وسله والو کسانو کینیا کې پر یوه پوهنتون برید کړی

Image caption د کینیا حکومت یوه وزیر ویلي د څه دپاسه ۵۰۰ محصلینو برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

د الشهاب په نامه اورپکې ډلې د شمال ختیځې کینیا په ګریسا سیمه کې پر یوه پوهنتون برید کړی، لږترلږه ۱۵ کسان یې وژلي او یو شمېر محصلین یې یرغمل کړي دي.

راپورونه وايي په برید کې ۶۵ کسان ټپیان شوي هم دي. دمګړۍ د کینیا امنیتي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه کې دي.

د کینیا حکومت یوه وزیر ویلي د څه دپاسه ۵۰۰ محصلینو برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

د الشهاب ډلې چې له القاعدې سره تړلې ویلي عیسویان یې نیولي او مسلمانان خوشې کوي.

د دغې ډلې یوه ویاند بي بي سي ته وویل د دواړو مذاهبو یرغمل جلا شوي او ۱۵ مسلمانان خوشې شوې دي.

د ډزو غږونه

د ای پي خبري اژانس د راپور له مخې د ګریسا پوهنتون یوه محصل کالنز ویټنګولا وویل وسله وال چې کله لیلیې ته ننوتل نو له محصلینو یې پوښتنه دا وه چې مسلمانان دي که عیسویان.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ویل کېږي چې شاوخوا پنځه مخ پټو وسله والو پر پوهنتون برید کړی.

د دغه محصل له خولې ویل شوي: "عیسوی محصل سملاسي په ډزو وژل کېده. له هر ډز سره ما فکر کاوه چې مړ کېږم".

ښاغلي ویټنګولا وویل یو شمېر امنیتي افسران د کړکۍ له لارې لیلیې ته ننوتل او دی او نور محصلین یې وژغورل.

ویل کېږي چې شاوخوا پنځه مخ پټو وسله والو پر پوهنتون برید کړی.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر جوزیف کېسري خبریالانو ته وویل یو وسله وال هغه مهال ووژل شو چې د تیښتې هڅه یې کوله.

نوموړي زیاته کړه د ۸۱۵ محصلینو له جملې نه د ۵۳۵ برخلیک لا مالوم نه دی.

په سیمه کې یوه پولیس د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې یو شمېر محصلین یرغمل شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له خلکو غوښتل شوي چې سیمې ته نږدې نه شي. دغې وینا پاڼې د محصلینو د یرغملېدو خبره نه ده تاید کړې.

د دغه پولیس چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی له خولې ویل شوي (د یرغمل شویو محصلینو د شمېر په اړه څه نه شو ویلی خو ښايي ډېر به وي ځکه زده کړې روانې وې.

د ای ایف پي خبري اژانس راپور ورکوي، د کینیا د سره صیلب ادارې ویلي شاوخوا ۵۰ محصلین "ژغورل شوي" خو نامالوم شمېر اوس هم یرغمل دي.

پر ټویټر خپره شوې د پولیسو یوه وینا پاڼه کې راغلي چې امنیي ځواکونه اوس هڅه کوي وسله وال له لیلیې بهر کړي.

له خلکو غوښتل شوي چې سیمې ته نږدې نه شي. دغې وینا پاڼې د محصلینو د یرغملېدو خبره نه ده تاید کړې.