افغان حکومت باید د سعودي عربستان فشار نه وای منلی

Image caption افغان حکومت باید دغه سیاسي موضوع د سعودي عربستان د فشار له کبله د یوه مذهبي شعار په توګه وړاندې نه کړي.

افغان حکومت د سعودي عربستان د فشار له کبله د یمن د روان وضعیت په اړه په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دوی "د هر ډول ګواښ پر وړاندې" د حرمیین شریفین د سپېڅلې خاورې په دفاع کې" په ټول ځواک د سعودي له حکومت" سره ولاړ وي.

په دغه اعلامیه کې افغان حکومت د یمن له حکومت او اوسني نظام نه هم خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

دغه ډول اعلان او دریځ په دې معنا دی چې افغانستان په یمن کې د سعودي د مداخلې سیاست ملاتړ کوي او دا د ایران د مخالفت په توګه ګڼل کېږي.

افغان ولسمشر غني د مارچ پر ۳۰مه د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

په ظاهره داسې ښکاري چې سعودي ته د ولسمشر غني د وروستي سفر پر مهال او له هغې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ په وروستیو اړیکو کې، ښايي هغوی پر افغان حکومت فشار راوړی وي چې د یمن په تړاو د یوې اعلامیې د خپرولو له لارې په رسمي ډول د سعودي له دریځه خپل ملاتړ اعلان کړي.

د سعودي نوی پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په خپل هېواد کې دننه او بهر زیاتېدونکو ګواښونو ته په پام سره، په یمن او په ټوله عربي ټاپو وزمه کې پوځي مداخلې سیاست د خپل کار له لومړیتوبونو ګرځولی دی.

د یمن د کړکېچ موضوع، او په کې د سعودي مداخله او رول، د سیمې د ځواکونو د مخامخېدو په معنا دی چې غواړي د یو بل د نفوذ مخه ونیسي.

افغان حکومت باید دغه سیاسي موضوع د سعودي عربستان د فشار له کبله د یوه مذهبي شعار چې "د حرمیین شریفین د سپېڅلې خاورې دفاع د هر مسلمان دنده ده" په توګه وړاندې نه کړي.

د حرمیین شریفین سپېڅلې خاوره کې هېڅ راز بهرنۍ پوځي مداخله نه ده شوې.

سعودي عربستان د یمن په چارو کې د مداخلې مخینه لري. له پخوا راهیسې د سعودیانو یو تکتیک دا و چې د یمن په سوېل کې سني قومونه د دغه هېواد د حوثيانو پر وړاندې وپاروي او وهڅوي.

په ۱۹۹۰ لسیزه کې سعودي د یمن د پخواني ولسمشر عبدالله صالح پر ضد د یمن د سوېل یاغیان له مالي او پوځي پلوه حمایه کول.

په تېره یوه لسیزه کې سعودي عربستان څو ځلې پر پوله د یمن له حوثیانو سره جګړه کې ښکېل شوی او د هغوی پر ضد یې له هوايي بریدونو کار اخیستی دی.

په یمن کې د سعودي پوځي مداخله بېلا بېل لاملونه لري چې تر ټولو مهم یې سعودي ملتپالنه، په کې د ایران زیاتېدونکی اغېز او د سعودي کورني مخالفتونه (د سعودي په هغو سیمو کې چې ډېر تیل لري له ۱۰ تر ۱۵ سلنه شیعه مذهبه اوسېدونکي او د هغوی د پاڅون شونتیا) دي.

شیعه حوثیان په یمن کې د پام وړ اغېز لري او د پخواني ولسمشر عبدالله صالح او د پوځ د یوې مهمې برخې ملاتړ هم لري.

د دغو عواملو له کبله په یمن کې د سعودي او د دغه هېواد په مشرۍ د عربي هېوادونو د ایتلاف هر راز پوځي مداخله د یمن کړکېچ هېڅکله نه شي حلولی.

ډېر امکان لري چې په یمن کې بهرنۍ لاسوهنې او د دغه هېواد روان کړکېچ په یوې پراخې جګړې کې ښکېله کړي.

د افغانستان ګټې دا نه ایجابوي چې حکومت یې په توکمیزو شخړو، د ځواک لپاره په لانجو او د ایران او د خلیج د همکاریو شورا د غړو هېوادونو په سیمه ییزو سیالیو کې ځان ښکېل او یو اړخیز دریځ غوره کړي.

د افغانستان ګاوندي هېواد پاکستان د سعودي عربستان له دریځه د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي همکاریو اهمیت ته په پام کې نیولو سره ملاتړ کړی.

خو د سعودي په اړه د پاکستان اوسنی دریځ افغانستان لپاره ښه مثال نه دی.

افغانستان په تېره یوه لسیزه کې وکولی شو چې په عملي ډول د سیمې او نړۍ له سیالو هېوادونو سره خپلې اړیکې بیا ټینګې کړي.

د یمن په مسله کې د ایران دریځ او په سیمه کې نورو پرمختګونو ته په پام سره، د سعودي په ګټه د افغانستان یو اړخیز دریځ کولی شي د کابل او تهران تر منځ اړیکو ته چې په تېره یوه لسیزه کې په بې سارې ډول ښې شوې دي، جدي زیان ورسوي.

افغان حکومت باید د سعودي فشار نه وای منلی بلکې په بې طرفۍ او د یوې فعالې دیپلوماسۍ له لارې یې باید د یمن مسلې د حل لپاره یوازې د ښکېلو غاړو تر منځ د حل پر سوله ییزو لارو چارو او خبرو اترو او د ملګرو ملتونو پر منځګړتوب ټینګار کړی وای.

په هېواد کې اوسني وضعیت، بهرنیو لاسوهنو، ترهګرۍ او له بهره پر افغانانو تپل شوې جګړې ته په پام سره، افغانستان باید نور د سیمې د ځواکونو او ګاونډیانو تر منځ د سیالۍ ډګر نه وي.

د سیمې د هېوادونو پر وړاندې د افغانستان په بهرني سیاست کې نا انډولي کولی شي افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.

ورته مطالب