره کېږي.

یوه ورځ زما یوه ټوکي او مجلسي خورلڼه موسکۍ موسکۍ کېده، او یوې بلې مېرمنې ته یې اشاره وکړه، کړل یی دا غریبان دا څو میاشتې کېږی نوي له افغانستان راغلي، اوس ډير په تنګ او خپه دي، ځکه دوی هلته ښه ژوند او کاربار درلود او دلته دا شی نشته.

په خبرو کې مې نوې راغلې مېلمنې ته کړل: خپه کېږه مه، نیویارک کې ډېر کارونه پیدا کېږي خوهغه راته داسې لګیا شوه: ګوره! زما خاوند هلته له فلاني پوهنځي فارغ و، فلانۍ دنده یې درلوده، ښه معاش او ژوند، څنګه کېدای شي هغه دی دلته داسې لوېدلي کارونه وکړي.

ورته ومې ویل ښه خورې، دا خو به ډېره ښه وي، خو په ګوړه ګوړه ویلو خوله نه خوږیږي، ټوکي خورلڼه مې پوره په خندا وه.

د انځور حقوق bbc

څه موده وروسته مې هغه نوې راغلې مېرمن بیا ولیده، ترې ومې پوښتل خاوند دی کار نه دی موندلی؟ راته کړل یې: نه، خاوند مې خپل ټول اسناد او کاغذونه دفتر په دفتر وګرځول، خو کار ورته نه پیدا کېږي، ټولو ته وایم چې که اوس چیرته په کوم رسټورانټ او ... کې ورته څوک کار پيدا کړي.

ورته ومې ویل: ټکسي دې وچلوي، دې خپله غاړه يې تخته کړه او ویې ویل، کوي يې خو د ډريورۍ امتحان کې نه کامیابېږي، نه ترې کېږي، څه وکړو، دوه ځلې پکې ناکام شو، چې اوس ورته یو کار پیدا شي په کوم سټور کې هم ښه به وي، ډېره خپه یم.

دا دي دوې میاشتې وروسته راباندې مرستې بندوي، بیا به څه کوو، خاوند مې وایی امریکا ته د راتلو څه مطلب، چې خپل هېواد کې مو ارامي او قانونیت وی څه مو غوښتل چې راتلو.

ورته کړل مې هو، دا خو ده چې خپل هېواد له مجبورۍ پرېښودل کېږي، چې خپل هېواد کې ارامي او سوله وی پردیو هېوادو کې به خلکو څه کول، خو د نا امنۍ نه خلک مجبور دي خپل ملکونه پرېږدي، درېغی زموږ هېواد ارام او سوکاله شي.

څو ورځې وروسته خبره شوم چې خاوند یې چېرته په .... کې کار موندلی په اوونۍ کې دوې ورځې، هغه هم ورسره د ملګري د مرستې او کوښښ په زیار. د دوې ورځې کار پیسې ډېرې لږ دي او لګښت زیات، ځکه خو له ستونزو سره مخ او خپه دی.

پیسې خو هېڅ ځای مفتې نشته خو نیویارک کې خلک ډېر کار کوي، زحمت، ستړیا او بې خوبي ګالي، پیسې ګټي، امریکایان خپله شپه ورځ خپل ځان، خپلو خلکو، او خپل هېواد ته په اخلاص کار کوي.

اضافه کاري او څو ځایه دندې لري، د کار موندنې په تمه نه کېني، که څه هم د دوی له سويې ټيټ وی، دوی یې په ښه ډول ترسره کوي، د وخت او کار قدر پېژني، وخت خوشی نه تېروي د وخت او کار کلک پابند دي.

بې کاري ښه نه ګڼي او د کار په کولو نه شرمېږي، د پرمختګ یو سبب یې دا هم دی.

کله چې په لارو، سړکونو او پلونو کې څه سوړې او خرابی وي د شپې له خوا پرې کار کوي، که څه هم د شپې خلک دندو ته ځي راځي خو تر ورځې یو څه کم وي، ځينې وګړي د شپې دندې ترسره کوي، داسې نه دي چې شپې ټول ویده شي لکه هلته.

افغانستان کې خو چې څوک له پوهنتون فارغ شي، په ځان ختمه کړي، چې دنده نه ورته پیدا کېږي، بل موقتی یا اضافه کارۍ ته خو لاس نه وروړي، د هغه دندې موندلو په تمه په میاشتو کلونو بې کاره ناست وي، سټورونو، رسټورانټونو او... کې خو یې کارونو ته ملا نه ټيټېږي.

چې چا به د دندې په اړه ترې وپوښتل، ویل به یې په کار پسې ګرځم، هو دومره وخت شو چې له پوهنځي فارغ یم خو دنده لا نه ده راته پیدا شوې، یا دومره وخت کېږي چې له فلانۍ دندې ګوښه یم، خو بله دنده مې لا نه ده موندلې، په دې تمه به خوشي ګرځېدل، د اوچتوالي، ځان غوښتنې احساس له امله د دوی ورځ ګرځېدلې.

خو دا افغانستان نه دی، چې څه د چا زړه غواړي هغه کوي، که غیر حاضري به یې کوله او که ... خو معاش به یې اخیسته، دلته داسې نشي کېدای، دا امریکا ده، دلته نارینه او ښځينه په اصولو او قوانینو کار کوي.

افغانستان کې هر سړی بې برېکه ډریور و، چې پښه به یې پرې ټینګه کړه موټر به تر کومو ځایو ځغلېده، نه به یې تور کتل نه سپین، خو همغه ډریور دلته نه موټر چلولی شي او نه یې امتحان کې کامیابېږي، ځکه دوی په قوانینو نه پوهېږي ورسره نابلد دي.

د انځور حقوق AP

لومړی چې داسې افغانان راشي ډېر خوابدي شي، خو، وروسته په سر وخوري، ورو ورو له هوا نه ځمکې ته ټیټ شي او په دې کارونو وربسم الله کړي، که نه نو څه به کړي.

د نیویارک ستړي او سرګردانه ژوند کې امریکایان که د پوهنتون محصلین وي او که... وروسته له وخت په رسټورانټونو او... کې کار کوي، دا هېواد خوشی نه دی اباد شوی، دلته ژوند ټول کار دی.

کوم افغانان چې مخکې راغلي هغه اوس لکه امریکایان په ډېر کار عادت شوي، کار کوي ځان مصروف ساتي او پيسې ګټي. زما هغه ټوکي خورلڼې چې کلونه وړاندې نیویارک ته راغلې داسې کیسه کوله چې:

دوه ویشت کاله وروسته مې خپل هېواد ته د تګ زړه ښه کړ، خاوند او دوه اولادونه مې راسره ول، لاړو خپل کور کلي ته، له رسېدو سره سم خلکو تر موږ نه زموږ په جیبونو او بټوو ډېر خیال او نظر درلود، که څه هم سوغاتونه او یو څه نغدې مو ورکړې، خو دوی نه صبرېدل هغه به دا کیسه ډېره په خوند کوله چې له هر پړاو سره به له خندا اوښته را اوښته، ماته هم د دې د خبرو اندازخوند راکاوه.

زیاته یې کړه: ویې شکولو پاک، لومړی خو مې یې خاوند پوچ کړ بیا یې په ما راباندې کړل، دا نارینه څه دي ژر یې یو شي ته پام نه کېږي، دی يې چې پوچ کړ نو مې ورته کړل، هو! لوټ یې کړې پام وکړه، خو سړی پاک ستوره لوټ شوی و، زه ورته بیداره وم خو په بیدارۍ.

کې یې هم له یوه او بل لوري لکه کیڅه بوران وهلوو، د پیسو شکولو سخت چلونه ورځي توبه.

ټکسي نیول په دوی خو کرایه یې په موږ وه، خاوند خو به مې تر کرایې زیاتې پیسې ورکړې او بیا به کرایه دوی ورکوله، پاتې پیسې به یې خپل جیب کې واچولې او په بله ښه به یې کړې، بله ورځ به بیا د ټکسي کرایه غوښتل کېده، اخر مې د خاوند جیبونه تش شول.

د انځور حقوق

د ټکسي کرایه په ما شوه، ما به بیا داسې کول چې له ټکسي به کوز شوو چې څومره به کرایه وه هغه به مې ټکسیوان ته ورکړه، دې کار د دوی غوسه راپاروله راته کړل به یې لږ پام کوه دا امریکا نه ده، د امریکا نخرې دلته مه کوه، دا افغانستان دی دلته چې نارینه وي ښځینه ډریور ته کرایه نه ورکوي.

بله ورځ چې له ټکسي ښکته شوو، زه همداسې له نورو سره روانه شوم، چې راباندې غږ یې کړ فلانۍ کرایه ورکړه، په خندا مې مخ ورواړاوه او ورته مې وویل: تاسو وایي چې نارینه وي، ښځینه ته حاجت نشته، سړی او کورنۍ یې له غوسې تاوو راتاوو شول، خو کرایه یې ورکړه.

موږ خو ډېر کاله وروسته تللي و د دوی په چل ول مو سر ژر نه خلاصېده، بله ورځ مې ورته کړل، څنګه داسې هر وخت ټکسي نیسۍ، بسونه او تونسونه خو هم چلېږي، چې د موټرو تم ځای ته ورسېدو ما ښځینه وو ته کړل هلۍ پورته شۍ بس ته لومړی مې دوی بس ته پورته کړې ورپسې زه، خو دی لا د ټکسي په تمه ولاړ و او په بیړه بس ته راپورته شو.

هلته خلک ښه ډرامه بازی کوي، چې وې نه وې دومره د ګاز شنې سرې، غټې وړې ډبې به یې را کتار کړې چې له ګاز یې ډکې کړۍ هغه خو به مو ډکولې حیران به شوو دا څومره ډبې دی دا یې له کومه کړې او بیا څه پرې کوي؟

هغوی چې ورسره هرڅه کړي وو، که پیسې یې لګولې وې که هرڅه وو،خو ښه ساعت یې تېر شوی او په زړه پورې رخصتي یې تېره کړې وه ځکه د هغوی چلونه او کړه وړه دې ته ډېر جالب و، ویل یې چې راتلم په اخر کې مې ورته ویل:

ګورئ هلته په امریکا کې پیسې په ونو او پټیو کې نه دي شنې چې موږ یې راټولوو، د خدای په پاک نامه چې ډېر او سخت کار کپ کوپ کاږه واږه کړو، د ماشین په څير کار کوو زحمت او ستړیا ګالو د هډوکو په ناروغیو اخته شوو له ډیر کار نه، خو تاسو یې داسې غواړي لکه موږ چې ونې یا پټي لرو.

داسې نه ده، پام وکړي فکر وکړي، خپله کار وکړي زحمت وګالۍ.

عجیب خلک دي نه به کار کوی نه به زحمت ګالي، نه به لږ مني نه به خوشاله کېږي، نه به خپل ګریوان ته سر ټیټوي نه به په ځمکه ګرځي.

رښتیا هم دلته خلک ډېر کار کوي او زیار ګالي، کار ته د ملا ټیټول زیار ګالل ښه خبر ده.

تمه، کبر، بې انصافي، ناغېړي او ناراستی د بې کارۍ او ناپوهۍ لامل دي

ورته مطالب