استرالیا د هغو کورنیو مالي مرسته بندوي چې واکسین نه مني

د انځور حقوق bbc
Image caption د استراليا حکومت وايي ۳۹۰۰۰ له اووه کلونو کم عمر ماشومان د مذهبي يا کورنيو بنديزونه له امله نه دي واکسين شوي.

د استراليا حکومت وايي غواړي پر هغو کورنيو د خير ښېګڼې پيسې بندې کړي چې خپلو ماشومانو ته واکسين نه ورکوي.

دوی وايي د "واکسين نه، پيسې نه" تګلاره، به پر هغو کورنيو چې خپل ماشومان نه واکسين کوي پلې کېږي او کېدای شي ۱۱۰۰۰ ډالر له لاسه ورکړي.

هغو کورنیو چې له مذهبي یا فلسفي دلایلو له مخې یې پر واکسین کولو اعتراض درلود، کولای شول چې د ماشومانو د خېر ښېګڼې لپاره د نقدو پیسو دولتي مرستې ترلاسه کړي خو د استرالیا لومړي وزیر ټوني آبټ وویل په نژدې راتلونکې کې به دا قوانین ډېر سخت شي.

هغه وویل یوازې یو لږ شمېر مذهبي او طبي استثناات به په نویو مقرراتو کې موجود وي.

د دې تګلارې جوړول د استراليا حکومت مخالفې کارګر ګوند له خوا هم منل شوي او ويل کېږي دا نوي قوانين به د ۲۰۱۶ په لومړيو کې پلي شي.

د (اې بي سي) خبري رسنۍ په وينا لومړی وزير وايي دا "زموږ د ماشومانو او کورنيو د روغتیا ساتلو لپاره يو مهم ګام دی".

لومړی وزير وايي حکومت يې د هغو کسانو په اړه "ډېر په وېره" کې دی چې خپل ماشومان نه واکسينوي او نورو وګړو ته لوی خطر پېښوي.

ويل کېږي په تېرو څو کلونو کې په لوېديځو هېوادونو کې د واکسين پر ضد کمپاين کې زياتوالی راغلی چې له امله يې ناروغۍ هم زياتې شوې دي.

د استراليا حکومت وايي ۳۹۰۰۰ له اوو کلونو د کم عمر ماشومان د مذهبي يا کورنيو بنديزونو له کبله نه دي واکسين شوي.