د ګودر غاړه – د بل خوښۍ کې خپله خوښي

د انځور حقوق THINKSTOCK

د انګرېزي ژبې زده کولو ټولګي کې ۲۳ افغانې او پاکستانۍ مېرمنې ناستې وې. یو امریکایی ارواپوه ټولګي ته د ژور خپګان په اړه د خبرو لپاره راغلی و.

یوې افغانې مېرمنې یې خبرې په روانه پښتو، دري او اردو ژباړلې. که څه هم زده کوونکې مېرمنې څه نا څه پرې پوهېدې خو ژباړونکې هره یوه سمه پوهوله او پوښتله یې.

ژور خپګان خو نږدې هرې یوې درلود، لومړی یې د یوې مشرې افغانې مېرمنې وپوښتل چې له څه شي ځورېږې او د څه په اړه خپګان لرې؟

هغې وویل: د افغانستان حالات یې ځوروي. ارواپوه بیا وپوښتل چې ستا خپل خپلوان چېرته دي، افغانستان کې دي؟

هغې وویل نه، زما خپلوان ټول له وطنه بهر، یو او بل هېواد کې دي، خو کله چې تلویزيون ګورم، افغانستان کې مرګ ژوبلې مې ځوروي، خپه شم بیا مې خوب ورک شي. هغه ورته وویل خو تلویزون مه ګوره.

دې ورته وویل: چې نه یې ګورم زړه مې نه صبرېږي، څه وکړم اخېر هېواد مې دی.

هغه ورته کړل: داسې پروګرامونه مه ګوره چې خپه کوي دې، خو دعا کوه، دعا ستاسو د خپګان په کمولو کې مرسته کوي، داسې شی مه ګوره چې ستا روغتیا ته تاوان رسوي.

بیا یې له یوې بلې وپوښتل: د څه شي په اړه خپګان لرې؟ هغې هم دې ته ورته ځواب ورکړ، خو دا یې ورپسې زیاته کړه چې په افغانستان کې زما ټوله پلارګنۍ او نور خپل خپلوان دي، هسې خو مې ټولو ته زړه ختلی وي او ځورېږم.

ډېری مېرمنو د خپګان وجه د خپلو هېوادونو (افغانستان، پاکستان) ناوړه حالات او مرګژوبلې وښودې.

ارواپوه چې دلته نیویارک کې د پوهنتون استاد هم و، ویل: په ځینو پوهنتونو، ښوونځیو او کالجونو کې د ژور خپګان په اړه خبرې کوم او لېکچرونه ورکوم.

د انځور حقوق

او زیاته یې کړه: ستاسو د خپګان په کمولو او له منځه وړلو کې د ځان مصروف ساتل، دعا،عبادت کول، کار کول، د ملګرو سره مجلس او لیدل، قدم وهل، سندرې او موسیقي اورېدل مرسته کولی شي.

موږ ټول پر یوه خدای عقیده لرو، تاسو مسلمان یۍ، کله چې خپګان درباندې راځي، کولی شئ جومات ته لاړ شئ، عبادت او دعا وکړئ، یا له ملګرو سره خبرې او مجلس وکړئ.

ده زیاته کړه: زما کتنځي (کلینک) ته یوه مصرۍ او یوه پاکستانۍ کورنۍ هم راځي، د یوې کورنۍ له خپل ځوان زوی سره څه لانجه ده او د بلې بیا د میرمنې او خاوند تر منځ.

دواړه کورنۍ لانجې دي چې دوی پرې ځورېږي، خو زه دوی ته هم د داسې لارښوونو سپارښتنه کوم. که خپله د لانجو مقابله و نه کړئ نور څوک ستاسو مرسته نه شي کولی.

ده وویل ژور خپګان څو ډوله دی، یو ډول یې ناروغان ډېر خوراک ته هڅوي چې له امله یې وزن زیاتېږي، او بل ډول یې بیا له خوړو انکار کوي، اشتها یې نه وي چې دواړه له نورو زیانونو سره سره د بدن د وزن د زیاتېدو او یا زيات کمېدو زیان هم لري.

زه نن دلته د ژور خپګان په اړه د پوهاوي لپاره راغلی یم که زما له دغو خبرو تاسو ته څه ګټه ورسېږي خوشاله کېږم.

د لېکچر پر مهال لږ وړاندې وروسته د څو تنو مېرمنو په موبایلو کې ثبت شوي د ماسپښین اذان واورېدل شو. ټولو جلاجلاله وویل او له دې سره ژباړونکې وویل: دا دی اوس زموږ د عبادت او دعا ته د تلو غږ وشو.

هغه وویل: ښه ډېر ښه، دا اذان و، کله چې زه ترکیې ته تللی وم هلته به مې اذان اورېده، ډېر ښه غږ یې و. ښه نو دا تاسو لمانځه ادا کولو ته وربولي، دا ښه خبر ده چې دعا او عبادت کوئ.

د ټولګي درسي وخت پوره شو نو هغه وویل کېدای شي بله میاشت یو ځل بیا دلته راشم او د ژور خپګان کمولو په اړه درسره وغږېږم.

ما ویل کاشکې زموږ هم ټول خلک لوستي او د نورو انسانانو د خپګان په کمولو کې مرستندوی وای.

دریغی هلته هم خلکو نورو ته د تاوان او زیان په ځای ګټه رسولی، د خلکو په خوښۍ کې یې خوښي وای او د خلکو په خپګان خپه کېدای، هم به الله تعالی خوښ و، هم به یې بندګان.

لکه څنګه چې د یوه ایت ژباړه ده: (او نه دي پیدا کړي ما پېریان او انسانان مګر د دې لپاره چې دوی زما عبادت وکړي).

الله تعالی انسانان د عبادت او بندګۍ لپاره پیدا کړي نه د ظلم، قتل و قتال او چا ته د زیان رسولو لپاره. الله پاک وایي تاسو په نورو رحم او مهرباني وکړئ، چې زه په تاسو مهرباني وکړم.

بیا څنګه ځینې کسان د الله تعالی ورکړی ژوند له خلکو اخلي او د خدای(ج) له مخلوق سره داسې ظلمونه او نارواوې کوي.

شاعر وایي:

دا وخت خو زموږ کم دی محبت لپاره هم دی

حيران يم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه

خدای دې په افغانستان او ټوله نړۍ کې امن راولي چې دا ورور وژنه او وحشت نور ختم شي، چې غمونه او خپګانونه مو له زړونو ووځي.

زموږ خوشال بابا سوونه کاله پخوا د غم او خپګان د کمولو او لرې کولو په اړه داسې سپارښتنه کړې ده:

غم په زړه کې بد غلیم دی څو توانېږې خواروه یې یا تېره توره راواخله خو چې وي همواروه یې یا غمخوار چېرته پیدا کړه ورته کښېنه ښکاروه یې یا فریاد فریاد فریاد کړه ژاړه تار په تاروه یې یا خوشال غوندې زړه راوړه ځای یې کړه انباروه یې

ورته مطالب