د لاهور ګلابي رکشاوې، یوازې د ښځو لپاره

Image caption زاراسلم وايي، هره میاشت له دغو رکشا چلوونکو مېرمنو سره لیدنه کېږي او د دوی نظریات اخیستل کېږي او د ستونزو په اړه به یې غور کېږي

د پاکستان پنجاب ایالت لاهور ښار کې په سړکونو داسې رکشاوې ګرځي چې چلونکې او سپرلۍ یې دواړه مېرمنې وي.

دغه ګلابي رنګه رکشاوې یوازې د مېرمنو لپاره جوړې شوې چې د نارینه وو سفر په کې منع شوی دی.

په لومړي ځل کې ۲۵ ګلابي رنګه رکشاوې په لاهور کې چلېږي، خو شمېر به یې په کرار کرار زیات شي.

مېرمنو ته د دغو ګلابي رکشاوو چمتو کوونکې زار اسلم وايي، دغه ګلابي رکشاوې په خپل ډول کې لومړۍ رکشاوې دي چې د مېرمنو لپاره ځانګړې شوې، یوازې او یوازې مېرمنې به ترې کار اخلي.

زار اسلم وايي، د ګلابي رکشا د چلوولو سوچ هغه مهال ورته پیدا شو چې مېرمنې به یې لیدلې دفترونو او تعلیمي ادارو ته د تګ لپاره له څه ډول ستونزو سره مخامخ کېږي.

څو ځلې نارینه رکشا چلوونکو د نجونو د ډارولو هڅې کړې او له همدې کبله نجونې عامو رکشاوو کې یوازې سفر کولو نه ډارېږي.

نوموړې وايي، د دغو رکشاوو په مټ د هغو نجونو ژوند اسانه شوی چې د کار او زده کړو لپاره له عامه ترانسپورت نه ګټه پورته کوله.

د اسلم په وینا، دا یوازې د مېرمنو د ژوند او کاروبار د ښه کېدو لپاره نه بلکې مېرمنې کولی شي خوندي سفر پکې وکړي.

ددغو رکشاوو د جوړولو لپاره یې له یوه شرکت سره تړون لاسلیک کړی چې د مېرمنو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره به دوی ته رکشاوې جوړوي.

ګلابي رکشاوې د ښار له نورو رکشاوو سره توپير لري. د رکشاوو دروازې ګلابي رنګ لري.

Image caption دغه ګلابي رنګه رکشاوې یوازې د مېرمنو لپاره جوړې شوې چې د نارینه وو سفر په کې منع شوی

زار اسلم وايي، د لاهور له ترانسپورت چارواکو سره یې خبرې کړې چې دوی به دغه بېل ډول رکشاوې ثبتوي او رکشا چلوونکو مېرمنو ته به بېلابېلې اسانتیاوې برابروي.

هغو مېرمنو سره چې د ګلابي رکشا چلولو هیله ولري، لومړی مرکه کېږي او بیا ورته پنځلسو ورځو کې د رکشا چلولو او د رکشا ترمیمول ور زده کېږي.

له رکشا چلوونکې مېرمنو سره که چېرې لیسنس نه وي، هغوی ته لیسنس ورکول کېږي.

د ګلابي رکشا بیه کولی شې مېرمنې د قسط په ډول ورکړي، خو دا به څارل کېږي چې ایا دغه رکشاوې د هغوی د کور نارینه له خوا ونه چلولې شي.

زاراسلم وايي، هره میاشت له دغو رکشا چلوونکو مېرمنو سره لیدنه کېږي او د دوی نظریات اخیستل کېږي او د ستونزو په اړه به یې غور کېږي.

ورته مطالب