د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام: څوک خوشاله څوک نهیلي

بالاخره نړیوال جام پای ته ورسېد.

له شپږو اوونیو او ۴۹ میچونو نه وروسته استرالیا نړیوال جام پورته کړ.

لوبې له سترو هدفونو، غټو شاټونو، لوی شمېر مینه والو او کله کله له کیڼ لاسي تېزې توپ اچونې ډکې وې.

استرالیا په میلبورن لوبغالي کې په پایلوبه کې نیوزیلنډ ته ستره ماته ورکړه او د پنځم ځل لپاره نړیوال اتل شو.

خو د ۱۱م نړیوال جام نور ګټونکي څوک وو؟ او د چا لپاره دغه سیالۍ دومره د پام وړ نه وې؟

د نړیوال جام سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی

د استرالیا تېز بالر میچل سټارک له ۲۲ وېکټو سره دغه لقب خپل کړ خو پر دغو لوبو تر ټولو ډېر اغېز د نیوزیلنډ کپتان برېنډن میککلم درلود.

د میککلم خورا تېزې توپوهنې او الهام بښونکې کپتانۍ د نیوزیلنډ د ټول ملت پام ځان ته واړوه او همدا لامل و چې د استرالیا په پرتله دوی د کوربه هېواد مسولیت له لا ډېرې لېوالتیا او خوښۍ سره پر مخ یوړ.

د استرالیا پر وړاندې له ماتې وروسته چې کله میککلم خبرې وکړې نو د رسنیو راټولو شویو کارکونکو یې تود هرکلی وکړ.

میککلم وویل: "موږ خاطرې جوړې کړې او ملګري مو پیدا کړل چې د عمر تر پایه به راسره وي".

"موږ په خپل هېواد کې داسې ملاتړ لاسته راوړ چې هېڅکله مو فکر نه وکړی دومره به وهڅول شو. موږ پر خپلو لاسته راوړنو ډېر زیات ویاړو".

نړیوال جام کې تر ټولو غوره افغان لوبغاړي

بیټنګ کې سمیع الله شینواری تر نورو ډېر مخته و. نوموړي په شپږو لوبو کې د ۴۲ منډو په منځنۍ کچه ټولې ۲۵۴ منډې وکړې چې دوه پنځوسیزې هم په کې شاملې دي.

سمیع الله په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې ۹۶ منډې د سکاټلنډ پر وړاندې سیالۍ کې وکړې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

په دغه لست کې دوهم نوم د ځوان کیڼ لاسي توپ وهونکي نجیب الله ځدران دی چې په شپږو لوبو کې یې یوه پنځوسیزه ووهله او ۱۲۳ منډې یې وکړې.

په بالنګ کې کیڼ لاسی تېز توپ اچونکی شاهپور ځدران د ۲۶۵ منډو بدل کې تر ټولو ډېرې ۱۰ وېکټې واخیستې. شاهپور د سکاټلنډ پر وړاندې لوبه کې په ۱۰ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخیستې.

ورپسې د حمید حسن نوم راځي چې د ۲۶۱ منډو بدل کې یې ۶ وېکټې لاسته راوړې.

د نړیوال جام مهمې شمېرې

  • تر ټولو ډېرې منډې: مارټېن ګپټل (نیوزیلنډ) ۵۴۷، کومار سنګاکارا (سریلنکا) ۵۴۱، ای بي ډېویلیرز (سوېلي افریقا) ۴۸۲.
  • په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې: مارټېن ګپټل ۲۳۷ د ویسټ انډیز پر وړاندې، کرېس ګېل ۲۱۵ د ویسټ انډیز له لورې د زمبابوې پر وړاندې، ډېوېد وارنر ۱۷۸ د استرالیا له لورې افغانستان پر وړاندې.
  • تر ټولو ډېرې وېکټې: میچل سټارک (استرالیا) ۲۲، ټرېنټ بولټ (نیوزیلنډ) ۲۲، اومېش یادف (هند) ۱۸.
  • په یوه لوبه کې تر ټولو ښه بالنګ: ټېم ساوتي د ۳۳ منډو بدل کې ۷ وېکټې د نیوزیلنډ له لورې د انګلستان پر وړاندې، میچل سټارک د ۲۸ منډو بدل کې ۶ وېکټې د نیوزیلنډ پر وړاندې، ټرېنټ بولټ د ۲۷ منډو بدل کې ۵ وېکټې د استرالیا پر وړاندې.

د سیالیو تر ټولو غوره لوبډله

د انځور حقوق BBC World Service

که څه هم منځلوبو ته یې لار و نه مونده خو ایرلنډ نږدې په یوازې لاس د کرېکټ لوبې د راتلونکې او د کرېکټ د نړیوالې شورا د پراختیايي پلانونو په اړه بحث را وپاروه.

د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو ویسټ انډیز او زمبابوې پر وړاندې بریاوو منځلوبو ته ډېر نږدې کړل خو یوازې یې د منډو (رن رېټ) د توپیر له کبله چانس له لاسه ورکړ.

خو په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې د دوی ګډون ناڅرګند دی ځکه د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لوبو کې د ټیمونو شمېر له ۱۴ نه ۱۰ ته کمېږي چې له کبله یې ایرلنډ ته لار موندنه ګرانه ده.

د کرېکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) مشر ډېف ریچرډسن بي بي سي ته وویل پر دې مسله به د شورا لوړپوړي چارواکي بحث کوي خو ۱۰ هېوادیز نړیوال جام (د لوبو له خپرونکو او تلویزوني چینلونو سره د یوه تړون) برخه ده.

تر دې مخکې د ایرلنډ کپتان ویلیم پورټرفیلډ پر آی سي سي نیوکه وکړه او ویې ویل:

"داسې چې ده نو یوازې ۱۰ هېوادونه دې کرېکټ کوي، نور هېوادونه به ورته مزاحمت نه کوي. دا آی سي سي ده چې فکر کوم د نړیوالې ادارې په معنا دی. دوی باید د کرېکټ لوبې ته وده ورکړي".

د نړیوال سیالیو تر ټولو غوره او جالبه لوبه

نیوزیلنډ د استرالیا او سوېلي افریقا پر وړاندې خورا په زړه پورې او سختې بریاوې لاسته راوړې خو د دویز سیال یا پایلوبې لپار برخلیک ټاکونکې سیالیو کې جالبه لوبه نندارې ته وړاندې کول ښايي دومره سخت کار نه وي.

د افغانستان او سکاټلنډ لپاره خبره تر دې هم مهمه وه، دوی په نړیوالو اتلولیو کې د لومړۍ بریا په لټه کې وو. اهمیت ته یې په پام سره، د نیوزیلنډ په ډنیډن لوبغالي کې شوې لوبه هم ډېر جالبه وه.

لوبه داسې وه چې تر پایه یې ګټونکی څرګند نه و، کنترول کله د افغانانو او کله هم د سکاټلنډیانو په لاس کې و خو پای کې د افغانستان د بیټنګ وروستي لوبغاړي شاهپور ځدران په وروستي اوور کې ګټونکې څلوریزه ووهله.

د نوموړي خوشالي، لاسونه خلاص منډه او پای کې یې پر ځمکه غورځېدو، د دغو سیالیو تر ټولو ښکلی انځور وړاندې کړ.

که دا هم کافي نه وه نو افغانستان کې د خوشالۍ د ډزو له کبله شپږ کسان ټپیان شول.

د انګلستان پخواني ورو توپ اچونکي وویل:

"دا یوه حیرانونکې لوبه وه. که څه هم له تخنیکي پلوه عالي نه وه خو خورا جالبه وه چې په تېرو څو کلونو کې دومره سخته لوبه ما نه وه لیدلې. چا یې فکر نه کاوه خو افغانستان بریالی شو".

د سیالیو تر ټولو زیاته د یادونې وړ شېبه

د انځور حقوق BBC World Service

دوه شېبې ډېرې مهمې وې او دواړو کې نیوزیلنډ ښکېل و.

لومړۍ شېبه هغه مهال وه چې نیوزیلنډ په نیمه پایلوبه کې سوېلی افریقا ته ماته ورکړه، ګرانټ ایلیټ د وروستي اوور پر پنځم توپ شپږیزه ووهله او د نیوزیلنډ ایډن پارک لوبغالي کې ۴۰ زره مینه والو د خوشالۍ چیغې پیل کړې.

د خوشالیو تر منځ ایلیټ د وروستي اوور بالر ډېل سټین، چې له نهیلی پر پیچ ناست و، هېر نه کړ. ایلیټ سټین ته لاس وړاندې کړ چې پورته یې کړي. دا هغې شېبې ته ورته وه چې د انګلستان انډریو فلینټاف او د استرالیا برېټ لي تر منځ د ۲۰۰۵ کال دودیزو اشیز لوبو پر مهال رامنځ ته شوې وه.

ایلیټ وویل "باید د خواخوږۍ احساس ولرو. زه سټین ته ډېر خپه شوم. د دې امکان موجود و چې موږ لوبه بایللې وای او د سټین په ځای زه پر پیچ خپه ناست وای".

دوهمه شېبه د پایلوبې وه، که څه هم داسې مهال رامنځ ته شوه چې لوبه کې یوازې پنځه توپونه شوي وو.

د نیوزیلنډ جادويي کپتان میککلم په لومړي اوور کې د سټارک پر بالنګ دوه ځلې د لوی شاټ هڅه وکړه، دواړه ځل پاتې راغی او بیا پر یو خطرناک یارکر توپ یې وېکټه له لاسه ورکړه.

پر بال له لګېدو وروسته چې سم برقي بېلزونه روښانه شول، د نیوزیلنډ هیلې له منځه ولاړې او استرالیا اتلولۍ ته روانه شوه.

د انګلستان پخواني توپ وهونکي کېون پیټرسن وویل: "د نړیوال جام پایلوبه کې د میچل سټارک د تېز او سوینګ بالنګ پر وړانډې، برېنډن میککلم ځانته کافي فرصت ور نه کړ او ډېره بیړه یې وکړه".

تر ټولو ستره نهیلي

دا به لا له وړاندې څرګنده نه وي؟! انګلستان په نړیوال جام کې څو ځل له شرم سره مخامخ شو او وروستی ځل د بنګله دیش لوبډلې پر وړاندې لوبه کې بې عزته شو.

د انګلستان مرستیال روزونکي پال فاربریس په دې اند و چې د سیالیو په پیل کې د استرالیا او نیوزیلنډ پر وړاندې سترو ماتو د دوی مورال کمزوری کړ.

خو که په دقیق ډول ولیدل شي نو دا ویلی شو چې د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام پایلوبه کې پاکستان ته له ماتې وروسته دوی هېڅکله نړیوالو اتلولیو کې برخلیک ټاکونکې بریا لاسته نه ده راوړې.

د انګلستان پخواني توپ وهونکي جیفري بایکاټ وویل: "که د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په اړه خپل ذهنیت ته فکر وکړو نو داسې ښکاري چې موږ له نورو لوبډلو ډېر وروسته پاتې یو. کرېکټ چټک پرمختګ کړی او ان د لسو کلونو پخوا مودې په پرتله هم اوس دغه لوبه ډېر بدله ده".

د نړیوال جام اتلان

  • استرالیا پنځه ځلې: ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵
  • ویسټ انډیز دوه ځلې: ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹
  • هند دوه ځلې: ۱۹۸۳ او ۲۰۱۱
  • پاکستان یو ځل: ۱۹۹۲
  • سریلنکا یو ځل: ۱۹۹۶

د ۲۰۱۵ کال نړیوالو اتلولیو تر ټولو غوره شاټ

د نیوزیلنډ مارټېن ګپټل د ویسټ انډیز د اندرې رسل پر توپ دومره جګه شپږیزه ووهله چې بال د وېلېنګټن لوبغالي پر چت وغورځېد. د (چت) کلمه ان په ټویټر کې هم مشهوره شوه.

د لوبو تر ټولو غوره کیچ

په همدغه لوبه کې د نیوزیلنډ تجربه لرونکي او ۳۶ کلن زوړ لوبغاړي ډینیل ویټوري باونډرۍ ته نږدې ټوپ وواهه او په یو لاس یې حیرانونکی کیچ ونیو او د ویسټ انډیز مارلن سیمویلز یې وسوځاوه.

تر ټولو غوره خوشالي

د انځور حقوق BBC World Service

د سوېلي افریقا ورو توپ اچونکي عمران طاهر به چې هر ځل وېکټه واخیسته نو په میدان کې به یې له خوشالۍ منډې پیل کړې. کله چې ترې پوښتنه وشوه داسې ولې کوي، طاهر وویل چې تل یې همداسې کړي.

نوموړي وویل:

"یو مهال چې مې په یوه کرېکټ کلب کې لوبه کوله، یو ډېر ښه کیچ مې ونیو، فکر کوم له ډېرې خوشالۍ په منډو له میدانه بهر وتلی وم نو نور اړ شول د بېرته تلو لار راته وښيي. زه سړک ته رسېدلی وم، نه پوهېږم چېرته وم. خو دا حقیقي کیسه ده."

د شهرت دعوه

د سکاټلنډ تېز بالر آین ورډلا له لوبو وړاندې هغه مهال مشهور شو چې د کرېکټ لوبیز ژوند له پیل مخکې یې د نړۍ په تر ټولو لوړ غر ماونټ ایوریسټ جګ شو. خو دا کیسه رښتیا نه وه، یوه ټوکه وه چې ډېر خلک پرې غلط شول.

نوموړي وویل: "حالت له کنتروله بهر شو. ان له نیپاله خلکو ماته تویټونه لېږل چې لوبو کې درته ښه بخت غواړو. خو فکر کوم پر دغه غر ختل به دومره ګرانه هم نه وي".

هېر شوی لوبغاړی

جورج بېلي د استرالیا په لومړۍ لوبه کې د انګلستان پر وړاندې کپتان و، پنځوسیزه یې هم ووهله خو دایمي کپتان مایکل کلارک چې روغ شو نو بېلي په نړیوال لوبو کې بیا و نه لیدل شو.

تر ټولو غوره ټویټ

د جاپان د کرېکټ شورا په یو ټویټ کې لیکلي وو: "د انګلستان کرېکټ بورډ درنو چارواکو، پوهېږو چې اوسمهال ډېر خپه یاست (ځکه ډېرې لوبې مو بایللي او ان منځلوبو ته مو هم لار و نه مونده)، خو دا چې د لوبو مهالوېش کې وخت لرئ، په تلو تلو کې راځئ له موږ سره هم یوه لوبه وکړئ!".

ورته مطالب