له ټاکنو یو کال وروسته هم افغان کابینه نیمګړې ده

Image caption د ولسمشر غني له خوا د ټولو والیانو او امنیې قومندانانو د دندو ځنډولو پرېکړې په ټول هېواد کې د حکومت فعالیت لا کمزوری کړی دی.

له ولسمشریزو ټاکنو یو کال وروسته افغانستان لا هم بشپړ حکومت نه لري.

د ۲۰۱۴ کال د اپریل پر پنځمه افغانان د تېز باران سربېره په خوښۍ رای ورکولو ته راووتل. خو له دوه پر درې برخې ډېره کابینه لا هم مالومه نه ده.

د ولسمشر غني له خوا د ټولو والیانو او امنیې قومندانانو د دندو ځنډولو پرېکړې په ټول هېواد کې د حکومت فعالیت لا کمزوری کړی دی.

د ختیځ ننګرهار ولایت والي له خپلې دندې استعفا کړې ځکه د خپلې دندې پر مخ وړلو لپاره یې کافي اندازه واک نه درلود.

"د مجرمینو مافیا"

د ننګرهار موقعیت مهم دی، هم د امنیت او هم د عاید له پلوه ځکه دا په ختیځ کې د خیبر پاس له لارې د افغانستان دروازه ده.

د دغه ولایت مرکز جلال اباد کې په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو او نورو اورپکو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

په یوه عمومي غونډه کې یو شمېر مشرانو یو لیک لاسلیک کړ چې له والي ملا عطا الله لودین یې غوښتنه درلوده استعفا دې نه ورکوي. یوه مشر ویل دې یوازینۍ کس دی چې د "مجرمینو مافیا" سره مبارزه کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ۲۰۱۴ کال د اپریل پر پنځمه افغانان د تېز باران سربېره په خوښۍ رای ورکولو ته راووتل. خو له دوه پر درې برخې ډېره کابینه لا هم مالومه نه ده.

د ښاغلي لودین تګ دغه مهم ولایت بې مشره پرېښود. هغه ټینګار درلود له دندې ځکه ګوښه شو چې پرېکړې یې نه شوای کولی.

د نوموړي "سرپرست" دریځ په دې معنا و چې هغه نوي ښوونکي نه شوای ګومارلی او هغه امر یې هم رد شو چې غوښتل یې پر پوله د وزن کولو یو تمځای بند شي.

هغه دغه پرېکړه ځکه کړې وه چې ټرکونو په تکراري ډول له ټاکل شوي اندازې ډېر وزن درلود او هرومرو به یې د دغه کار لپاره بډې ورکولې.

له لاسته تللي عاید پرته، دغو درنو ټرکونو د سیمې سړکونه هم خرابول. هغه وویل که د سرپرستو والیانو او امنیې قومندانانو حالت ژر حل نه شي نو هېواد به د "بې ثباتۍ په لور ولاړ شي، خلک به پر حکومت باور له لاسه ورکړي او فساد به زیات شي".

په هرات کې هم همدا حال دی. دغه لوېدیځ ولایت افغانستان لپاره د ایران دروازې او د سوداګرۍ د تر ټولو مهمې لارې حیثیت لري.

هرات کې د حکومت د فعالیتونو د درېدو له کبله د دغه ولایت پخواني والي اسماعیل خان د ولسمشر غني د حکومت پر ضد کمپاین پیل کړی.

اسماعیل خان په ۸۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد د دورې مهم قومندان و. هغه او نور پخواني جهادي قومندانان وايي دوی له حکومته ګوښه کړای شوي دي او د یوه تکنوکرات ولسمشر پیاوړي مخالف سیاستوال دي.

خو ولسمشر غني د هغو ملاتړ هم له لاسه ورکړی چې پخوا یې دی حمایه کاوه.

خورا ډېر مشران

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اغلې ارشاد په دې باور ده چې دا ځل به پارلمان له ۲۰ یوازې ۱۰ نوماند وزیران ومني.

د هیلۍ ارشاد په څېر د پارلمان غړي وايي په حکومت کې د اصلاحاتو راوستلو پر ځای، ولسمشر اړ شوی چې له داسې سړو سره ایتلاف وکړي چې د دې په وینا "د مجاهدینو یوه ډله" ده.

نوموړې وویل ستونزې هغه مهال پیل شوې چې نړیوالې ټولنې غني وهڅاوه چې له عبدالله عبدالله سره واک شریک کړي، هغه سیال چې ده ورته په ډېر کم توپیر ټاکنو کې ماته ورکړې وه.

دا چې دواړه مشران دوه مرستیالان لري، نو د ګومارنو لپاره شپږ واکداران باید قانع شي.

هغې وویل: "دوه بېلا بېل ذهنیتونه څنګه د یوې چترۍ لاندې کار کولی شي؟"

افغانستان کې هېڅ سیاسي ګوندونه نه شته او حمایه او ملاتړ د واک مهم ټکي دی ځکه نو د واک سیالي لا هم روانه ده.

اغلې ارشاد په دې باور ده چې دا ځل به پارلمان له ۲۰ یوازې ۱۰ نوماند وزیران ومني.

او د لوی شمېر والیانو او امنیې قومندانانو د ګومارلو مسله لا پر ځای پاتې ده.

ورته مطالب