د ګودر غاړه – افغان کرېکټ د رڼاګانو په لور

د انځور حقوق Getty
Image caption دا یو ستر بدلون او نیکمرغي ده، د ویاړ ځای دی، موږ یې په مساپرۍ او پردېسۍ کې ویاړمن او خوشاله کړو.

افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی. پنځه دېرش کاله کېږي چې افغانان له یوې تپل شوې جګړې سره مخامخ دي. یو نسل مو په دغو جنګونو کې پیدا او را لوی شو.

دا د خوښۍ ځای دی چې د یو جنګ جګړې ځپلي هېواد له ناامنو او کړکېچنو حالاتو راوتلي افغان ځوانان په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي، د خپل هېواد نوم لوړوي او بیرغ یي رپوي.

لوبو کې خو ګټل او بایلل وي، مهمه دا ده چې د دغو کډوالیو او جنګونو په پير کې لوی شوي ځوانان مو د جنګ او جدل پر ځای په نړیوال جام کې لوبېږي، هغه دی له سکاټلنډ یې د کرېکټ لوبه وګټله.

دا یو ستر بدلون او نیکمرغي ده، د ویاړ ځای دی، موږ یې په مساپرۍ او پردېسۍ کې ویاړمن او خوشاله کړو.

دوی زموږ اتلان او د یوې ښې لارې لارویان دي، خدای یې په نېکه مل دی چې له تاوتریخوالي او جګړو یې مخ ګرځولی، دوی نورو ځوانانو ته د یو مثال حیثیت لري، ځکه د دوی لاره نور ځوانان هم غوره کوي، هڅیږي او دغسې په رغنده او مثبتو فعالیتونو کې برخه اخلي.

دوه کاله وړاندې مې په ښار کې د یوې مېرمنې خبرې را په زړه شوې چې ویل یې:

هره ورځ د ښوونځي له راستنېدو وروسته مې له زامنو سره دغه پارک ته راځم چې کرېکټ لوبه وکړي. اوس مې دواړو زامنو یو څه زده کړي، دوی راولم، او څه وخت وروسته بیا ورپسې راځم او کورته یې بیایم، ځکه کور مې د سړک بل پلو دی، او دوی لا ماشومان دي.

Image caption څوک به یې د لوبو د نندارې لپاره شپې په ویښه تېروي، څوک به یې د لوبې د ګټلو د خوښۍ احساسات څرګندوي او څوک به د ګران هېواد بېرغونه ورته رپوي.

ورته کړل مې کرېکټ لوبه ستا هم خوښه ده که یوازي د زامنو په خوښه راځې ورسره؟

دې راته وویل: اصلي خبره خو دا ده چې نه غواړم وروسته له ښوونځي مې زامن په لارو کوڅو کې خوشې وګرځي، غواړم دوی په دې ډول لوبو مشغول کړم، هم به له نورو بې لاریو منع وي او هم به په راتلونکي کې یو څه ترې جوړ شي.

زه ګورم چې زامن مې له دې لوبې سره ډېر خوشاله دي، دوی ښوونځی، د ښوونځي کورنی کار او ټول درس په مینه سر ته رسوي او حتی زما سره د کور په کار کې هم مرسته کوي.

که دوی خبره ونه مني او سبق ونه وایي، کرېکټ لوبه جزایي پرې بندوم، دا د دوی د خوښې لوبه ده، دوی هم خوښ او زه هم، اخر به يې الله تعالی بریالي او د سیالانو سیال کړي، ورسره ډېره خواري کوم.

نن ګورو چې افغان لوبغاړي د سیالانو سیال دي. هر هغه څوک چې په ښه لار روان دي او روانېږي هغه یوازې نه دي، د ټولو ورسره یو ډول نه یو ډول مرسته او همکاري موجوده وي، د نړۍ له هر ګوټ نه به د چا دعاګانې ورسره ملې وي.

څوک به یې د لوبو د نندارې لپاره شپې په ویښه تېروي، څوک به یې د لوبې د ګټلو د خوښۍ احساسات څرګندوي او څوک به د ګران هېواد بېرغونه ورته رپوي، او څوک به یې له بري وروسته په ملي اتڼونو لمانځنه کوي، په یوه نه یوه طریقه به یې مینه وال اوهېوادوال ورسره مل وي.

که څه هم افغانستان ټولې لوبې ونه ګټلې، خو په لوبو کې همداسې کېږي، څوک به یې ګټي او څوک به یې بایلي، نه یوازې لوبه کې بلکې هر ډګر کې داسې کېږي.

مهمه دا ده چې افغانان دومره وړتیا لري او کولای شي د سترو نړیوالو ټیمونو سره ولوبيږي. هېڅوک هم هر وخت کامیاب او یا ناکام کېدای نشي، نور پیاوړي ټیمونه هم کله نا کله ماتې خوري.

موږ بیا هم خوشاله یو، ویاړو پرې او ملتیا یې کوو. خویندې میندې ورته لاس په دعا دي او په راتلونکي کې یې د بریاوو هیله کوي.

د منفي فکرونو او عملونو پر ځای که مثبت او رغنده کارونو ته پام واړوو نو هرڅه به ښکلي او سم شي. که د ټوپک پرځای مو هر یو ځوان قلم، کمپیوټر، بېل او کلنګ او یا د لوبو بال واخلي نو بویه چې که د خدای رضا وه وطن به مو آباد او پخپلو پښو ودريږي.

هر امتحان کې ګټل او بایلل وي، لویه خبر دا ده چې افغانان په ښه نوم یادېږي، افغان توپ وهونکي لا تر اوسه نوي دي، مخکې ورته د خپلو تجربو د کارولو لارې خلاصې دي، د رڼاګانو په لور مخ په وړاندې تلونکي دي او که د خدای خوښه وه راتلونکی به یې روښانه وي.

یوه ورځ به داسې هم وي چې له ډېرو نړیوالو یې وګټي.

څانګه به نن سبا کې ګل شي ما یې په سر کې سرې غوټې لیدلې دینه

ورته مطالب