غزنی له مدنیته بې ‌برخې، د اسلامي تمدن پلازمېنه

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسلامي مدنیت د مرکز جوړونې په نوم شوي ټول کارونه او هڅې یوازې په یو دوو ودانیو کې راټولې شوې دي.

غزنی چې يو وخت د سلطان محمود د سترې امپراتورۍ او اسلامي تمدن پلازمېنه وه، اوس يې د خاموشه ښار کوڅې د جګړې هغه ډګر ته پاتې کېږي، چې جنګيالي ورباندې تازه تېر شوي وي.

اوس دغه ښار ته، د اسلامي مدنيت او پخوانۍ امپراتورۍ ميراث، له ښاره هاخوا يوازې درې دنګ منارونه ور پاتې دي.

سلطان لکه د خپل عزمت او امپراتورۍ دغه خواره ورځ چې نه شي کتلای، په سلطان باغ کې پټه خوله، حيران، غلی پروت دی.

د ښار پر اسمان خورو سپېرو دوړو، د حکومتي ادارو مخې ته تېرو شويو له خلکو تشو، تړليو سړکونو او د ښار په منځ کې له مرغانو تشو ولاړو، خال خال ونو ته په کتو سره، داسې نه ښکاري چې دغه ښار دې يو وخت د ښارونو ناوې بلل کېده.

په ښار کې د اسلامي مدنیت په نوم څه خاص نه تر سترګو کېږي. د اسلامي مدنیت د مرکز جوړونې په نوم شوي ټول کارونه او هڅې یوازې په یو دوو ودانیو کې راټولې شوې دي.

د دې ښار د اوسېدونکيو پر څېرو مايوسي له ورایه ښکاري. د ولایت د کلیو اوسېدونکي د یوې مړۍ ډودۍ د پیدا کولو په نیت له کلي ښار ته مخه کوي، خو ماښام بېرته تش لاس هماغو کليو ته ستنېږي چې د مدنیت هېڅ نښه په کې نه ليدل کېږي.

د ښار د اوسېدونکيو ارواوې تښتېدلې، مایوسه او يوازې د خدای د فضل په هیله ژوندۍ ښکاري. د ښار په یوه څنډه کې ناست یوه مور او پلار غربت دې ته اړ کړي چې خپل اولاد وپلوري.

د دغه ولایت اوسېدونکي د روغتيايي مرکزونو نشتوالي دې ته اړ کړي چې ناروغ له کلي ښار او له ښاره کابل ته یوسي.

دلته تعلیمي محدودیت او ناامنيو ماشومان، ځوانان او نجونې د تعلیم له نعمته بې برخې کړي دي.

د لوی ښار په منځ کې ايله څو نجونې ښوونځي ته روانې وي، خو د هر چا لور دومره بخت نه لري چې د ښوونځي دورازه دې ورته پرانیستې وي.

له ښاره د کندهار پر لور تللې لويه لاره د خدای د ۹۹ نومونو په لوحو پيلېږي، په اوږدو کې يې ځينو ولسواليو ته ورڅخه فرعي لارې کښته شوې او بيا هره ګرځېدلې لاره له جلا جلا ستونزو ډکه ده.

د غزني، کندهار له لويې لارې څخه څو خام سړکونه اندړو ولسوالۍ ته هم ورتېر شوي دي. دغه ولسوالۍ د غزني تر ټولو نارامه سیمه ده چې تل په کې د طالب، اربکي او ملي سرتېرو تر منځ د جګړې ډګر تود وي.

په دغه ولسوالۍ کې هر ورځ یو نوی ناورین جوړ وي. د کورونو پر دېوالونو د جګړې لوګي پراته دي.

د یوه کلي پر هدیره سپېرې دوړې تاوېږي، په هديره کې له لېرې یو تور ټیکری او د دوو قبرونو په سر ولاړې دوه زرغونې جنډې باد رپوي.

د دوو قبرونو په منځ کې ناسته مورکۍ د قبرنو شناختې په پلو پاکوي، په غریو نیولي غږ دواړو قبرونو ته غږېږي.

له شناختو سره د زړه خواله کوي او بيا له ځان سره وايي، زه پوهېدم چې یوه ورځ به مې مخ تور وي. یوه ورځ به دغه دواړه وروڼه په پردي ټوپک، په پردۍ مرمۍ، په پردي لمسون یو بل په نښه کړي. هماغسې لکه پلار او تره چې مو د کمونېست او مجاهد په نوم یو او بل په نښه کړي وو.

د مورکۍ په سر د کونډېتوب تور پړوني اوس د ابدي بدمرغۍ رنګ اخيستی، مور اوس د خپلو غبرګو زامنو د قبرونو مینجوره شوه.

دواړه د یوې ادې زامن، دواړو یو او بل ووژل. اوس په دوو شناختو مینجوره یوه مورکۍ او څراغ، هغه اوس د دوو قبرونو مینجوره ده. اوس هغه هر سهار ماښام د دوو قبرونو ډبرې په پلو پاکوي. په يوه غېږ کې لوی شوي وروڼه اوس د يوې هدېرې په غېږ کې څنګ په څنګ ښخ دي.

مور په ژوند و نه شو کولای يو د بل دښمن وروڼه سره پخلا کړي، خو په قبر کې يې سره خوشحاله کړل. هغه وروڼه چې دښمن غوښه او چاړه کړي وو.

مورکۍ پوهېده چې دې خپل زامن داسې نه وو روزلي. مورکۍ پوهېده چې د دې زامنو ته ټوپکونه پردیو ورکړي وو. مورکۍ پوهېده چې زامن یې دښمن خطا کړي وو، دوه وروڼه یې په یوه کور کې د يو بل دښمنان کړي وو.

داوړو یو بل ته پردی ټوپک ونیو، دواړو يو پر بل پردي شاجورونه تش کړل.

مورکۍ پوهېږي چې د دې په ولسوالۍ کې بې وزلي اوج ته رسېدلې. دلته اوس هم خلک د ژوند او مرګ تر منځ په لومه کې راګېر دي او د دې د زامنو غوندې ډېر نور ځوانان چې کله د ایران او پاکستان له دورازو بېرته را وشړل شي او درېیم انتخاب ورسره نه وي، نو ټوپک ته اوږه ورکړي.

د یوه کور غړي په جلا لارو روان شي. یو یې اربکی شي، بل یې طالب وي او بل یې د اردو په صف کې ودرېږي.

بیا نو داسې ورځ هم راځي چې له يوې جګړې، په یوه کور دوه جنازې راننوځي، د یوې مور په غېږه کې لويو شويو وروڼو په مخامخ جګړه کې یو او بل ویشتي وي او مورکۍ یې دې ته حیرانه وي چې دا چا او ولې په غبرګو زامنو، په یوه ورځ بوره کړه.

د اندړو د مورکۍ دا کیسه د یوه کور کیسه نه ده. د دې ولایت لسګونه مېندې او کورنۍ همداسې په ځان پسې حيرانې دي.

غربت، لوږې، دښمنۍ، جنګ او جهل له هرې دويمې مور څخه د هغې د زړه ټوټې جلا کړې او هر ورځ یوه مور په غبرګو زامنو بورېږي، خو څوک نه شته چې ووایي، ولې او د چا لپاره؟

غزنی اوس د خپل اسلامي تمدن د ویاړ دویمه کلیزه لمانځي خو داسې ښکاري چې د دغه ولایت د مدنیت نښې، ښار او کلي هډونه لا هم د جهانسوز علاوالدین د اور لمبې سوځوي. هو د هغه اور لمبې لا نه دي ختمې شوې.

دلته اوس هم د غچ او ځانځانۍ اور بل پاتې دی. دلته هره ورځ په دغه اور کې ځوانان، ماشومان، سپينږیري او ښځې سوځي. دلته لا هم هره ورځ یوه مور په یوه، دوو او دريو زامنو بوره وي. د غمونو، څړيکو او دردونو دغه ښار د اسلامي تمدن پلازمېنه بلل کېږي.

ورته مطالب