د سعودي "کثافاتو ټولوونکې نجلۍ" لټون

د انځور حقوق SNAPCHAT
Image caption دغې پېښې په نړۍ او سعودي کې غوسه راپارولې ده. د سعودي يوې ښځينه په ټويټر ويلي "دا کس له موږ استازيتوب نشي کولای"

په سعودي عربستان کې يوه ځوان د مهاجرې نجلي تصوير د ټوکو لپاره په ټولنيزو رسنيو خپور کړی وو.

دغه کس په جده کې د يوې مهاجرې افريقايي نجلۍ چې له کثافت ټوکرۍ يې شيان ټولول، تصوير اخيستی او بيا يې په ټولنيزو رسنيو خپور کړی و.

دغې پېښې د خلکو غوسه راپارولې او غواړي دا نجلۍ پيدا کړي او پيسې ورکړي.

په تصوير کې يوه ۱۰ کلنه نجلۍ ښکاري چې د اتحاد فوټبال لوبډلې کالي يې اغوستي.

دغه کس دا عکس په سنپ چټ خپور کړی چې لاندې يې ترې ليکلي وو "وګوري اتحاد چېرته دی؟ په کثافت ځای کې"

له څه وخت وروسته تصوير له سنپ چټ څخه لېرې شو او بيا په ډېره اندازه خلکو په ټولنيزو رسنيو خپور کړ. ډېرو کسانو دغه تصوير خندونکی نه و بللی بلکې غم او غوسه يې پرې ښکاره کړې وه.

يو کس په ټويټر ويلي "دا د مشهور کېدو يوه ګام دی، دا بېچاره نجلی په دې نه پوهېده چې څه کېږي دا کس خواشينوونکی دی."

د انځور حقوق TWITTER
Image caption ډېرو کسانو دغه تصوير خندونکی نه وو بللی بلکې غم او غوسه يې پرې ښکاره کړې وه.

دغې پېښې د سعوديانو او مهاجرو تر منځ چې زياتره يې سخت کارونه کوي ترينګلتيا او کړکېچ رامنځ ته کړی.

دغې پېښې په ټوله نړۍ او سعودي کې غوسه راپارولې ده. د سعودي يوې ښځينه په ټويټر ويلي "دا کس له موږ استازيتوب نشي کولای"

ويل کېږي دې شخص د يوټيوب ويډيو په واسطه له نجلۍ بښنه غوښتې او هغې ته يې د ډالۍ ورکولو تصويرونه هم خپاره کړي دي.

ډېری خلک غواړي له دغې نجلۍ سره مرسته وکړي خو لکه څنګه چې څوک يې نه پېژني په اړه يې پلټنې روانې دي.

د اتحاد فوټبال ډلې يوه مينه وال دغې نجلۍ ته د ۱۶۰۰۰ ډالرو مرستې اعلان کړی. همدارنګه د سعودي د موټر ځغاستې مسابقې يو موټر چلوونکی يزيد راجحي د ۱۰۰۰۰۰ ډالرو راغونډولو ژمنه کړې ده.

په لندن کې د سعودي ټولنيزو رسنيو يوه تبصره کوونکي ويلي "د سعودي ټولنه يوه سخي ټولنه ده، راځی وګورو چې دوی څه وايي هغه کوي هم" ده زياته کړه "مهمه پوښتنه دا ده چې موږ له غيرقانوني مهاجرو سره څه کوو"

دغه نجلي لاتراوسه موندل شوې نه ده او دا هم نه ده روښانه چې دې ته راټولې شوې پيسې به ورته ورسېږي که څنګه.