په زندان کې ازادي

Image caption ویل کېږي چې لکهوی د لشکر طیبه د عملیاتو مشر دی

په داسې حال کې چې حکومت وايي د اورپکو پرضد جدي ګامونه اخلي، د پاکستان یو ډېر بدنامه بندي په زندان کې نسبتا آزاد اوآرامه ژوند کوي.

ذکې الرحمان لکهوي د ممبی د ۲۰۰۸ کال د خونړيو بریدونو یو اصلي تورن دی.

خو، د راولپنډۍ د اډیاله په زندان کې د زندان د مشر دفتر ته څېرمه لکهوي او د هغه شپږو ملګرو ته یو شمیر اطاقونه ورکړل شوي دي.

د زندان د مشرپه اجازه دوی کولی شي ټلویزیون، موبایل ټیلیفون اوانټرنیټ ولري اوهره ورځ ېې په لسګونوکسان لیدلوته ورځي.

د زندان یوکارکوونکي وویل:

"هغه (لکهوي) کولاې شي هره ورځ یا شپه، په اونۍ کې اوه ورځې، هرڅومره میلمانه چې وغواړي ولري"

کومې ځانګړې اجازې ته اړتیا نشته، او ضروري نه ده چې د هغه میلمانه چارواکو ته خپل هویت څرګند کړي.

دا ډول حالت به په نورو ځایونو کې له تصورنه لرې وي، خو د پاکستاني ادارې ځینې عناصر ځینو ټاکلو بندي اورپکو قوماندانانو ته چې د دوی په فکر ښايي په راتلونکې کې ورته اړتیا ولري، دا ډول آسانتیاوې برابروي.

Image caption د آدیاله په زندان کې لکهوي نسبتا آزاد ژوند لري

لکهوي د ۲۰۰۸ په دسمبر کې د پاکستان د حکومت له خوا ونیول شو، هندي مامورینو پرهغه تورلګولی و چې د۲۰۰۸ په نوامبرکې ېې د ممبی په بریدونو کې لاس درلود.

هغه وخت لسو وسله والو کسانو په ممبئ کې پردوو لوکسو هوټلونو، د اورګاډي پر یوه تمځای، یو روغتون، د یهودانو پر یو کلتوري مرکز او ځینو نورو ځایونو باندې بریدونه کړي و چې په کې له ۱۶۰ نه ډیرکسان ووژل شول.

ویل کیږي چې لکهوي د لشکرطیبه اورپکو د روزنې یو کمپ څخه نیول شوی و.

ویل شوي چې دغو اورپکو د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د هند امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کوله.

پوره شپږ کاله وروسته، لکهوي یو ځلي بیا هغه وخت د خبرونو په سرکې راغی چې د تروریزم ضد یوې محکمې هغه د ضمانت له مخې خوشې کړ.

ناندره ییزه پرېکړه

دا فیصله یوه ورځ وروسته له هغې نه وشوه چې د دسمبر په ۱۶ د پیښور په یوه ښوونځي کې ډله ییزه وژنه وشوه او په نادره توګه ملکي اوپوځي چارواکو په ګډه ویل چې "د تروریزم د ټولو ډولونو" پرضد باید مبارزه وشي.

د ضمانت له مخې د لکهوي خوشې کیدلو د ملکي او پوځي چارواکو دا خبره تر پوښتنې لاندې راوسته.

له ډیرې مودې راهیسې پاکستان تورن و چې په هند او افغانستان کې د خپلو جغرافیايي-ستراتیژیکو هدفونو لپاره مذهبي توندلارې ډلې جوړوي او روزي.

که څه هم ځینو دغو توند لارو ډلو په پای کې د پاکستان ضد تګلارې غوره کړي، خو دغې هیواد د هغو ډلو ساتنې ته دوام ورکړی چې په سیمه کې ېې د خپلو امنیتي هدفونو لپاره ضروري ګڼي.

ویل کیږي چې لشکر طیبه یو له دغو ډلو څخه ده.

پیاوړې اړیکي

۵۵ کلن لکهوي د پنجاب د اوکارا په سیمه کې زیږیدلی- اجمل قصاب هم له همدې سیمې دی، هغه یواځینی وسله وال برید کونکی و چې د ممبئ په بریدونو کې ېې لاس درلود او د هند د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندی نیول شوی و.

په ۱۹۹۰ کې لکهوي د جمعیت اهل حدیث ډلې غړی شو.

دا یو سلفي غورځنګ دی چې د منځني ختیځ ځینوسرچینو له خوا ورسره مالي مرستې کیږي.

وروسته هغه د جمعیت اهل حدیث د وسله والې اورپکې څانګې، لشکرطیبه غړی شو.

ویل کیږي چې لکهوي د جماعت الدعوا د اوسني مشراو د لشکرطیبه بنسټ ایښودونکي، حافظ محمد سعید یو نژدې خپلوان دی.

هغه وخت چې د پاکستان حکومت، په ۲۰۰۱ کال کې د هند پر پارلمان باندې د لشکرطیبه د برید نه وروسته دا ډله بنده کړه، حافظ محمد سعید د جماعت الدعوا اسلامي خیریه موسسه جوړه کړه.

ډیر کسان په دې باوردي چې جماعت الدعوا د لشکرطیبه ملکي څیره ده.

Image caption د ممبئ په بریدونو کې ۱۶۰ کسان وژل شوي و

په ۱۹۹۰ کلونوکې، لکهوي په پنجاب کې د لشکرطیبه په مرکزي دفتر کې کارکاوه، د جماعت الدعوا مرکزهم هلته دی.

امنیتي سرچینې وايی په دغه وخت کې هغه په جګړو کې فعاله برخه درلوده، او وروسته ېې د هندي کشمیر دننه جنګي عملیات پلانول.

د ۱۹۹۰ کلونوپه وروستیو کې لکهوي د لشکرطیبه د عملیاتو مشرو.

لکهوي اوشپږ تنه نور، د ممبئ د بریدونو له امله د هند د حکومت له خوا د ورکړل شویو شواهدو له مخې، پاکستانۍ محکمې کې مجرم وګڼل شول.

د شکونو لړۍ

په دغو شواهدو کې د اجمل قصاب اعترافونه او د سټلایټ ټیلیفوني معلومات هم شامل و چې هندیانو د یوې بېړۍ څخه ترلاسه کړي وچې برید کونکو له کراچۍ نه ممبئ ته د تلو لپاره تښتولې وه.

هغه وخت هندي مامورینو ویلي وچې لکهوي د برید کوونکو د سفر په وخت کې له هغوی سره خبرې کړې وې، او ښايي د بریدونو په وخت کې هم ورسره په تماس کې و.

هغوی وویل چې قصاب لکهوي پیژندلی و او ویلې ېې دي چې "د ټولو برید کوونکو د لمسولو کارسره ېې مرسته کړې وه"

خو وروسته دوه پېښې وشوې چې له امله ېې لکهوي د ضمانت له مخې خوشې شو.

په ۲۰۱۲ کې هندي مامورینو، د پاکستان یو قضايي کمېسیون ته چې په کې د لکهوي مدافع وکیلان، څارنوالان او د محکمې یو مامور شامل و، اجازه ورنه کړه چې په ممبئ کې له قصاب څخه پوښتنې وکړي.

وروسته، د څارنوالۍ یوشاهد- د لومړني ښوونځي یو ښوونکی چې د ماشومتوب په وخت کې ېې اجمل قصاب ته سبق ویلی و- شاهدي ورکړه چې قصاب ژوندی او په پاکستان کې دی، او ده لیدلی دی.

د لکهوي مدافع وکیلانو د دغې ښوونکي د شاهدي نه ګټه واخیسته او د لکهوي د خوشې کولو لپاره ېې استدلال وکړ چې پر هغه لګول شوي تورونه ساختګي او د نړیوال فشار نتیجه وه.

محکمې د ښوونکي شاهدي ومنله او لکهوي ېې د ضمانت له مخې آزاد کړ.

ډېر کسان په دې باور دي چې پاکستان په لومړي سر کې لکهوي ځکه ونیوه چې د قصاب شواهد ډېر محکوموونکي ښکاریدل.

خو څېړونکي وايي کله چې حالات آرامه شول، پاکستاني چارواکو بېرته خپله اصلي تګلاره غوره کړه او لشکرطیبه ېې د خپل متحد او ملګري په توګه وباله.

خو د ضمانت له مخې د لکهوي خوشې کېدلو، د هند سخت غبرګون راوپاروه، د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سنګ له پاکستانه وغوښتل چې خپله فیصله بیرته وګرځوي.

مامورین وايي په واشنګټن اوبیجینګ کې هم ځینې خلک خواشیني شول، چې فکر یې کاوه د لکهوي خوشې کیدل به په یوې سترې رسوایۍ واوړي.

پر ضمانت د خوشې کېدو په وړاندې ننګونې

د دې لپاره چې د زیان کچه کمه کړي، د پاکستان حکومت د عامه نظم د قانون له مخې لکهوي بیا ونیوه او د ضمانت له مخې د هغه خوشې کیدل ېې د استیناف په محکمې کې چلنج کړل.

خو د دې ټولو سره، په زندان کې لکهوي ته په پرلپسې توګه میلمانه ورتلاې شي، موبایل ټیلیفون او انټرنیټ لري، او کولاې شي د لشکرطیبه ټولو کسانو سره اړیکي وساتي.

د زندان یو مامور وویل چې د لکهوي د نیول کېدو راهیسې د لشکر طیبه ورځني کارونه د احمد په نامه یو سرپرست مشر له خوا ترسره کیږي، خو لکهوي تر اوسه هم د دې ډلې د عملیاتو مشر دی.

دغې مامور وویل:

"په منځنۍ کچه هره ورځ شاوخوا سل کسه د ده لیدلو ته ورځي، هغوی د ده شخصي خونو ته وړل کېږي چې هلته د زندان ساتونکو د نظر نه لیرې ورسره ګوري، او هر څومره وخت چې وغواړي ورسره پاتې کیدای شي"

ورته مطالب