یوه ورځ له څېړونکي سره

Image caption له ډېر پخوا دا فکر موجود و او دی چې ګواکې ساینس پوهان د ماشینونو په شان دي.

کله چې عام وګړي له یوه ساینس پوه، څېړونکي او یا هم د دې لارې له کوم بل لاروي سره مخامخ کېږي نو فکر کوي چې دا کس به هرومرو تر دوی متفاوت احساس، اړتیاوې او د ژوندانه اصول لري.

دوی فکر کوي چې ساینس پوهان او څېړونکي به یوازې له لابراتواري سامان آلاتو او ښیښیي بوتلونو سره بوخت او له یو څو ریاضیکي معادلو سره چې بې له ده بل نه پرې پوهېږي آشنا وي.

له ډېر پخوا دا فکر موجود و او دی چې ګواکې ساینس پوهان د ماشینونو په شان دي، د ټولنیز ژوند دردونه او کړاوونه هاغسې نشي درک کولای لکه د ټولنیزو علومو یو لاروی او یا هم عادي وګړی چي یې درکوي.

له منځنیو پېړیو را نیولې بیا آن تر صنعتي پېر پورې تل ساینس پوهان، لابراتوار او پوهنتون له کلیسا او نورو مذهبي ځلیو سره په غیر مستقیمه جګړه کې وو.

مذهبیانو فکر کاوه چې ساینس پوهان د خدای ج د خلقت په کارونو کې ګوتې وهي او ساینس پوهانو بیا دا فکر کاوه چې ګواکې مذهبیان یې د پرمختګ پر وړاندې خنډونه دي.

دا فکر په غرب کې د (رینسانس) صنعتي او ټکنالوژيکي انقلاب په رامنځ ته کېدو سره سوکه سوکه مخ پر زوړ شو خو له دین او ساینس څخه ځینې منفي ګټه اخیستونکي اوس هم په دې هڅه کې دي چې د مذهب او ساینس تر منځ د غیر مستقیمې جګړې دا مورچل همداسې تود وساتي.

غواړم نن په دې خبرې وکړم چې د یوه ساینس پوه او څېړونکي ورځنی ژوند څنګه وي؟ د لیکنې له لوستلو وروسته یې تاسو په خپله د یوه عادي وګړي له ژوند سره پرتله کولای شئ.

د یوه عادي وګړي له ژوند سره په توپیر، د یوه تجربي ساینس پوه یا څېړونکي نن ورځ له پرون مازدیګر څخه پیل شوې، کله چې دی پرون له لابراتواره را وته او بیا له هغه ځایه کور ته روانېده، د سبا تجربې لپاره یې میز، تجربوي سامان آلات او د تجربې لپاره مواد آماده او په مخصوص ځای کې ایښي وو.

دا چاره څېړونکي ته آرامښت ورکوي ځکه که دی د سبا تجربې لپاره وسایل چمتو نه کړي نو تر سبا سهاره به ده ته همدا چرت ور لوېدلی وي چې سبا په څو بجې راشم؟

که زه راشم، لابراتوار خو به مصروف نه وي؟ داسې نه چې وسایل بل چا وار له مخه وړي وي، کوم سامان آلات به کاروم؟ ولې هغه؟ ولې هغه بله آله نه؟ او دې ورته نور فکرونه.

تاسو به لیدلي وي چې کله کله څېړونکي په لاره له ځان سره یا خبرې کوي او یا هم ګوتې شمېري. د دې دواړو علت همدا دی چې ده د سبا لپاره نن هر څه نه دي تیار کړي او دی په لاره، موټر او کور کې په همدې له ځانه سره په جګړه وي چې څه به کوي او څنګه به یې کوي؟

په کومه اندازه به کوم مواد سره ګډوي او دې ته به کوم آلات کاروي؟ ځکه د څېړونکو تر منځ یو نا لیکل شوی قانون موجود دی چې د راتلونکې تجربې لپاره باید د اوسنۍ تجربې په پای کې هرڅه چمتو شي.

که چېرې دا چمتووالی شته او د نن ورځې تجربې پایلې هم ښې وې نو څېړونکی هسې خوشاله وي، هر څوک چې په مخه ورځي دی ورته موسکی کېږي، له هر چا سره تر حده زیات ښه ټولنیز چلند کوي، هڅه کوي چې په لاره، موټر او بازار کې بل ته د اولیت حق ورکړي.

کور ته چې راځي هم له هر چا سره ښه چلند کوي، لنډه یې دا چې یو روحي آرامښت یې ترلاسه کړی وي.

ماښام خو لومړی هڅه کوي چې ځان لږ په تفریحي کارونو بوخت کړي، خبرونه اورېدل، لوستل او کتل ورته حتمي وي، ښه خوري او ښه څښي، اشتها یې هم ښه وي، د شپې لږ ناوخته ویده کېږي او سهار وختي را پاڅېږي.

بله ورځ هڅه کوي ښه په مړه ګېډه سهارنی وکړي، په خبرونو یې ځان پوهول بیا هم یو حتمي سوال وي. په دې ورځ له ښه خبر څخه ډېر خوښ وي خو بد خبر یې هغومره نه متاثره کوي لکه باید چې متاثره شي.

کاري ورځ له سهارنۍ څخه ورسته څېړن ځای ته په تګ پیلېږي، سهار وختي هڅه کوي تر ټولو مخکې لابراتوار ته ځان ورسوي، په تجربه لګیا شي.

که هر څه سم روان وي نو دا امکان لري چې د غرمې تر ډوډۍ او آن تر هغه وروسته هم په دې پوه نه شي چې څو بجې دي او دا وخت څنګه تېرېږي؟

خو که چېرې په اندازه ګېرۍ کې څه ستونزه وي، له دوهم ځل هڅې وروسته که ستونزه حل نه شوه نو د چای اوږده دمه کوي، هڅه کوي دمه تر ډېرو وغځوي تر څو د تجربې ستونزې هغه روحي فشار کم شي.

خو کله کله د دمې په غځېدا فشار نور هم ځکه زیاتيږي چې وخت تېرېږي او مطلوبه پایله هم لاس ته نه راځي.

په دې وخت کې څېړونکی هڅه کوي چې په بل څه لکه خبرونه، خواله رسنۍ، له ملګرو سره خبرې او ټوکو باندې ځان بوخت کړي چې د لابراتوار فشار یې د یو څو شېبو لپاره هېر شي.

کله چې بېرته کار ته ور ګرځي نو د اندازه ګېرۍ ستونزې او روحي فشار له کبله کله کله خپله نیمې ته رسېدلې ټوله تجربي پروسه له سره بیا تکراروي.

که بیا یې کار ښه پایله درلوده خو په هغه ورځ تر ماښام ناوخته په لابراتوار او دفتر کې پاتې کیږي او که یې کار پایله نه درلوده نو بیا هم د یوه نا لیکل شوي قانون له مخې چې “که نه کېده پرېږده یې” له کاره وختي را وځي.

Image caption مذهبیانو فکر کاوه چې ساینس پوهان د خدای ج د خلقت په کارونو کې ګوتې وهي او ساینس پوهانو بیا دا فکر کاوه چې ګواکې مذهبیان یې د پرمختګ پر وړاندې خنډونه دي.

کور ته یې هم زړه نه کېږي، هڅه کوي بازار کې وګرځي، په دې ورځ د هېچا هېڅ خبره او عمل خوند نه ورکوي، داسې فکر کوي چې دا په بازار کې له ساینسه پرته پر بل هر څه لګیا خلک هسې بېکاره او غیر تولیدي مخلوقات دي.

دوی د ژوند لپاره آسانې لارې موندلې دي خو موږ یې سختو ته ورکړي یو. کله کله له دې روحي فشار څخه په تېښته د ملګرو مجلس، ټیلیفوني خبرو یا خواله رسنیو ته پناه ور وړي.

په دې ورځ یې اشتها هم ښه نه وي، د تېر په شان خبرونه حتمي وي خو له هر خبر سره د تاثر درجه د پخوا په پرتله د سلو ضریب لري. په لاره له ځان سره خبرې، ګډوډ ماښام، ګډه وډه اشتها او ګډوډ خوب د یوه څېړونکي د ژوند یوه ترخه ورځ بیانوي.

کله چې د تجربې او اندازه ګېرۍ مرحله خلاصه شي بیا د ژوندانه همدا بهیر د (امتوک) یا (ډېټا پروسېس) لپاره پیلېږي خو توپیر یې دا وي چې د امتوک د پروسېس لپاره هره ورځ څېړونکي یوه معینه اندازه امتوک ځانګړی کوي.

د امتوک پروسېس کله کله ډېرې پېچلې ریاضیکي معادلې، د پروګرام لیکلو ژبې او د هغو پر مټ جوړ شوي سافټ ویرونه غواړي چې په ټولو پوهاوی ستونزمن وي.

د امتوک پروسېس یا ډېټا ایولوېشن (د مالوماتو ارزونه) پروسه که څه هم سخته ده خو روحي فشار یې ځکه ډېر نه دی چې د بل څېړونکي له خوا د لابراتوار بوخت ساتلو ډار په کې نشته.

په دې بهیر کې کله کله څېړونکی د یوې ډېرې عادي معادلې نه شتون له وجې اوږده موده امتوک اړوي را اړوي، دا هغه ورځې دي چې څېړونکی مخکې یادې شوې ورځې ته ورته تر روحي فشار لاندې وي.

خو چې کله دا ساده معادله په کې پیدا کړي نو ټول امتوک د یوه ساعت په ترڅ کې پروسېس شي چې دا ورځ هم په یوه ډول د خوشالۍ ورځ وي او دا خوشالي ډیری وخت حتا په څېړنیزو مرکزونو کې د خوږو په ورکولو سره لمانځل کېږي.

ورته لمانځنې هغه وخت هم کېږي چې کله د یوه څېړونکي څېړنیزه مقاله په یوه معتبر نړیوال ژورنال کې د خپراوي لپاره قبوله شي. د څېړنو په بهیر کې چې د نمونو له را ټولولو څخه پیل بیا د نمونو برابرول، اندازه ګېري، د امتوک پروسېس، څېړنیز رپوټ او څېړنیزه مقاله باندې ختمېږي، د نمونو برابرول تر ټولو اوږده پروسه او د امتوک پروسېس تر ټولو سخت بهیر دی.

په څېړنیز چاپیریال کې له یادو شویو ننګونو سره سره څېړونکی هېڅ وخت ځان له هغې ټولنې او خلکو څخه جلا نه شي احساسولای له کومو سره چې یې د وینې او مینې تړاو وي.

د مخ پر ودې او بې وزلو هیوادونو ډېری هغه څېړونکي چې غرب ته له ښو څېړنیزو مرکزو څخه کتنې لپاره راغلي اوس هم یوازې په فزیکي ډول په څېړنیز چاپیریال کې خو په روحي ډول په هغه هېواد او سیمه کې دي چې دوی د وینې او مینې تړاو ورسره لري.

دا تړاو کله کله په ساینسي څېړنیز بهیر منفي اغېزه هم کوي خو خلاصون ځکه ورڅخه نشته چې که دا کس په بله ټولنه کې د جذبېدا هڅه هم وکړي په کلتوري لحاظ ورته نا ممکنه وي ځکه څوک چې د څېړونکي تر حد او عمر را رسېږي، په روحي ډول یې له خپل پخواني تړاو څخه پرېکون نږدې ناشونی دی.

له ډېری بې وزله او مخ پر ودې هیوادونو څخه راغلي ځوان څېړونکي چې د خپل هیواد ناخوالې یې لیدلې، لمس او احساس کړې، یوه پوښتنه تل ځوروي، آیا دا زه چې څه کوم دا به زما د هېواد په ګټه وي، آیا څوک به یې په ارزښت پوه شي، داسې وخت به راشي چې زه همدا څېړنې په خپل هیواد کې وکړم؟

بیا هم په یوه نا لیکل شوي خو د غربي ساینس پوهانو په منځ کې مشهور باور کې داسې ویل کېږي چې له مخ پر ودې او بې وزلي هېواد څخه راغلي څېړونکي او ساینس پوهان تر هغو پورې د پرمختللې نړۍ په معیارونو څېړنیزې پایلې نه شي تولیدولای چې خپل ذهني تړاو یې له خپل اصل سره کم کم کړی نه وي.

خو دا مسله پر دې سربېره د بې وزلو هېوادونو د ښوونځي او پوهنتون ټیټ کیفیته نصاب سره هم نېغه اړیکه لري.

یادښت: دا حال په یوه پرمختللي هېواد کې د یوه ساینس پوه د ژوند یو ورځنی بهیر دی، په وروسته پاتې او یا هم مخ پر ودې ټولنه کې چې خلک په افواهاتو او سیاسي ناندریو تر ساینس ډېر بلد او باوري دي، عام وګړي او د چارو واکداران خپلو سیاسي هڅو ته تر څه مهم کار وايي، د ساینس لارې لارویانو پر وړاندې دا ستونزې د سلو یو ضریب لري.

ورته مطالب