د اماراتو با استعداده ځوانان له بېکارۍ ځورېږي؟

Image caption د بازانو په مرسته ښکار، د اماراتو د ځوانانو د ساعت تېرۍ وسیله

د متحده عربي اماراتو ځوانان د نړۍ له ډېرو با امتیازه خلکو څخه دي. له زېږېدو تر مړینې په ناز او نعمت کې ژوند کوي، ډېرو ښو ښونځیو ته ځي، ډېر ښه روغتیايي خدمتونه او لوړ معاشونه ورته میسر دي.

خو هغسې چې د بي بي سي خبریال (بل لا) په خپل رپوټ کې وايي، هر یو اماراتي ځوان دا احساس نه کوي چې دوی دې یو با مفهومه ژوند ولري.

۲۶ کلنه سعود الحوساني، یوه ډېره با انرژي او فعاله سوداګره او د تیلو شتمن دغې خلیجي هېواد د نوي ډول ځوانانو څخه ده.

هغه وايي: ’’موږ د بهرنیو شرکتونو لپاره له الفه تر یا پورې ټول کارونه کوو. زه شپه او ورځ په اوونۍ کې اووه ورځې کار کوم، له هغې راهیسې چې مې پنځه کاله پخوا خپل شرکت پرانیستی، یوازې یوه لنډه رخصتی مې اخیستې.’’

د نېکسس سوداګرۍ خدمتونو په نامه د هغې شرکت، بهرنیو شرکتونو ته د مالي چارو، په خصوصي او دولتي څانګو کې تماسونو، په متحده عربي اماراتو کې د سوداګرۍ لارو چارو، کلتوري او ټولنیزو دودونو او ادابو په هکله مشورې او لارښونې برابروي.

د سعود الحوساني دا مثال هغه تصور ردوي چې وايي د دې شتمنې سیمې خلک د کارکولو حوصله نه لري.

فعاله ځوان نسل

محمد بهارون، یو دوبی مېشته څیړونکی، وايي ځوان خلک اوس له پخوا نه ډېر فعاله دي.

’’هغوی له پخوا نه ډېر فعاله او ډېر مشغوله دي، نه غواړي چې د میز تر شا کښیني، غواړي چې سملاسي په کارونو او پروژو پیل وکړي.’’

ښاغلی بهارون له دې امله د پوهنې روزنې سیستم ستاینه کوي او وايي چې ځوانانو ته د لیکلو مهارتونه ورزده کوي او له زده کونکو څخه ډېر کار غواړي.

هغه وايي له همدې امله اماراتي ځوانان اوس کولای شي پېچلي او سخت کارونه وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ځوانه سوداګره، سعود الحوساني

خو د ځوانانو په کتار کې بیا ځوانې ښځې تر نورو مخکې دي.

له لیسو څخه فارغې شوې ۹۵ سلنه ښځې پوهنتونونو ته ځي، په داسې حال کې چې د نارینه و ګډون ۷۵ سلنه ده.

ښاغلی بهارون چې ځوان فارغان د څېړونکو په توګه پر کارونو ګوماري وايي ’’ښځې په کار کې زیار باسي او د هلکانو په پرتله د لوړو نومرو سره فارغېږي.’’

هغه په خندا سره وویل ’’ځکه چې ښځې د هلکانو په شان ښکار کولو، کب نیولو او میلو ته نه ځي’’.

همدا راز، ښځې د اوونۍ د پای د رخصتۍ په ورځو کې په دښتو کې د موټړ ځغلولو مسابقې نه کوي. د اونۍ په ترڅ کې هم قهوه خانو کې وخت نه تېروي.

معاشونه لوړ دي خو د بېکارۍ کچه هم لوړه ده. له بېکارۍ پرته، د اماراتي ځوانانو نور ژوند ښه دی.

هغوی پر خپل حکومت باور لري چې د دوی پالنه کوي، او ظاهرا د هغو مستندو رپوټونو او مکررو ادعا ګانو په هکله اندېښمن نه دي چې د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د حکومت له خوا د مخالفینو د ځپلو په اړه په لوېدیځو رسنیو کې خپرېږي.

د اماراتو په مطبوعاتو کې اصلا څوک په دې هکله نه غږېږي.

ښاغلی بهارون وايي: ’’هغوی دغو رپوټونو او ادعاګانو ته د شک په سترګه ګوري.’’

له مېرمن الحوساني نه مې پوښتنه وکړه چې آیا د کوم څه له امله اندېښمنه ده؟

هغې له یو لنډ ځنډ نه وروسته وویل: ’’په ژوند کې هېڅ شی په بشپړ ډول سم نه وي خو موږ بېسارې زیرمې او ښه مشران او خوشحاله ژوند لرو.’’

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اماراتو زیاتره ځوانان خپلې دودیزې جامې خوښوي

خبریال عباس ال لواتي چې له بهره، له عمان څخه راغلی، وايي اماراتي ځوانان ځانونه د یوې شتمنې ټولنې غړي بولي چې آرامه ژوند لري او زیاتره لګښتونه ېې د دولت پر غاړه دي.

زیاتره ځوانان په پړسېدلي حکومتي سکتور کې کارونه پیدا کوي، هلته حتا د یوه سکرتر میاشتنۍ معاش ۱۵ زره درهمه یا ۴۱۰۰ امریکايي ډالره کېږي.

په ۲۰۱۳ کال کې حکومتي تنخاګانې له ۳۰ سلنې نیولې تر سل سلنې پورې زیاتې شوې.

ښاغلی لواتي وايي: ’’داسې یو احساس شته چې نه په دولتي او نه په خصوصي سکتور کې څوک له کاره برطرفه کېدای شي. د اماراتو تبعه څوک له کاره نه شي ګوښه کولای.’’

اماراتي ځوانانو ته د کارونو پیدا کولو په خاطر حکومت د خصوصي سکتور شرکتونو ته ونډې ټاکلي، خو سره له دې د ځوانانو د بېکارۍ کچه لوړه ده.

په خپل هیواد کې ورک شوی

د څو لسیزو په ترڅ کې، متحده عربي اماراتو، د خلیج د همکارۍ د شورا د نورو غړو هېوادو په شان، یو بېسارې شمېر بهرني کارګران په خلیجی هیوادونو کې د کار لپاره هڅولي او را جلب کړي دي.

زیاتره یې کم معاشه مهاجر دي خو ډېر مسلکي کسان هم په کې شته چې دا هېوادونه چې یو وخت په کې کوچې قبایل اوسېدل، په عصري هېوادونو بدل او ښکلي ستر ښارونه په کې ودان کړي.

له دې امله په داسې یو هېواد کې چې ۹.۳ میلیونه نفوس لري، یوازې تقریبا شپږمه برخه یې د اماراتو اتباع دي.

په دې ټولنې کې چې ډېر ژر بدله شوې ځینې خلک د بېګانګۍ احساس کوي، او زیاتره ځوانان په کې کارونه نه لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په داسې حال کې چې پیسې ډېرې دي، د ګړندیو موټرو ځغلول د ساعت تېرۍ یوه معموله طریقه ګرځېدلې

حسن حکیمیان، چې د لندن په پوهنتون کې د منځني ختیځ د انسټیټوټ مشر دی وايي: ’’اماراتي ځوانان احساس کوي چې په خپل هېواد کې ورک شوي دي’’.

د خلیج د همکارۍ غړيو هېوادونو د بېکارۍ کچه په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده.

ښاغلی حکیمیان وايي په متحدو عربي اماراتو کې، د ۱۵-۲۴ کلنو نارینه کسانو په پنځو کې یو، او له نیمايي نه زیاتې ځوانې ښځې، کارونه نه لري.

د ځوانو اماراتیانو د بېکارۍ عمومي کچه ۲۸ سلنه ده.

خو دا یوازې د هغو کسانو احصایه ده چې کارونو پسې ګرځي. د نورو په هکله احصايې نه شته.

ښاغلی حکیمیان وايي کارونو ته د ځوانانو د هڅولو او پر مهاجرو کارګرانو باندې د تکیې کمولو لپاره د حکومت پروګرامونه او تګلارې یوازې ’محدود ارزښت’ لري.

هغه وايي ځکه چې ’حکومت په حقیقت کې پر پخوانۍ لاره روان دی’.

دې چارې د هېواد پر کرکټر او اصلي اوسېدونکو ژور اغېزکړی دی.

دودونه، جامې، احساس او په حکومتي کړیو او سوداګریزو چارو کې د انګریزۍ ژبې استعمال، ټول د بهرنیانو راتلو سره تړاو لري.

ښاغلی لواتي وايی: ’’اماراتیان یو مخ په کمېدو اقلیت دی’’.

ملي هویت مخ په کمرنګه کېدو دی خو ځوان نسل غواړي خپل ملي هویت ژوندی وساتي.

په داسې حال کې چې ځوان اماراتیان د ټولنیزو رسنیو څخه ډېر کار اخلي، لوېدیځه موسیقي اوري او فلمونه یې ګوري، نارینه او ښځې یې خپل دودیزه جامې په ځان کولو ته دوام ورکوي.

هغسې چې مېرمن الحوساني وايي ’’باید خپل حدود وپېژنو. له دریشۍ نه مې پیل وکړ خو بېرته خپل عربي پوړني ته لاړم.’’

د ملي هویت احساس د پیاوړي کولو او د بې هدفه او مایوسه نازولو ځوانانو د سمبالولو په خاطر، حکومت بیا د نارینه و لپاره پوځي خدمت اجباري کړ.

هغه کسان چې ثانوي ښوونځی یې پای ته رسولی وي باید ۹ میاشتې پوځې خدمت یا عسکري وکړي او هغه کسان به چې ثانوي زده کړې یې نه وي ترسره کړي دوه کاله عسکري خدمت کوي.

ښاغلی بهارون وايي: ’’په دې ډول، خلک اړ کېږي چې کوچني کارونه لکه د تشنابونو پاکول، د خوراک پخول، د بسترې جوړول زده کړي- دا ټول هغه کارونه دي چې ښځینه خدمتکارانو به په کورونو کې کول. په دې توګه کېدای شي په یو لوکس ژوند کې دسپلین رامنځته شي.’’

ښايي ځینې کسان به فکر کوي چې اماراتي ځوانان به د دې کارونو مخالفت وکړي، خو داسې نه ده.

مېرمن الحوساني چې له پوځي خدمته معافه ده وايي: ’’دا یوه حیرانونکې نظریه ده، هر څوک دغه کارونه کوي. دا هېواد ته د یو څه بېرته ورکولو یوه لاره ده.’’

ورته مطالب