د بریتانیا انتخابات: رایه ورکونکي څرنګه او ولې رایه ورکوي؟

یو مخکښ بریتانوی سیاسي ساینس پوه په خپل یو کتاب کې چې عنوان یې دی: جنسیت، دروغ او د رایو صندوق، ادعا کوي چې د خلکو د رای ورکولو عادتونو په هکله یې ځینې جالب حقایق موندلي دي.

په دې هکله چې خلک څنګه او د څه له مخې رایه ورکوي، لس جالبې موندنې دا دي:

مور له هر چا ښه پوهیږي

د انځور حقوق BBC World Service

د بریتانیا د بات د پوهنتون یو استاد ډېوېډ کټس وايي: له یوه ګوند ملاتړ کول لکه د فوټبال د یو ټیم په شان دي- اکثرا والدین پکې ډېر رول لري.

مکررو څېړنو ښوولې چې د میندې د اولادونو په فکرونو باندې ډېر اغېز لري ځکه چې هغوی له هر بل چا نه ډېر له ماشومانو سره وخت تېروي او په دې ترڅ کې ښايي پر سیاسي مسایلوهم بحث وکړي.

هغه وايي: د نورو رایه ورکونکو سره تماسونه هم رول لري، که د یو چا ملګري یو مشخص کاندید ته رایه ورکوي ډېر امکان لري چې هغه هم دغه کاندید ته رایه ورکړي.

څېړونکو دا هم موندلې چې واده شوي کسان د مجردو او یا طلاق شویو کسانو په پرتله ښايي ډېر د رای ورکولو مرکزونو ته ورشي ځکه چې دا ډول کسان د مدني مسولیتونو سره زیاته دلچسپي لري.

د بریتانیا په سیاست کې ډېرې پیسې نشته

د انځور حقوق BBC World Service

د بریتانیا د برونیل پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسر جستین فیشر وايي د بریتانیا په سیاست کې د ډېرو پیسو لګولو په اړه کومه لویه ستونزه نشته ځکه چې په انتخاباتو کې ګوندونو ته د ډېرو پیسو د لګولواجازه نشته. هغه وايي د انتخاباتي بریالیتوب او د لګول شویو پیسو د کچې تر منځ هم کومه اړیکه نه ده موجوده.

محافظه کاران د خوب په خونه کې هم محافظه کاري کوي

د انځور حقوق BBC World Service

د (یو ګف) په نامه یوې څېړندویه موسسې د راز راز رایه ورکونکو د جنسي عادتونو په هکله څېړنې کړې دي.

د دغې موسسې یوه څیړونکې برنادیتا ویلک وايي د کارګر او لیبرال دېموکرات ګوندونو پلویان ادعا کوي چې ژوند یې معمولا له جنسي ماجراو او کیسو ډک وي. په داسې حال کې چې د محافظه کاره ګوند پلویان وايي جنسې ژوند یې معمولي بڼه لري.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند (یوکېپ) پلویان بیا تر دې هم محافظه کاره دي.

د لیبرال دېموکرات ګوند پلویان د راز راز جنسي عادتونو په اړه غږېدلي.

دا څېړونکي وايي دا ټول ښيي چې: ’’هغه تفاوتونه چې خلک بېلا بېلو رقیبو سیاسي کمپونو او ډلو ته بیايي ټول سیاسي نه دي بلکې داسې شیان هم په کې شته چې له سیاست سره تړاو نه لري.’’

رایه ورکونکي د رایو پاڼه تر پایه نه لولي

د انځور حقوق BBC World Service

بریتانیا کې د محلي انتخاباتو د نتیجو په هکله څېړنې ښيي چې د کاندیدانو په لست کې چې د الفبا په ترتیب جوړ شوی، هغه کسان چې د لست په سر کې دي ګټه کوي ځکه چې ډېر رایه ورکونکي معمولا د کاندیدانو د اوږده لست تر پایه لوستلو حوصله نه لري.

او هغه کاندیدان چې بریتانوي تخلصونه لري هم د نورو په پرتله ښه نتیجه ترلاسه کوي.

نژاد او قومیت تر هر څه زیات په رایه ورکولو کې رول درلودای شي

د انځور حقوق BBC World Service

څېړونکو موندلې چې د یو چا قوم او نژاد او هم ټولنیزه طبقه د هر بل عامل په پرتله په رایه ورکولو کې ډېر رول لري.

د بریتانیا د ۲۰۱۰ کال په عمومي انتخاباتو کې ۶۸ سلنه نژادي اقلیت رایه ورکونکو کارګر ګوند ته رایه ورکړه او یوازې ۱۶ سلنه محافظه کار ګوند ته.

خو دا په دې معنا هم نه ده چې نژادي اقلیتونه د کارګر ګوند ټولې تګلارې مني. څېړنو ښودلې چې نژادي اقلیتونو پورې تړلي ډېر رایه ورکونکي د کارګر ګوند تګلارې نه مني.

د اکسفورډ د پوهنتون یو څیړونکی انتوني هیت وايي دلته ټولنیز فشارونه رول لوبوي.

بریتانیا ته نوي راغلي خلک اکثرا د هغو نژادي ټولنو خلکوسره یوځای کېږي چې تل کارګر ګوند ته رایه ورکوي ځکه دوی باورلري چې دا ګوند د نژادي اقلیتونو ګټې ساتي. دوی فکر کوي چې محافظه کار ګوند داسې نه دی.

انټرنټ د خلکو سیاسي فعالیتونه نه پیاوړي کوي

د انځور حقوق BBC World Service

د مانچسټر د پوهنتون د سیاسي علومو استاده مارتا کانتیجو وايي چې پر ټویټر باندې سیاسي بحثونه اکثرا د سیاستوالو او هغوې سره تړلو کسانو تر منځ وي.

د انتخاباتو په وخت ځوان کسان په یوټیوب او ټولنیزو رسنیو کې ساختګي ویډیوګانې جوړوي او ټوکې کوي خو داسې شواهد نشته چې د انټرنیټې فعالیتونو له امله به دوی رایه ورکولو ته وهڅېږي.

هغه وايي دوی پر انتخاباتي کامپینونو باندې په شوق سره غږېږي او تبصرې کوي خو ظاهرا دلچسپي نه لري چې د انتخاباتو پر نتیجو باندې اغیز واچوي.

څېره بې اغیزه نه ده

د انځور حقوق BBC World Service

څېړونکو کایتلین میلازو او کایل ماتیس موندلې چې که یو کاندید د خپل رقیب په پرتله له فزیکی پلوه جذابیت ولري د رایو په وخت کې ۲ سلنه ګټه کوي.

دوی وايي د یو کاندید فزیکي جذابیت د نارینه رایه ورکونکو په پرتله پر ښځینه رایه ورکونکو باندې ډېر اغیز کوي.

د عراق جګړې پر سیاست باندې د ځوانو خلکو باور کم نه کړ

د انځور حقوق BBC World Service

کیڼ اړخي تبصره کونکي لکه اووین جونز او لاوري پیني ادعا کوي چې د پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر دغې فیصلې چې د عراق د جګړې ضد لاریونونو سره سره یې پرعراق برید وکړ ټول خلک له سیاست نه زړه تورن کړل.

خو د ناټینګهم د پوهنتون څېړونکی ستیوارټ فاکس استدلال کوي او وايي چې د سروې ګانو په ترڅ کې داسې کوم شواهد نه دي موندل شوي چې دغه ادعا تاید کړي.

تر ټولو کیڼ اړخې او ښي اړخې انتخاباتي حوزې

د انځور حقوق BBC World Service

د بریتانیا د انتخاباتو په هکله د یوې څېړنې له مخې د محافظه کار ګوند تر ټولو ښي اړخې انتخاباتي حوزه د سري هیټ سیمه ده چې اوس یې مایکل ګف پارلماني وکیل دی چې ۱۷۲۰۰ اکثریت رایې لري.

د دې سیمې رایه ورکونکي د مالیو او د دولتي لګښتونو د کموالي پلوي کوي.

له بل پلوه ختیځه ګلاسګو انتخاباتي حوزه چې اوس یې پارلماني وکیل د کارګر ګوند غړی ویلیام بین دی او ۱۶۰۰۰ اکثریت رایې لري د هېواد تر ټولو کیڼ اړخې سیمه ده.

د سروې ګانو په وخت کې خلک هغه څه وايي چې سروې کونکي یې غواړي واوري

د انځور حقوق BBC World Service

خلک تل چمتو وي چې خپل نظریات بیان کړي- ان د هغو موضوعاتو په اړه چې دوی هېڅ ورباندې نه پوهیږي.

د مثال په توګه د یوې وروستۍ سروې په ترڅ کې ۱۵ سلنه خلکو ’’د مالي کنترول قانون’’ یا ملاتړ او یا مخالفت کړی، په داسې حال کې چې په دغه نامه کوم قانون نشته. دا څېړنه ښيي چې زیاتره نارینه کسانو دا ډول خبرې کړې دي.

د بریتانیا د انتخاباتو په اړه یوې څیړنې موندلې چې د سروې ګانو په وخت کې د پام وړشمېر خلک رښتیا نه وايي.

د مثال په توګه ۱۱،۶ سلنه خلکو چې د سروې په ترڅ کې ور څخه پوښتل شوي وو، ويلي چې د ۲۰۱۰ کال په انتخاباتو کې یې ګډون کړی، په داسې حال کې چې هغوی اصلا په انتخاباتو کې برخه نه وه اخیستې.

دغه رقم ۵،۳ میلیونه خلک کېږي.

د بریتانیا د ایسیکس د پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسر پاول وایټلي وايي د دې کارعلت دا دی چې رایه ورکول له ټولنیز پلوه يو ښه کار ګڼل کېږي او ډېر خلک په تېره بیا ښځې غواړي په کې برخه ولري.

ورته مطالب