له کابله تر کولکتې، د پېژندګلوۍ لټون

د انځور حقوق NAES AFROZ
Image caption ځينې افغانان "کابلي والا" د خپلو تېرو نسلونو نښې له ځان سره ساتلې دي، دلته سلطان خان د خپلې مور کميس ښيي

د افغانستان له پلازمېنې کابله نژدې ۳۰۰۰ کیلومتره لرې د لوېدېځ بنګال په مرکزي ښار کولکته کې نژدې ۴۰ یا پنځه څلوېښت افغان زلمیان، سپین ږيري او د پاخه عمر سړي په یوه کوچنۍ خونه کې یو ځای شوی او د موسیقۍ او نڅا په ژبه د خپل زړه ارمانونه بیانوي.

د دوی رنګونه، ونې، ژبه او کالي نژدې ورته دي، خو په هر صورت دوی له ځايي اوسېدونکو بېل ښکاري او ښايي همدا سبب دی، چې دوی له خپلې ماضي سره د تړاو او خپلې اوسنۍ پېژندګلوۍ ساتلو لړ کې له یوه بحران سره مخامخ دي.

د انځور حقوق MOSKA NAJIB
Image caption څه باندې سل کاله مخکې چې د دغو کولکته مېشتو افغانانو پلرونه نیکونه دغه ښار ته نوي راغلي وو

څه باندې سل کاله مخکې چې د دغو کولکته مېشتو افغانانو پلرونه نیکونه دغه ښار ته نوي راغلي وو، د همدې بنګال نوبل جایزه ګټونکي لیکوال او فیلسوف رابندرنات ټېګور د کابلي والا په نوم یوې شاهکار لنډې کېسې کې د دوی ژوند ژواک انځور کړ.

د انځور حقوق Nazes I Moska
Image caption کلکته مېشت افغانان له پېړیو تېرېدو وروسته هم د پېژندګلوۍ له یوه نسبي بحران سره لاس او ګریوان دي

د ټېګور پر دغه لنډه کېسه وروسته فلمونه جوړ شول د تیاتر ډرامو لپاره وکاروله شوه او د هند مختلفو ژبو ته وژباړله شوه.

د انځور حقوق Nazes I Moska
Image caption نژدې ۵۰۰۰ افغان کورنۍ له پېړۍ ډېره موده کېږي، چې کولکته کې ژوند کوي

په ټول کې دغې کېسې کولکته مېشتو افغانانو ته د هند په لر او بر کې یو رومانتیک تصویر ورکړ. اوس چې د ټاګور د کابلي والا کېسې له چاپه له پېړۍ هم ډېره موده تېره ده، یو هندي او یوې افغانې د همدې کولکته مېشتو افغانانو تېر سل کلن ژوند ته د عکاسي کامېرې له نظره کتلي دي.

دوی خپل دغه هنري کار تېره چهارشنبه په کابل کې نندارې ته وړاندې کړ.

دغه لسګونه هنري عسکونه هندي عکاس نازس افروز او افغانې عکاسې موسکا نجیب اخیستي او د کابل پوهنتون دهلیزونو کې یې نندارې ته ایښي.

د انځور حقوق MOSKA NAJIB
Image caption داد ګل خان له تېرو ۵۰ کلونو له خپلې هندي مېرمنې سره اوسېږي

نندارتون ته له کابله تر کلکتې نوم ورکړل شوی او د عکاس نازس په وینا مرکزي خیال یې تړاو، یادونه او پېژندګلوي ده، چې وايي مرکزي خیال یې د ټاګور له کېسې اخیستی:

' د یوه بنګالي په توګه زه د ټېګور په کېسه کې د کابلي والا له شته انځور سره لوی شوم، خو کله چې مې له نژدې ولیدل دوی اوس بدل شوي دي. هغه کېسه سل کاله پخوا لکیله شوې وه او اوس په ۲۱ پېړۍ کې ډېر څه بدل شوي دي. په هغه کېسه کې دوی پردي وو، خلکو هم د پردو په سترګه ورته کتل، خو اوس یو تړاو رامنځته شوی، دوی منل شوي دي، دوی اوس دوستان لري، سوداګري کوي خوشحاله ژوند تېروي او موږ غوښتل همدغه انځور یې وړاندې کړو.'

د انځور حقوق Nazes I Moska
Image caption د موسکا او نازس دغه عسکونه به هند او بنګله دېش کې هم نندارې ته وړاندې شي

له نازس سره د دغو عسکونو په اخسیتو کې افغانې عکاسې موسکا نجیب هم برخه درلوده، چې له نژدې ۲۵ کلونو راهیسې د خپلو نورو هېوادوالو له ورته برخه لیک سره په هند کې اوسي.

سیال امین هغه افغان دی، چې کلونه کلونه خپله هم کلکته کې د پردېسۍ په حال کې اوسېده، خو اوس له ډېرو لږ کسانو یو دی، چې هېواد ته ستانه شوي دي. هغه راته په نندارتون کې د وړاندې شویو عسکونو په اړه وویل:

' زه هلته اوسېدم، د کولکتې پر سړکونو، بازارونو کې هم ځان پردی نه محسوساه، ځکه چې کولکته د ټیګور ښار دی او ټاګور په خپله لنډه کېسه کې د افغانانو یو ډېر مینه ناک انځور وړاندې کړی دی.'

د انځور حقوق MOSKA NAJIB
Image caption په کولکته کې شاوخوا ۵۰۰۰ کورنۍ اوسېږي چې تراوسه يې خپل دود او کلتور ساتلی دی

د موسکا او نازس دغه عسکونه به هند او بنګله دېش کې هم نندارې ته وړاندې شي، چې په کې ليدونکي بشري جوړښتونو ویني، هغه چې له خپله ټاټوبي لرې د دېره دغو افغانانو په باب ټيګور په خپله کېسه کې څرګند کړي دي.

دې سره سره د دغو افغانانو د پخوانۍ پېژندګلوۍ تدریجي پس منظر ته کېدل او له یوې نوي ښار او ټولنې سره د دوی د نوي تړاو حال هم بيانوي.

ليدونکي په عکسونو کې د دغو پردېسو لخوا د خپلې پخوانۍ پېژندګلوي، دود دستور او کلتور خوندي ساتلو او په پردي وطن کې د سرپناه لټون هڅي هم ويني.

د انځور حقوق MOSKA NAJIB