"خیبر پښتونخوا کې ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په دغه ایالت کې له جنورۍ تر مارچ پورې سږ کال په ترهګریزو پېښو کې په ټولیز ډول ۵۴ کسان ووژل شول. تېر کال دغه شمېر ۱۷۹ کسه و.

پاکستان کې له سخت دریځې تر ټولو ډېر اغېزمن شوي ایالت خیبر پښتونخوا پولیس وايي په دغه ایالت کې ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

پېښور کې د پولیسو له دفتره په خپرې شوې وینا پاڼه کې راغلي چې د تېر کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله د سږ کال د دغو دریو میاشتو په موده کې ترهګریز بریدونه خورا کم شوي دي.

په دغه وینا پاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ټولټال ۶۰ ترهګریزې پېښې را منځ ته شوې، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال په همدې موده کې ۱۴۰ بریدونه شوي وو.

په دغه ایالت کې له جنورۍ تر مارچ پورې سږ کال په ترهګریزو پېښو کې په ټولیز ډول ۵۴ کسان ووژل شول. تېر کال دغه شمېر ۱۷۹ کسه و.

خیبر پښتونخوا کې د پولیسو د اداري اصلاحاتو په لړ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره هم جوړه شوې چې د څارګرو ادارو په همکارۍ فعالیت کوي.

Image caption خیبر پښتونخوا کې د پولیسو د اداري اصلاحاتو په لړ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره هم جوړه شوې چې د څارګرو ادارو په همکارۍ فعالیت کوي.

د پولیسو د رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پنځو ځانمرګو بریدونو په پرتله سږ کال دغه ډول یو برید وشو، هغه هم د جنورۍ په میاشت کې د حیات اباد سیمې د شیعه ګانو پر جومات.

د پولیسو چارواکي وايي له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په دغه برید کې ښکېله ډله او د دوی کسان پېژندلي دي.

شنونکي وايي د ترهګریزو بریدونو په ډولونو کې هر کال توپیر لیدل شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې په ۲۰۰۹ کال کې تر ټولو ډېر ترهګریز بریدونه وشول او دغه لړۍ تر ۲۰۱۲ کاله پورې روانه وه خو له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دغو پېښو کې کمی لیدل شوی دی.

ورته مطالب