د کرېکټ د نړیوال جام د خوب تر تعبیره

Image caption ما به دغو لوبو ته ارمان کاوه او ویل به مې، داسې ورځ به راشي چې افغانستان به هم د کرېکټ لوبډله ولري او په نړیوالو سیالیو کې به ګډون وکړي.

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ پای ته ورسېدې او درې ځله پرله پسې ګټونکې استرالیا، تر څلور کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا دا جام خپل کړ او خپل سیال نیوزلینډ ته یې په یوه اړخیزه لوبه کې ماته ورکړه.

تر دې وړاندې هم د کرېکټ نړیوالې سیالۍ شوې خو دا ځل په کې خاصه خبره د افغان ملي لوبډلې لوبېدل وو، چې نسبتا ښه کرېکت یې وکړ او دا یې وښوده چې له پیاوړو لوبډلو سره د سیالۍ وړټیا لري.

د افغان لوبډلې لوبغاړي هغه ځوانان وو چې لکه زه او ډېر نور افغانان له کرېکټ سره په پاکستان کې په کډوالۍ کې اشنا شوې وو.

د ۱۳۷۱ کال هغه وخت مې را یاد شي چې له کابله د مرغانو په څېر کابلیانو د پاکستان په لور د مهاجرت نیت وکړ، ځکه کابل نور د اوسېدو ځای نه و، له کوره یې د یوه نا معلوم منزل په لور حرکت وکړ او د دې تمه نه وه چې تر پاکستانه به سلامت ورسېږي او که نه؟

دا هغه ورځې وې چې په کابل د مرمیو او راکټونو باران و. په لومړي ځل مې د انسانانو ټوټې ټوټې وجودونه ولیدل چې د ټولولو یې څوک پاتې نه وو او داسې اېسېده چې نور نو ژوند د پای ټکي ته رسېدلی او کابليان د ژوند کولو وس نه لري.

سفر پیل شو. یوه شپه او ورځ وروسته بالاخره د سروبي او خیبر د غرونو له تاو پېچه واوښتو او په یوه پردي وطن کې مو د ژوند کولو سر او سامان پیدا کړ.

د ۱۹۹۲ کال و. پاکستان د کرېکټ نړیوال جام ګټلی و، هره خوا همدغه شور و خو زه او ډېر نوي مهاجر افغانان د کرېکټ له لوبې سره نا اشنا وو چې دا څه دي او ولې دا خلک داسې ورته خوشاله دي.

ډېر وخت تېر نه و، زما او نورو افغانانو دا نا اشنا توب تر اخره پاتې نه شو او ډېر ژر د کرېکټ پر لوبه او اصولو پوه شو. نور نو کرېکټ موږ ته نا اشنا لوبه نه وه.

میاشتې او کلونه به تېرېدل، د کرېکټ لوبډلو به لوبې کولې، ماتې او ګټې به وې او موږ به د ا هر څه لیدل.

هلته زموږ درد څه و، هغه درد چې له هر نعمته زما وطن او وطنوال بې برخې وو، زموږ خاوره د جګړې د اور په لمبو کې سوځېده او زما د وطن ځوانان د اور او لمبو تر منځ ایسار او د مرګ په لومو کې راګېر وو.

دا هغه څه و چې سخت یې ځورولو، چې ولې د نورو هېوادونو ځوانان لوبې کوي، ماتې خوري او بېرته بیا د خپلې ماتې زخم په بریا مرهم کوي او افغان ځوانان د ګمنامۍ په ځنګل کې ورک دي.

دا ټول (ولې) به همداسې زموږ تر خولې وتل او بېرته به بې ځوابه زموږ په ګرېوان لګېدل. داسې هېڅ تمه نه وه چې د افغان نوم له دغې لوبې سره یو ځل یاد شوی وای. هېڅ تمه نه وه ځکه وطن د لوبو نه، د جګړې ډګر و.

نړیوالې سیالۍ به کېدې، موږ افغانانو به پر پردیو لوبډلو شرطونه تړل او د هغوی د بریا دعاګانې به مو کولې ځکه موږ لوبډله نه درلوده او ځوانان مو د جنګ د ډګر اتلان و.

ما به دغو لوبو ته ارمان کاوه او ویل به مې، داسې ورځ به راشي چې افغانستان به هم د کرېکټ لوبډله ولري او په نړیوالو سیالیو کې به ګډون وکړي.

زما دا ارمان به له تمسخر سره مخ شو او دا به وویل شو چې د دې ورځې لیدل یو خوب دی چې په رڼو سترګو یې ګورې. هو دا خبره به مې مسخره شوه چې افغانان به یوه ورځ په نړیوالو سیالیو کې لوبېږي.

دا تمخسر به د هغه تور تم له خوا کېده چې د تور تمونو څادر یې زموږ په اوږو اچولی و او ټغر یې زموږ په غولي را هوار کړی و، او بیا به یوې ترخې خندا زموږ دا ټولې هیلې را مړواې کولې.

دې هر څه سره، یوه هیله مو په زړه را زرغونه وه او یو خوب مو د سترګو له پردو وته چې افغان لوبډله به یوه ورځ په نړیوالو سیالیو کې لوبېږي. دا دی هیله مې زرغونه شوه او افغان لوبډله په نړیوالو اتلولیو کې ولوبېده.

د روان زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ګډون کونکو هېوادونو کې افغان ملي لوبډله هم ولاړه وه او زما د هېواد درې رنګه بیرغ رپېده.

زما ملي هویت، ملي سرود وغږول شو. واه... قسم چې د خپل خوب تعبیر چې په پټو سترګو مې لیدلی و، په رڼو سترګو مې ولید او عجب د غرور احساس مې کاوه ځکه اوس هغه نه وم چې تمسخر ته مې ځواب نه درلود بلکې له هغو سره په سیالیو کې برابره ولاړه وم.

زما د وطن په جګړو کې را لوی شوي ځوانان د کرېکټ اتلان شول. اوس نو ګمنامه نه دي، اوس دا ځوانان په سیالیو کې لوبېږي.

افغان لوبډله په نړیوال جام کې ولوبېده، ښه وه، بده نه وه. ځینې تېروتنې یې درلودې. که سریلنکا سره یې ښه فیلډینګ (توپ نیونه) کړی وای، ښایي لوبه به زموږ وه.

که له استرالیا سره یې غلطه فیصله نه وای کړې، ښایي ډېر به نه و خراب شوي او که له بنګله دیش سره یې د احساساتو پر ځای له تکتیکه کار اخیستی وای، ښایي بریا به زموږ وه.

یو بل څه هم وو. ملي لوبډلې پسې زموږ ډېرې هیلې تړلې وې. ښایي لوبډله د ډېرو هیلو او ډېرو غوښتنو تر فشار لاندې راغله او یا زموږ غوښتنې او هیلې له حده ډېرې وې.

په احساساتو کې مو دا لوبډله هم وکنځله او هم مو ونازوله. دا ټول ښه شو، یوه تجربه شوه او راتلونکې ته به لارښود وي چې لوبه باید څنګه وشي.

د کرېکټ نړیوال جام پای ته ورسېد. دیارلس لوبډلې مایوسه او یوه په کې خوشاله شوه.

خو اوس یوه اندېښنه ورسره پیدا شوه او هغه دا چې د کرېکټ د نړیوالې کمېټې (آی سي سي) مشر وویل د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته به د لوبډلو شمېر لسو ته را کم کړي او دا اندېښنه افغان لوبډلې ته هم ولاړه ده چې راتلونکې کې به دوی دغو سیالیو کې پاتې شي او که نه؟

له نیکه مرغه د هندوستان او سریلنکا د کرېکټ بورډونو د افغان لوبډلې ملاټړ کړی او ویلي یې دي چې په نړیوالو سیالیو کې دې پاتې شي.

اوس نو حکومت، افغان کرېکټ بورډ، لوبډله او خلک باید داسې هڅې پیل کړي چې دغه راغلی ویاړ مو بېرته له لاسه ولاړ نه شي. دوی باید په دې فکر شي چې په دغو سیالیو کې د پاتې کېدو لپاره څه کول په کار دي.

کرېکټ لکه بله هره لوبه په تکتیک کېږي او لوبه د احساساتو نوم نه دی. افغان لوبډله دې داسې هڅې وکړي چې د دغې لوبې په چل ول لا ښه پوه شي. راتلونکې کې له پلانونو سره د نړیوالو سیالیو ډګر ته کښته شي.

که افغان لوبډله کلک هوډ او ښه پلان ولري نو دا به لرې نه وي چې څلور کاله وروسته بیا نړیوالو اتلولیو ته ځان ورسوي او ډېرې لوبې هم وګټي.

که په نړیوال جام کې د لوبېدو خوب مو پوره شوی نو د ګټلو چانس یې هم لرې نه دی. که لاره ورانه ده، خو د هوډ ګامونه هم باید پیاوړي وي. که داسې وشي د بریا منزل به هم خپله غېږ ورته پرانېستې وي.

ورته مطالب