د ګودر غاړه - ژوند یو ازمېښت دی

ښکاره خبر ده چې که په یوه هېواد، یوه ښار، یا یوه کلي او کور کې مشر او کشر نه وي معلوم، قوانین، اصول، نظم او ادب نه وي نو د هغوی حال خرابېږي او ورځنی ژوند او چارې یې ګډوډېږي.

پخوا که څه هم غریبي وه خو مینه، رښتینولي، زړه سوي، او د خپلوۍ رشتې ډېرې مضبوتې وې.

خو نن سبا هر څه نمایشي دي لکه څنګه چې په خوراکي توکیو کې مصنوعي رنګ او خوند ور زیاتېږي، داسې په مینه، دوستۍ، خپلوۍ او... کې هم مصنوعي رنګ لیدل کېږي. چل ول، ټګي برګي مخ کې روانه ده. زړونه بې مینې او ساړه شوي دي.

څو کاله وړاندې د بر کلي د یوې خپلوانې نجلۍ خبره را یاده شي چې له ګردېزه راغلې وه او خپل کلي ته نه شوای رسېدای. تیاره ماښام زموږ کره راوګرځېدل، شپه یې شوه.

مجلس او خبرو ته مو پوره وخت درلود. په خبرو کې مې ورته وویل هو لکه موږ چې خپل یو، دې راته کړل: خپل نه یو، د څه شي خپلوي، هسې په خوله د خپلوۍ غړکې موښو.

زه حیرانۍ او خندا دواړو په مخه کړم، دې په بې پروايۍ وویل: نن سبا خپلوي ملوي نشته، نږدې خپلوۍ ختمې دي، راباندې ناوخته وه ځکه دلته راغلو.

اوس چې ګورم ډيری خلک رښتیا هم هسې په خوله له ناکامه د خپلوۍ غړکې موښي. نن سبا خپلوي ملوي نشته، او چې شته په هغه کې هم دوکې او چلونه دي.

پخوا به په کلي کې د کلي مشرانو د ټول کلي د ماشومانو په اداره او تربیه کې ونډه درلوده، ټول کلی به داسې و لکه یوه کلا.

د کلي کوڅې هره خوښي او غم به سره شریک وو، د ټولو ستونزو د مخنیوي لپاره به په ګډه ولاړ وو، هر مشر کولی شوای د بل کلیوال زوی، لور ته نصیحت وکړي، له بې لارې یې راوګرځوي.

دوی دا حق یو بل ته ورکړی و او پوهېدل چې بده مو نه غواړي، ځکه یو پر بل یې ډاډ، تکیه او مینه سره درلوده.

خو اوس کلی، کوڅه خو پرېږده پخپل کور کې څوک نشي کولی د خپلې کورنۍ غړیو ته څه ووايي. پخوا به کلی خپل و، خو اوس کورنۍ نه خپلېږي، خبره له کلي نه کور ته او له کور وګړي او فرد ته ځانګړې شوه او هغه د چا خبره ځانځاني خپله خواري شوه.

دغسې یو نکل راته دلته یوې میرمنې داسې وکړ:

کلونه وړاندې نیویارک ته له پاکستانه راغلي او مېشت یو. پلار مې خپل کور اخیستی. پنځه کاله وړاندې مې دوې خویندې خپلو کلیوالو ته چې دواړو زومانو د خپلوۍ څه رشته هم سره درلوده او همدلته مېشت وو، واده کړې.

د دواړو خویندو ودونه مو یو ځای وشول، یوه خور بل ښار کې واده شوه او بله همدلته په نیویارک کې.

یو کال وروسته د نیویارک مېشتې خور لور پیدا شوه او دوه کاله وروسته یې دوه غبرګونې زوی او لور خو هغه بله خور لا اولاد نه لري.

دواړو خویندو پوهنځی او کالج هم لوستل. کله چې نیویارکۍ خور غبرګوني راوړل، نو خور ته یې وویل، هن واخله دا یو یې ستا، دا نجلۍ تا ته درکوم.

خور یی دا ټوکه وګڼله او ويې ویل چیرته یې راکوې، خدای دې خپل راکړي. خو نیویارک واله خور ټینګه وه چې رښتیا يې درکوم، همدا اوس یې واخله درسره یوسه یې.

خور یې چې د دې بیا بیا ټینګار ولید و نو د مور او پلار، نورو خویندو او ورور ټولو په سلا مصلحت يې نجلۍ اخیستو ته زړه ښه کړ. ویل ځه چې دا یې راکوي، خپله خور مې ده او دا ماشومه به مې لور هم شي.

همداسې وشول نجلۍ یې واخیسته خپل کور ته یې بوتله، د دوی په کور کې ماشوم نه و، خاوند مېرمن ورسره خوشاله وو، نجلۍ یې نازوله، سږ کال نجلۍ د دوو کلونو شوه اوس خبرې کوي او ستره ساتېري ده.

دوی داسې نه ګڼي چې دا زموږ لور نه ده، دا دوه کاله یې نجلۍ ته هر ډول ناز و نخرې ورکړې او هر سهولت یی ورته برابر کړی و.

پوره دوه کاله ورسره د لور او مورولۍ په مینه تېر شول، په دغه نجلۍ دا کور او په ورور یې هغه کور روښانه وو.

د غبرګونو مور چې اوس له پوهنځي فارغه شوې له لور سره یې د مورولۍ احساس پیدا شو، نو په خور یې ورغږ کړ چې زه مې لور بېرته غواړم، لور مې راکړه.

خور غریبه یې بیا په دې ټال ولاړه چې خور مې ټوکه کوي، خو دې ټوکه نه کوله، خپله لور یې غوښتله. د دواړو خویندو داوې دنګلې ډېرې اوږدې شوې.

بیا مور، پلار، ورور، خویندې پرې ورټول وو، د غبرګونو مور ته یې ویل اوس یې پرېږده هغه وخت به دې نه ورکوله، چې ور دې کړه اوس ته ترې تېره شه.

دواړو خویندو ژړل، یوې ویل زما لور ده ورکړې مې ده بېرته یې غواړم، دې بلې ژړل، ملنډې راباندې وهې چې نه مې غوښته راکوله دې، اوس مې چې خوارۍ ورسره وکړې، شپه ورځ مې ورته یوه کړې وه ، لویه شوه، زړه مې پرې وتاړه اوس یې بېرته غواړې.

خو د غبرګونو مور دوې پښې په یوه موزه کړې وې نه! لور به مې راکوې، اخر یې مشرې خور ورته کړل، یره وریې کړه دا لور یې، خدای لوی دی تا ته به خپل اولاد درکړي.

هغې ویل څه لېوني سپي خو نه یم چیچلې چې داسې به کوم، قانونآ مې ترې اخیستې، حکومت مې کور چیک کړی ، د ماشومانو د حقونو ملاتړ وکیل مې پیسې لګولي، منډې ترړې مې کړې، ورسره عادت شوې یم، څه ټوکې، ملنډې خو نه دي.

خو دې یوه هم نه اورېده او همدا یې ویل لور مې دې بېرته راکړي، زه مې خپله لور غواړم.

ورور یې ورته وویل ته احمقه غواړې چې دا نجلۍ نه ستا شي او نه ستا د خور او حکومت یې له دواړو واخلي، نه به ستا وي نه د هغې.

دواړو خویندو بغارې او داوې وهلې، خو چې د ورور دا خبره یې واورېده، د غبرګونو د مور بغارې سلګۍ شوې او کراره شوه.

ژوند یو ازمېښت دی، دا نړۍ د ازمېښتونو لابراتوار دی. الله تعالی بندګان په ځینو امتحانونو کې اچوي.

که د قوانینو او پوښتنو وېره نه وي، دواړو خویندو به ډېر څه کړي وو، او خپړې به یې سره لګولې وې، خو د قانون له وېرې غلي شوي.

د قانون حاکمیت له کوره نیولې د ولس او هېواد تر ادارې او نظم پورې ډېر مهم رول لري، د چا خبره چېرته چې ډب نه وي هلته ادب نه وي.

ورته مطالب